تروريزم

وسله والو د واکسین ورکولو د ټيم دوه ساتونکي پولیس ووژل

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د باجوړ څخه د ملي شورا غړي ګل ظفر خان په باجوړ کې د دسمبر په ۱۵ مه د پوليو واکسین کمپاین د پرانستې په دوران کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [حنیف الله]

د باجوړ څخه د ملي شورا غړي ګل ظفر خان په باجوړ کې د دسمبر په ۱۵ مه د پوليو واکسین کمپاین د پرانستې په دوران کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [حنیف الله]

دیر -- وسله والو د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸ مه) د خېبر پښتونخواه په کوز دیر ضلعه کې د پوليو واکسین ورکولو په امنیتي ټیم باندې په برید کې لږ تر لږه دوه پولیس ووژل.

دغه پرسونل په دې هفته کې په ټول هیواد کې د پوليو پر ضد د پيل شوي کمپاين یوه برخه وه، چې هدف یې په پاکستان کې -- چې په نړۍ کې په هغه دوو هيوادونو کې دی چيرې چې دا فالج زده مرض په عامه توګه شتون لري -- په لسګونو ملیونونو ماشومانو ته واکسين ورکول وو. بل هیواد د دی ګاونډي افغانستان دی.

د پولیسو يو چارواکي عارف شهباز وویل، چې په موټرسایکل باندې سپاره دوو وسله والو دغه برید د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخواه په لال قلعه سیمه کې هغه وخت وکړو، کله چې پولیس د پولیو واکسين ورکوونکو سره د تلو نه مخکې په یو روغتیايي مرکز کې راټول شوي وو.

شهباز زیاته کړه چې "واکسينو ورکوونکو ته هيڅ زيان نه وو رسيدلی." د پوليسو يو بل افسر د دې پيښې او د مړو شمیره تاييد کړه.

د پوليو پرضد جنګ کې کمی

دا برید د دې ناروغۍ پروړاندې د پاکستان لخوا د اوږدې مبارزې په ویجاړونکي کال کې ترسره شو، چې تر اوسه پورې په ۲۰۱۹ کال کې لږ تر لږه ۱۰۴ کيسونه راپور شوي دي.

تير کال، یوازې ۱۲ کيسونه راپور شوي ول.

هیڅ يو کس سمدلاسه د دې وژنې مسؤلیت نه دی منلی، خو پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو په تیرو وختونو کې د پوليو واکسين ورکوونکي په نښه کړي دي.

د واکسین کمپاینونه د کلونو راهيسې د سخت مزاحمت سره مخ شوي، چې له دې سره زياتره کسان د غلطو معلوماتو او سازشي نظريو له امله خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو نه انکار کوي.

لکه څنګه چې پاکستان د خپلې خاورې څخه د پوليو د له منځه وړلو موخې ته د رسیدو هڅه کوي، د واکسینو پروړاندې په نړيواله کچه د زياتيدونکي خوځښت په توګه یو نوی چيلنج راپورته شوی دی.

دې پدیدې په نړيواله کچه زيات پلويان راجلب کړي، چې د بې بنياده طبي ادعاوو لخوا هڅول شوي او د ټولنیزو رسنیو لخوا خپاره شوي ده، په نتيجه کې هغه زيات ساري مرض بيرته راپورته کوي چې مخکې ختم شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په کورونا اخته ده، او په نړۍ کې ګډوډي شتون لري، نو غوره به نه وي چې دا پيسې د کرونا په مخنیوي باندې ولګول شي. په ټول هیواد کې د دې ناروغۍ (پوليو) یوازې یو څو ناروغان دي، خو په دې باندې په ملیاردونو روپۍ خرچ کيږي، خو ولې موږ د هغې ناروغۍ لپاره ملیاردونه روپۍ نه خرچ کوو چې وبا ګرځيدلې ده او نړۍ ته چيلنج ورکوي، ایا دا د پوليو کمپاین په اړه شک نه رامنځته کوي؟؟ زموږ په هیواد کې، په سلګونه زره یا لسګونه ملیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، حتی چې هغوی د یوې ښې ډوډۍ توان نه لري. ایا دوی به ماسکونه او دستانې او نور څيزونه برداشت کړي؟ بالکل نه. نو، ایا د دوی لپاره د ماسکونو، دستانو او بيړني علاج څه بندوبست شوی؟ ځواب به "نه" وي. نو، ایا دا د عقلمندۍ خبره ده چې داسې وبا ته پام ونه کړو چې ورځ په ورځ په يو خطرناک حالت کې بدليږي او د هغې ناروغۍ علاج وکړو چې د ۱٪ نه کم ناروغان لري.

ځواب