روغتیا

د پولیو يو قرباني په باجوړ کې د واکسینو د اغيزمنتيا په اړه پوهاوې لوړوي

د حنيف الله لخوا

د پولیو یو کارکوونکی د فبرورۍ په ۱۷ مه د باجوړ ضلعې په صادق آباد کلي کې په سخت امنیت کې ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [حنیف الله]

د پولیو یو کارکوونکی د فبرورۍ په ۱۷ مه د باجوړ ضلعې په صادق آباد کلي کې په سخت امنیت کې ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- حضرت ولي، چې ۳۹ کلن دی، د باجوړ ضلعې اوسيدونکی دی او په ماشوموالي کې په پوليو ناروغۍ اخته شوی و، په دې وروستيو کې په ټول هیواد کې د پوليو واکسین ورکولو په څلور ورځني کمپاین کې ګډون وکړو.

د باجوړ ضلعې د روغتیا افسر ډاکټر وزیر خان صافي له مخې، شاه د دوشنبې نه تر پنجشنبې (د فبرورۍ په ۱۷-۲۰ مه) پورې په کمپاین کې د پولیو واکسین د کارمندانو سره يو ځای شو څو هغه والدین وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته يې د واکسین ورکولو نه انکار کړی و.

صافي وویل، شاه د واکسینو پروړاندې د افراطیانو د تبلیغاتو خلاف خپل غږ پورته کړی، او هغه د پوليو په اړه د پوهاوي رامنځته کولو لپاره په کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه اخلي.

هغه وویل، "حضرت ولي شاه د ټولنې لپاره یوه هڅونکي خبره ده، او هغه په تیرو وختونو کې د پوليو په اړه ډیر ذهنونه پاک کړي، ځکه چې منفي تبلیغات د پوليو په اړه خلک ګمراه کوي."

په باجوړ کې د پوليو یو کارکونکی د تير اګست په ۱۹ مه د حضرت ولي شاه (ښي اړخ ته دوهم) په موجودګۍ کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي، کوم چې مخکې مزاحمت کونکي والدین قانع کړل چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي. [حنیف الله]

په باجوړ کې د پوليو یو کارکونکی د تير اګست په ۱۹ مه د حضرت ولي شاه (ښي اړخ ته دوهم) په موجودګۍ کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي، کوم چې مخکې مزاحمت کونکي والدین قانع کړل چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي. [حنیف الله]

حضرت ولي شاه، چې په ماشوموالي کې د پوليو په ناروغۍ کې اخته شوی و، د اګست په ۱۸ مه د باجوړ ضلعې په پرايمري سکول کې زده کونکو ته درس ورکوي. [حنیف الله]

حضرت ولي شاه، چې په ماشوموالي کې د پوليو په ناروغۍ کې اخته شوی و، د اګست په ۱۸ مه د باجوړ ضلعې په پرايمري سکول کې زده کونکو ته درس ورکوي. [حنیف الله]

صافي وویل، "ملکي وګړي باید د پوليو له ټیمونو او د روغتیا له څانګې سره مرسته وکړي ځکه چې پوليو زموږ د ماشومانو راتلونکی ویجاړوي، او بیا دوی مجبوراً په نورو باندې تکیه کوي."

هغه وويل، "د پوليو د له منځه وړلو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د پنځو کالو نه کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

په باجوړ کې یو مذهبي مشر مفتي حنیف الله جان وویل، "د پوليو واکسین حلال دي، او په واکسینو کې څه بد نشته." "دا څاڅکي د پاکستان د سترو اسلامي عالمانو لکه مفتي تقي عثماني او مرحوم سمیع الحق لخوا حلال ګرځول شوي دي."

هغه وویل، د باجوړ عالمان د پوليو ضد کمپاین بشپړ ملاتړ کوي او په خلکو غږ کوي چې د واکسین کمپاین بریالی کړي.

د نورو سره په بریالیتوب کې مرسته کول

شاه نه غواړي چې هیڅ يو ماشوم دغه درد ترلاسه کړي چې هغه په ماشومالي کې ترلاسه کړی و.

هغه وویل، "زه په ماشوموالي کې د پوليو قرباني شوی وم او د معذورۍ له کبه له ډيرو ستونزو سره مخ وم." "سکول ته تلل ډیر مشکل وو ځکه چې زما د کلي نه سکول ډیر لرې و."

شاه وویل، "دا زما لپاره ګرانه وه چې د پیاده تګ لپاره ټاپوړۍ وکاروم، خو ما هیڅکله امید له لاسه ورنکړو."

د روغتیا د کارکوونکو په وینا په تیر شوي ۱۰ کالو کې په باجوړ ضلعه کې ۳۹ د پولیو کېسونه ثبت شوې دي.۱۵ کېسونه په ۲۰۰۹ کې ثبت شوي ول، ۱۱ په ۲۰۱۰ کې، دوه په ۲۰۱۱ کې، پنځه په ۲۰۱۲ کې، پنځه په ۲۰۱۸ کې او يو په ۲۰۱۹ کال کې ثبت شوي ول.

شاه وویل، "په تیرو وختونو کې د پوليو وایرس د خپریدو اصلي لامل د وسله والو پروپګنډه وه." هغه زیاته کړه چې په باجوړ کې په دې وروستیو کلونو کې د غير يقيني امنیت له امله د پوليو د پیښو شمیر زيات شوی.

هغه وويل، "په باجوړ کې د سولې د بيا بحالۍ وروسته، د پوليو ټیمونه په اسانۍ سره په ساحه کې کار کوي، په داسې حال کې چې دوی په تیرو وختونو کې توان نه لرلو چې د واکسین ورکولو لپاره په آزادۍ سره تګ وکړي."

د دولسم جماعت پاس کولو نه وروسته، شاه په خپل کلي مومينزو کې په پرايمري سکول کې د ښوونې لپاره وګمارل شو. د ۲۰ کالو څخه ډیر خدمت کولو وروسته، هغه د مشر ښوونکي په توګه وټاکل شو.

شاه وویل، "پولیو زما پښې او لاسونه په نښه کړل او زه یې معذوره کړم، خو زه باور لرم چې يو معذوره کس د نورمال شخص نه زيات سخت کارکونکی کيدې شي."

په ۲۰۰۹ کې، شاه انجمن بحالي معذوران جوړ کړو، چې دا يو داسې سازمان دی چې په باجوړ کې د معذورانو ملاتړ کوي. تر دې دمه، دې له ۲،۰۰۰ څخه زیاتو داسې کسانو سره یې مرسته کړې ده.

شاه وویل، "د دې سازمان د جوړولو اصلي هدف د معذورانو سره مرسته کول دي ځکه چې ما په ماشومتوب او ځوانۍ کې د معذورۍ درد محسوس کړی دی."

هغه وویل، د باجوړ ضلعه د ۷،۰۰۰ نه زيات داسې اوسیدونکي لري چې معذوره دي، او دا د ملاتړ لپاره هیڅ مناسب سازمان نه لري. "نو ما د خپلو ملګرو سره د مرستې لپاره دا نوښت پيل کړو."

هغه وویل، "ما د مهارتونو یو مرکز هم جوړ کړی چیرې چې معذوران د خیاطۍ مهارتونه زده کوي." هغه زیاته کړه چې ۲۰۰۰ معذورانو روزنه بشپړه کړې او د مسلکي خياطانو په توګه د کورنۍ سره مرسته کوي.

د روغتیایي کارمندانو لپاره سخت امنیت

د باجوړ ضلعی د پولیسو افسر پیر شهاب علی شاه وویل، "د پولیو [واکسین] څلور ورځنی کمپاین د سخت امنیت لاندې په باجوړ کې په کاميابۍ سره پای ته ورسیدو."

هغه وویل، "نږدې ۱،۹۰۰ پولیس د کمپاین د امنیت لپاره ځای پر ځای شوي ول، او څه بده پیښه نه وه رامنځته شوې."

په داسې حال کې چې په باجوړ کې د واکسینو کمپاین سوله ایز و، وسله والو د پاکستان په نورو سیمو کې د پوليو واکسین په کارکوونکو باندې برید کولو ته دوام ورکوي.

چارواکو وويل، د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸ مه) په ډيره اسماعیل خان کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې، چې هدف يې د پوليو واکسين کارکونکي ول، یو پولیس ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

د ضلعې د پولیسو مشر وحید محمود وویل، د پوليو يو ګاډی، چې د پولیو د يو ټيم څارنه يې کوله، د ښار په څنډو کې په نښه شو.

هغه ای اېف پي ته وویل، "دا آی اي ډي [د لاس جوړ شوي چاوديدونکي توکي] چاودنه وه، چې زموږ په کې یو پولیس شهید او دوه نور ژوبل شول."

د پوليسو يو سيمه ییز چارواکي صداقت خان د مرګ ژوبلې تاييد وکړو.

هیڅ يو کس سمدلاسه مسؤلیت نه دی منلی، خو تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو په تیرو وختونو کې د پوليو واکسين ورکوونکي په نښه کړي دي.

د جنورۍ په ۲۹ مه، نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخواه په صوابۍ ضلعه کې د ښځینه پولیو دوه کارګران ووژل.

"موږ به په هر قیمت پوليو ختم کړو"

د خېبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ د فبرورۍ په ۱۶ مه په یو بیان کې وویل، "دا هم ترهګري ده که چیرې څوک خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي ... حکومت غواړي چې د دوی ماشومان د تل عمر معذورۍ نه خوندي وساتي."

"موږ به په هر قیمت د پوليو ناروغي ختم کړو چې خپل راتلونکی خوندي او سالم وساتو او خپل ماشومان له معذورۍ نه خوندي وساتو."

په ټول هیواد کې د پوليو واکسین کمپاین موخه ۳۹ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

صافي وویل، په باجوړ کې هدف ۲۲۹،۷۳۸ ماشومانو ته واکسين ورکول و او موږ ... دا هدف ترلاسه کړی دی.

د شوکت له مخې، په خېبر پښتونخواه کې حکومت هڅه وکړه چې له ۶.۷ ملیونو نه ډیر ماشومانو ته واکسین ورکړي.

پاکستان د افغانستان او نایجریا سره په هغه دريو هیوادونو کې دی، چیرې چې دا فالج زده ناروغي لاهم شتون لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حضرت ولي زموږ اتل دی. حضرت ولي زنده باد.

ځواب