روغتیا

خېبر پښتونخواه له مرګوني برید وروسته د پوليو کارکوونکو لپاره امنیت ټینګوي

د جاويد خان لخوا

پولیس د فبرورۍ په ۳ مه د پولیو د دوو ښځینه کارکونکو ساتنه کوي، په داسې حال کې چې دوی د صوابۍ په پارمولۍ سيمه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي. [جاوید خان]

پولیس د فبرورۍ په ۳ مه د پولیو د دوو ښځینه کارکونکو ساتنه کوي، په داسې حال کې چې دوی د صوابۍ په پارمولۍ سيمه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي. [جاوید خان]

پېښور -- چارواکو وويل چې خېبر پښتونخواه د جنورۍ په ۲۹ مه په صوابۍ ضلعه کې د دوو ښځینه کارکونکو له وژلو وروسته د پوليو واکسین ټيمونو لپاره امنیت زيات کړی دی.

د چارواکو په وینا، نامعلومو کسانو د جنورۍ په ۲۹ مه د پوليو پر ټیم هغه وخت ډزې وکړې کله چې دې خپله دنده ترسره کوله.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي د فبرورۍ په ۳ مه وویل، "د پولیو ټیمونو ته د امنیت چمتو کولو په اړه د ټولو سیمه ایزو پولیسو مشرانو سره ویډیو کانفرنسونه کيږي."

هغه زیاته کړه چې د خېبرپښتونخواه پولیسو مختلفو ضلعو ته زياتې بشري سرچینې چمتو کړي چې سخت امنيتي انتظامات يقيني کړي. د پولیسو او فرنټير کانسټبلرۍ (اېف سي) دستې هغه ضلعو ته رسیدلي چیرې چې بشري ځواک کم و.

د پولیو یوه ښځینه کارکوونکي د فبرورۍ په ۳ مه په سخت امنیت کې په صوابۍ کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [جاوید خان]

د پولیو یوه ښځینه کارکوونکي د فبرورۍ په ۳ مه په سخت امنیت کې په صوابۍ کې یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [جاوید خان]

د صوابۍ ضلعې د پولیسو افسر عمران شاهد وویل، "موږ د هزاره سیمې څخه ډیر پولیس او ایف سي ترلاسه کړل، چې وروسته له هغې موږ د پولیو ډلو امنیت نور هم زیات کړی دی."

هغه وویل چې پولیسو په صوابی کې د تګ راتګ ټولې لارې پیاوړې کړي دي.

شاهد وویل، "د پوليو د ټیمونو د امنیت لپاره د ګومارل شویو پولیسو شمیر له ۵۶۰ څخه تر ۱،۳۶۰ پورې لوړ شوی دی." هغه زياته کړه چې دوه پولیس افسران د هر ښځینه ټیم او هر یو نارینه ټیم سره وي.

هغه وويل، "د واکسین کمپاین پرمهال ګشت کول هم ډیر شوی چې د پولیو ټیمونو او عامو خلکو ته د امنیت احساس ورکړي."

په درېو کلونو کې ۱۳ بریدونه ناکامه کړی شول

د خېبر پښتونخواه د پولیسو ډي آی جي (آپريشنز) کاشف عالم وویل، "د صوابۍ پیښې نه مخکې، پولیسو [په خېبرپختونخواه کې] په تیرو درېو کلونو کې د پوليو پر ټیمونو باندې د ۱۳ بریدونو مخه نیولې ده."

هغه وویل، ترهګرو په خېبرپښتونخواه کې د پوليو ټیمونه په نښه کړل او په تیرو دریو کلونو کې یې ۱۷ بريدونه ترسره کړل، چې د پوليو یو کار کوونکی په کې ژوبل شو. هغه زیاته کړه چې په دې پیښو کې درې پولیسو خپل ژوند قرباني کړو.

عالم وویل، "موږ د صوابۍ پیښې په اړه څیړنې وروسته له هغې کوو کله چې حکومت د لويې کچې درې کسيزه کميټي جوړه کړه." هغه وویل، پولیس، د سیمه ایزو منتظمینو او د پوليو واکسین تنظیمونکو سره، به د پولیو زرګونو ټیمونو لپاره د امنیتي تدابیرو بیاکتنه او ارزونه وکړي.

د سیمې مشران او ټاکل شوي چارواکي به هم د پولیو له ټیمونو سره موجود وي چې د دوی امنیت يقيني کړي.

نذير محمد، چې د سویلي پېښور ناظم دی، وويل، "دوی د پاکستان نه د هغه بيمارۍ د له منځه وړلو لپاره ډير غوره کار کوي کومه چې معذوري رامنځته کوي، او له همدې امله موږ ټول په کمپاین کې د دوی ملاتړ کوو."

هغه زیاته کړه، ټول ملت باید پاکستان د پوليو نه په پاکولو کې خپل رول ترسره کړي.

پاکستان په هغه دريو هيوادونو کی دی چيرې چې پوليو شتون لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام، زه په دې ویب پاڼه فضول راپورونه ګورم. د پاکستان په اړه د راپور ورکولو پرځای، ستاسو ویب پاڼه د خېبر پښتونخواه څخه فضول راپورونه وړاندې کوي، شاید تاسو په دغه صوبه کې خپل دفتر لرئ. زه به تاسو ته وړاندیز وکړم چې د دې نوم له پاکستان فارورډ څخه خېبر پښتونخواه پټانز فارورډ ته بدل کړئ.

ځواب