روغتیا

د ترهګر پروپګنډه په دوامداره توګه ماشومان د پوليو له خطر سره مخامخ کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو واکسين ورکونکی د دسمبر په ۱۸ مه په پېښور کې یو ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

يو واکسين ورکونکی د دسمبر په ۱۸ مه په پېښور کې یو ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

پېښور -- د پوليو واکسينو پر ضد د وسله والو هڅې دوام لري چې په پاکستان او افغانستان کې ماشومان په دغه ناروغۍ کې اخته کړي. په دغه دواړه هیوادونو کې په ۲۰۱۹ کال کې په ګډه د ۱۶۰ څخه زیات د پوليو کيسونه رامنځته شوي ول.

په نړیواله کچه د پولیو له منځه وړلو نوښت (جي پي اي آی) له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې، په پاکستان او افغانستان کې په ترتیب سره د وايلډ پوليو ۱۳۶ او ۲۸ کيسونه رامنځته شوي دي.

د نړیوال روغتیا سازمان لپاره د پوليو د له منځه وړلو ویاند اولیور روزنباؤر وویل، ترهګري په ټوله نړۍ کې د پوليو د له منځه وړلو په لاره کې يو خنډ دی، او له دواړو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې ګډې ستراتیژۍ جوړې کړي او ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول يقيني کړي.

یوازې په خېبر پښتونخواه کې د پوليو ۹۲ کيسونه ثبت شوي دي.

د پوليو واکسینو په حق کې د دیني عالم لخوا صادر شوی یو فرمان، چې دلته ښودل شوی، د تير دسمبر په میاشت کې په وروستي کمپاین کې د انکار کوونکو تعداد په کمولو کې مرسته کړې ده. [اشفاق یوسفزۍ]

د پوليو واکسینو په حق کې د دیني عالم لخوا صادر شوی یو فرمان، چې دلته ښودل شوی، د تير دسمبر په میاشت کې په وروستي کمپاین کې د انکار کوونکو تعداد په کمولو کې مرسته کړې ده. [اشفاق یوسفزۍ]

د پوليو د له منځه وړولو لپاره د پاکستان د ملي همغږۍ ډاکټر رانا صفدر وويل، "د واکسین ورکولو پروړاندې د پروپګنډې د مخنیوي لپاره یوه بشپړه نوې ستراتیژي شتون لري ځکه چې موږ هڅه کوو چې په هغه کسانو کې پوهاوي رامنځته کړو کوم چې د پولیو واکسین په ورکولو کې زړه نازړه دي."

پاکستان د واکسین ترلاسه کولو لپاره هغه ۳۹ ملیونه ماشومان لري چې عمر یې د پنځو کالو نه کم دی، خو د والدېنو د انکار له امله د واکسينو نه بغير پاتې کيږي. دا هیواد په کال کې د واکسین ورکولو څلور کمپاينونه ترسره کوي.

هغه وویل، "موږ دیني عالمان، د ټولنې مشران او نفوذ کونکي په کار ګمارلي څو والدېن وهڅوي چې واکسین خوندي دي او د معذورۍ په وړاندې د ماشومانو د ساتنې لپاره ډير اړین دي."

هغه وویل، "موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره هم همغږي پیاوړې کړو. افغانستان هغه بل هیواد دی چیرې چې پوليو په پراخه کچه شتون لري."

نايجيريا یوازنی بل هېواد دی، چيرې چې پوليو شتون لري.

رانا صفدر وویل، ډاکټرانو د دسمبر په مياشت کې د پولې په دواړو غاړو په يو وخت يو کمپاین ترسره کړو چې واکسین ورکول يقيني کړي.

هغه وویل، دغه هیوادونه د نويو کيسونو په اړه د غبرګون پلانونه او معلومات شریکوي.

هغه وویل، "له افغان ډلې سره زموږ وروستۍ مخامخ ناسته په ابوظهبي کې [په نومبر کې] وشوه." "موږ د پولیو نظارت بورډ [پي او بي] په څنډه کې وليدل، چیرې چې د ستونزو او نورې همکارۍ په اړه بحث وشو."

پي او بي د جي پي اي آی څارنه کوي

افغانستان، یو بل هیواد دی چې له ترهګرۍ سره مخ دی، ورته چلند غوره کړی دی.

"د افغانستان د پولیو پر ضد د پروګرام ویاند میر جان راسخ وویل، "په افغانستان کې ټولو اخته شويو ماشومانو ته د والدېنو د انکار له امله واکسین ورنه کړی شول."

هغه وویل، "موږ، د پاکستان سره په همغږۍ، په ۲۰۲۰ کې هڅې ګړندۍ کوو چې میکانیزمونه جوړ کړو او د واکسینو پروړاندې د وسله والو پروپګنډه ناکامه کړو."

راسخ وویل، په تیرو وختونو کې اصلي ستونزه د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې ماشومانو ته واکسین نه ورکول و، چې چارواکو حل کړې ده. هغه زیاته کړه چې دغه هیوادونه اوس د پولو دواړو غاړو ته د پولیو واکسین کمپاین په يو وخت ترسره کوي.

هغه وویل، نږدې ۵۰،۰۰۰ هغه ماشومان يوه لويه مسله ده کومو چې واکسین نه دي ترلاسه کړي، او طبي عمله په هر کمپاین کې ۵.۶ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکوي. دا کمپاینونه په کال کې درې ځله ترسره کيږي.

راسخ وویل، "د پروپګنډې د مخنیوي لپاره، موږ د دیني عالمانو ملاتړ ترلاسه کړې څو خلک وهڅوي چې په اسلام کې د واکسین ورکولو اجازه ورکړل شوې او ترهګر غواړي چې ماشومان معذوره کړي."

هغه وويل، "ترهګر په سکولونو او روغتیایي تاسیساتو کې چاودنې کوي چې ماشومان معذوره کړي او له زده کړې يې محرومه کړي، خو موږ هغو خلکو ته ورته ځواب ورکوو چې غواړي چې موږ بیرته د ډبرې زمانې ته واستوي."

د انکار کولو مسله حل کول

په خېبرپښتونخواه کې د پوليو لپاره تخنیکي ځانګړي کس ډاکټر ندیم جان وویل، پاکستاني چارواکو د والدېنو لخوا د پوليو واکسین ورکولو نه د انکار کولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.

هغه وويل، "يو ځايي ديني عالم چې مخکې يې د واکسين ورکولو مخالفت کړی و اوس زموږ ملاتړ کوي او يو فرمان يې جاري کړی، چې له امله يې د انکار کولو کيسونه خورا کم شوي دي."

جان وویل، "په پېښور کې، موږ به د والدینو د انکار له امله ۵۰،۰۰۰ ماشومان ته واکسين نه شو ورکولی، خو د دسمبر په مياشت کې په وروستي کمپاین کې دا یوازې ۴،۰۰۰ ته راکم شو."

مولانا محمد امین، چې په پېښور کې د مدرسة الکتاب و سنه ډايريکټر دی، د دسمبر په مياشت کې یو فرمان جاري کړو، چې پکې یې له خپلو پلویانو څخه غوښتنه وکړه چې خپلو ماشومانو ته د پولیو پرضد واکسین ورکړي.

هغه وویل، "پخوا به موږ د پولیو واکسین ورکولو مخالفت کولو، خو اوس موږ د طبي څیړنو او د اسلامي پوهانو له لارښوونو وروسته پوهه شوي يو چې څاڅکي خوندي دي او د ماشومانو لپاره اړین دي."

هغه په صوبه کې خپلو ملګرو ته لارښوونه کړې چې ماشومانو ته واکسین ورکول یقیني کړي.

امین وویل، د ترهګرو لخوا د واکسینو پروړاندې پروپګنډه د غندلو وړ ده ځکه چې په دې سره ماشومانو ته زیان رسیږي. هغه وویل، اسلام دا د والدينو لپاره لازمي ګرځوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغه څوک چې د واکسینو مخالفت کوي د دین مخالفت کوي.

امین وویل، د ناروغیو پروړاندې احتیاطي اقدامات د اسلام سره سم دي.

په خېبرپښتونخواه کې د پولیو سره د مبارزې لپاره د بيړني عملیاتو مرکز کوآرډينيټر عبدالباسط وویل، د خفيه ګټو لپاره د پوليو په اړه پروپګنډه د دې ناروغۍ له منځه وړلو کې ترټولو لوی خنډ دی.

هغه وويل، "موږ له رسنیو، مدني ټولنې، اړوندو ادارو [حکومتي ادارو] او د ټولنې له مختلفو برخو څخه غوښتنه کوو چې د ملي هدف ملاتړ وکړي او د پولیو ضد واکسین پروړاندې په مبارزه کې د حکومت سره مرسته وکړي او والدین وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته ټيکې ولګوي."

هغه زياته کړه، د پولیو ضد د لومړۍ کرښې کارکوونکي د وسله والو د ګواښونو سره د کمپاینونو په ترسره کولو کې د خپلې زړورتیا له امله ستاينې ته اړتیا لري.

هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملي مخدره توکو تنظیموونکي د پوليو واکسین تصدیق کړي، او ټینګار یې کړی چې دا ترلاسه کونکو ته زیان نه رسوي.

په پېښور کې د متهرا د سیمې ۴۵ کلن محمد شاه وویل، "په اګست ۲۰۱۹ کال کې، زما په دوو ماشومانو کې يو په پوليو ناورغۍ کې اخته و ځکه چې هغه واکسین نه و ترلاسه کړي." "په تیرو شپږو میاشتو کې، زه خپل دويم زوی ته واکسین ورکوم چې د هغه ښه روغتیا يقيني کړم."

هغه وويل، "زموږ د سيمې ډیر اوسیدونکي پښیمانه دي ځکه چې دوی په افواهګانو باور لرو او خپل ماشومان یې د معذورۍ سره مخامخ کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500