روغتیا

د واکسینو څخه انکار په خېبر پښتونخواه کې خورا کم شوی، چې د طالبانو مخ په کميدو نفوذ په ګوته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پېښور کې د اګست په ۱۳ مه یو روغتیایي کارکوونکی ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې د اګست په ۱۳ مه یو روغتیایي کارکوونکی ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه په قبایلي ضلعو کې ډير والدېن خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو اجازه ورکوي، چې دا په سیمه کې د طالبانو مخ په کميدو نفوذ په ګوته کوي.

طالب وسله وال په سوات، پخوانۍ فاټا او د خېبر پښتونخواه په نورو سيمو کې د پولیو واکسین نوښتونو د مخنیوي کولو لپاره بدنام دي.

البته، پوځي عملیاتو دغه سیمې د یاغیانو نه په پاکولو کې مرسته کړې ده، چې کورونيو او د واکسينو ټيمونو ته د ګواښ کولو لپاره یې د دوی وړتیا ختمه کړه.

د چارواکو له مخې، د واکسینو ورکولو وروستی پروګرام د امنیت بدلیدونکی وضعیت په ګوته کوي.

په باجوړ ضلعه کې یو روغتیایي کارکونکی د اګست په ۱۴ مه ماشومانو ته د واکسين ورکولو وروسته په يو کور نښه لګوي. [د اشفاق يوسفزۍ نه په مننه]

په باجوړ ضلعه کې یو روغتیایي کارکونکی د اګست په ۱۴ مه ماشومانو ته د واکسين ورکولو وروسته په يو کور نښه لګوي. [د اشفاق يوسفزۍ نه په مننه]

یو روغتیایي کارکونکی د اګست په ۱۵ مه په شمالي وزیرستان ضلعه کې د درې ورځني کمپاین پرمهال يو ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

یو روغتیایي کارکونکی د اګست په ۱۵ مه په شمالي وزیرستان ضلعه کې د درې ورځني کمپاین پرمهال يو ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

په قبايلي ضلعو کې د پوليو واکسين يو چارواکي ډاکټر افتخار علي وويل، "د درې ورځني کمپاين، چې د اګست په ۱۳ مه پيل شوی و، پايلې خورا هڅوونکې دي، په ځانګړي توګه په قبايلي ضلعو کې چې اوسيدونکو د وسله والو طالبانو د واکسينو پر ضد پروپيګنډه رد کړه."

هغه وویل، په خېبر پښتونخواه او پخوانۍ فاټا کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو لپاره د والدینو له خوا د انکار کولو په شمیر کې د جنورۍ په میاشت کې له ۲۰۰۰۰۰ څخه د اګست په مياشت کې ۷۱۱۷۰ ته راکم شوی دی.

هغه وویل، "په باجوړ ضلعه کې، د والدېنو شمیر چې خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه انکار کوي، د جنورۍ په کمپاین کې د ۳۰۳۵ په پرتله صفر و. ټولو ۲۳۳۱۵۳ هدفي ماشومانو واکسین ترلاسه کړل."

د پاکستان د روغتیا وزارت له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې، کله چې وسله والو د پوليو واکسین ټیمونه په نښه کول پیل کړل، په ټول هیواد کې د واکسین پروګرام سره په تړلو پیښو کې ټولټال ۴۷ کسان وژل شوي دي. ډان ورځپاڼې د سپتمبر په ۱۴ مه راپور ورکړو چې په وژل شویو کسانو کې ۳۶ د پوليو واکسین کارکونکي او ۱۱ کسان د امنیت منسوبين ول.

په خېبرپښتونخواه کې، په ورته موده کې په ورته پیښو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي، چې په دې کې د واکسین ورکولو ۱۸ کارکوونکي او اوه پولیس شامل دي.

واکسینو ته پراخه لاسرسی

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، په ۲۰۱۹ کال کې، خېبر پښتونخواه په هیواد کې په ۱۴۷ کسانو کې په ۹۳ کسانو کې د ځنګلي پولیو ویروس لومړی ډول (ډبليو پي وي ۱) او په ۲۲ کې په ۱۶ کسانو کې يې د واکسین څخه ترلاسه شوي پولیو ویروس (سي وي ډي پي وي ۲) راپور ورکړو.

په ۲۰۲۰ کال کې، خېبر پښتونخواه تر دې دمه په ملي کچه په ۷۰ ډبليو پي وي ۱ کې ۲۲ او سي وي ډي پي وي ۲ په ۶۰ کېسونو کې ۴۲ کېسونه ثبت کړي دي.

په اورکزۍ ضلعه کې د پولیو د واکسین ورکولو د کمپاین سپروايزر جاوید شاه وویل، ځینې پاکستانیان "د افراطي ډلو د پروپيګنډو ښکار کیږي چې دا غلط فهمۍ يې رامینځته کړي وې... چې په اسلام کې د واکسین ورکولو اجازه نشته او دا چې ترلاسه کونکي شنډوي او کمزوري کوي."

"سربیره پردې، دوی ملکي وګړي دې ته اړ کړل چې د واکسینو نه ډډه وکړي."

شاه زیاته کړه چې د وسله والې ډلې تبلیغاتي کمپاین په پراخه کچه له پامه غورځول کيږي.

هغه وويل، اوس چې د پوليو واکسینو ته لاسرسی زيات شوی، نو ډیر والدېن ترې ګټه پورته کوي.

"په قبایلي سیمو کې د طالبانو د غیرقانوني واکمنۍ پرمهال، زياتره اوسیدونکو خپل ماشومان خېبر پښتونخواه ته د واکسین ورکولو لپاره وړل، خو اوس ټول والدېن کولی شي چې خپلو ماشومانو ته په خپله دروازه کې واکسین ورکړي."

د خېبر پښتونخواه د روغتيا ادارې د يو راپور له مخې، د واکسين ورکولو وروستې کمپاين يوه بريا ثابته شوې ده، په داسې حال کې چې هغه ۴.۲ ملیونه ماشومانو ته واکسين ورکړل کيږي د کومو چې عمر له پنځه کالو څخه کم دی، چې د پوښښ کچه يې ۹۹.۹٪ ده.

د ګواښونو څخه نه ويريدل

په صوابۍ ضلعه کې، چیرې چې وسله والو د جنورۍ په میاشت کې د واکسین ورکولو ډلې دوه ښځینه غړې وژلې وې، د اګست په میاشت کې د روغتیا مسلکيانو د ترهګرو ګواښونه رد کړل او ماشومانو ته يې واکسين ورکړل.

په صوابۍ کې یوې روغتیایي کارکوونکي نسیم بیګم وویل، "موږ خبر یو چې ترهګر نه غواړي چې زموږ ماشومان روغ او لوستي ويني، خو موږ دې ته اجازه نه شو ورکولی." "له همدې امله، موږ هر کور ته د پولیسو تر څارنې لاندې لاړو او ټولو ماشومانو ته مو واکسین ورکړل."

نسيم بیګم، چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل چې وسله والو په تیرو وختونو کې سکولونه ویجاړ کړي ول او د پوليو د واکسین ټیمونو یې مخه نيولې وه ځکه چې دوی غوښتل چې اوسیدونکي نالوستي پاتې شي او ناروغه شي چې د دوی ناوړه اجنډې ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي.

هغې وویل، "موږ د ګواښونو څخه نه ويريږو او د خپل راتلونکي نسل ساتنې ته به دوام ورکړو."

شمالي او جنوبي وزیرستان، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د وسله والو مرکز پاتې شوی و، د جنورۍ په میاشت کې د ۱۴۰۰۰ په پرتله د واکسین په وروستي کمپاین کې یوازې ۴۰۰۰ انکارونه ثبت کړل، ځکه چې والدېنو په دې کې همکاري وکړه او پوځ روغتیایي کارکونکو ته امنیت چمتو کړو.

ډاکټر محمد سلمان، چې په دې صوبه کې کار کوي، وویل چې "په ۲۰۱۳ کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو لخوا، چې هلته کې يې واکمني لرله، د بندیز له امله د پوليو ۱۷۰ کېسونه ثبت شول."

سلمان وویل، "خو اوس، هلته کې دوه کېسونه شتون لري، او موږ هيله لرو چې په راتلونکي کال کې به هلته کې هیڅ ناروغه ماشوم نه وي."

هغه په تیرو وختونو کې د پوليو واکسین د مخه نيولو لپاره وسله وال تورن کړل.

هغه زیاته کړه، "اوسیدونکو د وسله والو څخه ګواښونه تر لاسه کړل، او والدېنو د انتقام اخيستلو د ويرې له امله د واکسین ورکولو نه انکار وکړو." "په دې وروستي کمپاین کې، والدېن په خوشحالۍ سره ماشومانو ته اُو پي وي [د خولې پولیو واکسین] ورکوي."

د طبي کارکونکي ساتنه

هغه وویل، د دې بریا لپاره کریډیټ عموماً پوځي ځواکونو ته، چې ياغيان يې له قبایلي سیمو څخه وويستل، او زړورو روغتیایي کارکونکو ته ځي، چې د ګواښونو سره يې کور په کور کمپاین ترسره کړو.

په پېښور کې د روغتیا پخوانې مدیر ډاکټر محمد سهیل وویل، دا د مايوسۍ خبره ده چې پاکستان او افغانستان په دنيا کې د پوليو يوازيني هيوادونه دي چېرته چې دا ناروغي موجود ده.

هغه وويل، "پوليو یوازینۍ ناروغي ده چې د واکسین ورکولو له لارې له منځه وړل کیدی شي." "موږ اړتیا لرو چې هر ماشوم ته واکسين ورکړو چې د پولیو ویروس پروړاندې د هغه معافیت لوړ کړو، ترڅو دا ناروغي د تل لپاره ختمه شي."

د خېبر پښتونخواه پولیسو د اګست په مياشت کې د واکسین ورکولو ټيمونو د ساتنې لپاره ۲۵۰۰۰ کسان ځای پرځای کړل.

په پېښور کې د پولیو افسر ډاکټر ظهیر احمد وویل، "د درې ورځني کمپاین په جریان کې، د تاوتریخوالي هیڅ يوه پیښه نه وه پيښه شوې، چې له دې کبله دغه کمپاين په اسانۍ سره ترسره شو."

په سویلي وزیرستان کې د سکول ښوونکي شریف احمد وویل چې د هغه دوه ماشومان د پوليو ناروغي لري ځکه چې هغه د دې واکسین کولو توان نه لرلو. اوس، د واکسین په هر يو کمپاین کې، هغه خوشحاله دی چې خپل ترټولو کوچني ماشوم ته د څاڅکو په ورکولو کې مرسته وکړي.

"طالبانو د پوليو واکسین په کلکه منع کړې و، او موږ له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ پورې خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړل." اوس، زه له خلکو څخه غوښتنه کوم چې ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ماشومانو ته واکسین ورکړل شوي دي. "

په مهمند ضلعه کې يو عالم مولانا مصطفی وویل، طالبانو د اسلام نوم په کارولو سره د سیمې خلک ګمراه کړل چې دوی خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه منع کړي.

هغه وویل، "طالبان ناپوهه دي: اسلام د ناروغیو څخه د ماشومانو د ساتنې پر اهميت ټینګار کوي. دا د مور او پلار لومړنی مسؤلیت دی چې خپل ماشومان د ناروغیو په وړاندې خوندي کړي."

مصطفی وویل، "زه له خلکو څخه غوښتنه کوم چې د واکسینو پروړاندې د وسله والو پروپيګنډو ته پام ونه کړي او خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسین ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500