روغتیا

وسله والو، مذهبي سخت دريځو په پاکستان، افغانستان کې د پوليو له منځه وړلو مخه نیولې ده

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د روغتیا کارمندان په پیښور کې د نومبر په ۲۱-۲۵ مه کور په کور کمپاين کې ماشومانو ته واکسين ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

د روغتیا کارمندان په پیښور کې د نومبر په ۲۱-۲۵ مه کور په کور کمپاين کې ماشومانو ته واکسين ورکوي. [د خیبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

پیښور -- طالبان او مذهبي سخت دريځي په پاکستان او افغانستان کې د پوليو واکسین پر ضد د هڅو مخه نیسي او والدېن مجبوروي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکولو نه انکار وکړي.

د نړیوال روغتیا سازمان (ډبليو ايچ او) په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان او افغانستان کې د پوليو نوي کيسونه رامنځته شول -- چې په دې کې ۲۱ په افغانستان او ۸ په پاکستان کې دي.

د پولیو لپاره د وزیر اعظم عمران خان پوکل پرسن، بابر عطا، پاکستان فارورډ ته وویل، "مذهبي سخت دريځي او وسله وال د ماشومانو د معذورولو لپاره د پوليو لپاره د خولې واکسين (اُو پي وي) په وړاندې کمپاین کوي." "دوی د ډبليو ايچ او د پولیو له منځه وړلو نوښت ته اصلي ګواښ دی."

هغه وويل، "د پوليو په تصدیق شوي پیښو کې نږدې په نیمو پیښو کې ماشومانو اُو پي وي نه دي ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې په نورو کيسونو کې ماشومانو لږ غوندې واکسين ترلاسه کړې ول، خو هغوی یې د دغه وایرس نه خوندي ونه ساتل."

یو روغتیایي کارکونکی د سپتمبر په ۱۳ مه په پیښور کې يو ماشوم ته اُو پي وي ورکوي. [د قبايلي ضلعو لپاره د روغتیا ریاست]

یو روغتیایي کارکونکی د سپتمبر په ۱۳ مه په پیښور کې يو ماشوم ته اُو پي وي ورکوي. [د قبايلي ضلعو لپاره د روغتیا ریاست]

په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو د ويرې او د واکسين ورکوونکو د وژلو له امله د پوليو ۳۰۶ کيسونه رامنځته شوې ول. وروسته له هغه چې پوځي عملیاتو،ضرب عضب، طالبان له قبایلي سیمو څخه وويستل، په ټول هیواد کې دا شمير په ۲۰۱۵ کال کې ۵۴ ته او په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ ته راټيټ شو.

د واکسینو پر ضد پروپيګنډې سره مبارزه

چارواکي خبرداری ورکوي چې په مجموعي توګه وضعیت خراب دی او د اُو پي وي په وړاندې د دوامدارې پروپيګنډې له کبله به دا حالت ښه نه شي.

جواد خان، چې په خیبر پښتونخواه کې يو ډاکټر دی او د پوليو پر ضد کمپاين کې کار کوي، وایي، په خیبر پښتونخواه کې، د بیلګې په توګه، په ۲۰۱۸ کال کې د مذهبي ډلو د مخالفت له کبله د ۵۱،۰۰۰ نه زیاتو کسانو د واکسینو نه انکار کړی وو.

هغه وويل، "والدېن د مختلفو دلیلونو له کبله د واکسینو ورکولو نه انکار کوي، چې له دې امله ماشومان په ماشوموالي کې د معذورۍ اړوندو بيمارو سره مخامخ کيدی شي." "په پیښور کې، ۳۰،۰۰۰ زره ماشومانو په هغو سيمو کې واکسين نه ترلاسه کوي چيرته چې مختلفې مذهبي ډلې [نفوذ] لري."

د اهل حدیث مذهبي تحريک په هغو ډلو کې دی چې په کلکه د واکسين ورکولو په وړاندې کمپاین ترسره کوي.

جواد وویل، "دا ډله وايي چې اسلام د بيمارۍ نه مخکې د علاج کولو اجازه نه ورکوي، چې له دې امله والدېن د اُو پي وي نه انکار کوي."

تحریک لبيک پاکستان، چې يوه اسلامي او سياسي پارټي ده، هم کورنۍ هڅوي چې د واکسين ورکولو لپاره روغتيايي کارکونکي د هغوی کورونو ته د تلو نه منع کړي. دا د واکسينو ورکولو په اړه غلط بيانونه خپروي، چې په دې کې دا ادعا هم شامله ده چې واکسین د مغرب يو سازش دی.

جاوید وویل، "دې وضعیت زموږ ماشومان د خطر سره مخامخ کړې دي." "موږ په خیبرپښتونخواه کې په هر کمپاین کې ۷ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکوو، خو یو څو هغه ماشومان زموږ هڅې ناکامه کوي کوم چې واکسين نه ترلاسه کوي."

حکومت، دیني عالمانو د پوليو د له منځه وړلو لپاره ژمنه کړې

د روغتیايي خدماتو، مقرراتو او همغږۍ لپاره وفاقي وزير، عامر کیاني، پاکستان فارورډ ته وویل، "دیني سخت دريځي او وسله وال نه غواړي چې زموږ ماشومان دې روغ جوړ پاتې شي."

هغه وويل، "په تيرو کې، وسله والو سکولونه او روغتيايي مرکزونه تباه کړي چې خلک د زده کړې او روغتيايي علاج نه محرومه کړي، خو موږ هم ژمنه لرو چې د بيمارو په وړاندې د نړيوالې ژمنې سره به سم پوليو ختم کړو."

هغه وويل، په تيرو پنځو کلونو کې، طالبانو نه يوازې د پوليو لږ تر لږه ۶۰ کارکوونکي وژلي، بلکې د پوليو واکسين پر وړاندې يې امرونه هم جاري کړې دي.

کیاني وویل، "خو موږ د دې ګواښونو نه نه ويريږو او غواړو چې دا بيماري، چې د واکسينو له لارې يې مخنيوې کيدی شي، ختم کړو."

هغه زیاته کړه، "موږ د سترو دیني عالمانو ملاتړ ترلاسه کړی دی چې خلکو ته وايي چې دا د مور او پلار دیني مسولیت دی چې د ناروغیو په وړاندې خپل زامن او لوڼې خوندي کړي." هغه زیاته کړه چې د هغه والدېنو شمیر کميږي کوم چې خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه انکار کوي.

مولانا عبدل وحيد، چې په پېښور کې يو دیني عالم دی، وویل چې هغه له خلکو څخه غوښتنه کوي چې واکسین کوي ځکه چې دا د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو د ساتنې لپاره اړینه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یقیني کول د مور او پلار لومړنۍ دنده ده چې د هغوی ماشومانو نه یوازې د پوليو پر ضد بلکې د ټولو وړو بيمارو په وړاندې واکسین ترلاسه کړي دي."

دغه عامه مرسته اغېزمنه ثابته شوې ځکه چې ځايي خلک د واکسينو ورکولو په وړاندې تروريستي او افراطي پروپيګنډه ردوي.

وحيد وويل، "موږ له پکار ده چې په هر کمپاين کې د پنځو کلونو نه کم عمره ۲۵ ميليونو ماشومانو ته اُو پي وي ورکړو چې دوی په راتلونکې کې د معذورۍ په وړاندې خوندې پاتې شي." هغه زياته کړه، نړيوال ديني عالمان د واکسينو ورکولو ملاتړ کوي.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره اسلامي مشاورتي ګروپ (آی ای جي) د نومبر په ۱۴ مه د سعودي عرب په جده کې د يوې غونډې نه وروسته په يو بيان کې وويل، آی ای جي څرګنده کړه چې دا "د واکسينونو په خونديتوب او اغيزمنتوب باندې بارور لري کوم چې په معمولاََ ماشومانو ته ورکړل کيږي... او دا یې ومنله چې دا د اسلامي شريعت سره سمون لري."

د دغه بيان له مخې، ډاکټر يوسف الاثیمېن، چې د اسلامي همکارۍ سازمان سيکريټري جنرل دی، وويل، د دې حقیقت سربيره چې د پوليو ګواښ دومره کم شوی دی چې موږ د پاتې کيسونو حساب او څیړنه کولی شو، خو موږ له پکار نه ده چې اطمينان څرګند کړو ځکه دا یوازې شمیرې نه دي." "دا انسانان دي او هر انسان مهم دی."

افغانستان د پوليو د مخنيوي لپاره کار کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزير فیروز الدین فیروز د وینا له مخې، ترهګر د افغانستان په برخو کې د پولیو وایرس د شتون تر شا دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "طالبان وسله وال روغتیایی کارکونکو ته اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي." "هغوی استدلال کوي چې اُو پي وي داسې جوړ شوي چې ترلاسه کوونکي شنډوي او د مسلمانانو نفوس کموي، چې دروغ دي."

هغه وويل، افغان چارواکو هم ديني عالمان په دې کې شامل کړي چې د واکسينو د خونديتوب په اړه خلک وهڅوي.

فیروز وویل، "موږ توان ونه لرلو چې په ۶ ميليونه آبادۍ کې تقريباََ ۵۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته واکسین ورکړو، خو موږ هیله لرو چې د طالبانو په نفوذ کې د کمي سره به وضعيت ښه شي."

هغه ماشومان د ټولنې نور غړي په خطر کې اچوي کوم چې د واکسین نه اخیستلو لپاره مشروع طبي دلیلونه لري، لکه نوي زیږیدلي ماشومان او هغه کسان چې د مدافعت کمزوري نظامونه لري.

فيروز وويل، "موږ ژمنه لرو چې پوليو ختم کړو." هغه زياته کړه چې په پوله باندې د وايرس د خپريدو د مخنيوي لپاره له پاکستان سره کار کول ضروري دی."

فيروز وويل، "موږ په پوله باندې ترانزيټ پوسټونه جوړ کړي چېرته چې ماشومان دغه څاڅکي ترلاسه کوي." هغه وويل، پولې ته نږدې په هغه سيمو کې، چې د پوليو د خطر سره ډير زيات مخامخ دي، تقريباََ ۴۸۴ دايمي ټرانزيټي ځایونه موجود دي چيرته چې ماشومان اُو پي وي ترلاسه کوي.

د نړیوال روغتیایي سازمان ډايريکټر جنرل ډاکټر ټډروس اډهنوم ګیبریسس افغانستان او پاکستان ته د څلورو ورځو سفر نه وروسته د جنورۍ په ۸ مه په يو خپور شوي بيان کې وويل، ، "موږ باید ټول د دې آخرني هدف ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړو او پوليو پای ته ورسوو." "د ۲۰۱۹ لپاره زما آرمان دی چې د پولیو انتقال صفر ته راشي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نورنہ پوھیزودیوانگریزویڈیومی ولیدہ ویل یی داضررمندشی دہ اوبل دی تہ حیران یم دسہ لپارہ کفارپہ یوہ میاشت کی پہ ارباووڈالرپرمسلمانانوبی عیوضہ خرچ کوی

ځواب