تجزيه

روسیه ایران ته د اېس يو-۳۵ جنګي الوتکو په سپارلو کې پاتې راغلې، چې د اتحاد د ثبات په اړه ګونګوسی رامینځته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

روسي سوخي-۳۵ (سو-۳۵) جنګي الوتکه د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۶مه د سوریې د لاتیکیا صوبې په میمم کې د روسیې د پوځي اډې نه اوچتيږي. [مکسیم پوپوف/ای اېف پي]

روسي سوخي-۳۵ (سو-۳۵) جنګي الوتکه د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۶مه د سوریې د لاتیکیا صوبې په میمم کې د روسیې د پوځي اډې نه اوچتيږي. [مکسیم پوپوف/ای اېف پي]

سره له دې چې د ایران رژیم د دې کال په پېل کې له ماسکو سره ډېر اټکل شوی او خورا ستايل شوی تړون لاسلېک کړو، په وروستیو ورځو کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې روسیه به ایران ته ​سوخوي - ۳۵ (اېس يو-۳۵) الوتکې​ ورنه کړي.

ایراني چارواکو د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړو چې دوی روسیې ته ۲۴ سوخوي-۳۵ جنګي الوتکې ارډر ورکړی، او "په درېو میاشتو کې" به یې ترلاسه کړي.

اېس يو-۳۵ جنګي الوتکې د اېس يو -۲۷ الوتکو د د ۲۰۱۳ کال يو قسم دی. اصلي اېس يو-۲۷ جنګي الوتکه د ۱۹۷۰ عشرې د شوروي هوايي ځواک نوښت د یوې برخې په توګه جوړه شوې وه.

تمه کېده چې اېس يو-۳۵ جنګي الوتکې به د ایران د هوایي ځواک ترټولو عصري جنګي الوتکې وي، او همدارنګه له ۱۹۹۰ راهیسې به د ځواک د الوتکو لومړی نوی سیسټم جوړ شي، کله چې ایران د پخواني شوروي اتحاد څخه ميګ-۲۹ او سو-۲۴ جنګي الوتکې ترلاسه کړې.

وروستۍ الوتکه چې ایران له روسیې څخه پیرود کړې وه ميګ-۲۹ الوتکه وه، چې په ۱۹۹۰ کې اخيستل شوې وه. [همشهري آنلاین]

وروستۍ الوتکه چې ایران له روسیې څخه پیرود کړې وه ميګ-۲۹ الوتکه وه، چې په ۱۹۹۰ کې اخيستل شوې وه. [همشهري آنلاین]

د ایران صدر ابراهیم رئیسي په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې د دوما له مشر ویاچلاو ولادین سره ناست دی. د ایران "ختیځ ته وګوره" پالیسۍ دا روسیې ته نږدې کړې ده. [president.ir]

د ایران صدر ابراهیم رئیسي په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې د دوما له مشر ویاچلاو ولادین سره ناست دی. د ایران "ختیځ ته وګوره" پالیسۍ دا روسیې ته نږدې کړې ده. [president.ir]

د راپورونو له مخې، مصر اېس يو-۳۵ جنګي الوتکې په ۲۰۱۹ کال کې ارډر کړې چې ایران ته د ليږدولو لپاره ټاکل شوي وي، خو هېڅکله ونه سپارل شوې.

له ماسکو څخه د پیرودلو لپاره د تهران د تړون خبرونه په فبرورۍ کې هم دوام کوي، په داسې حال کې چې د ایران پوځي چارواکي وایي چې د ایران د هوایي ځواک بیړۍ زړه شوې او "د څلورم او پنځم نسل جنګي الوتکې" نلري.

په هغه وخت کې، د ایران د مجلس (پارلمان) غړي، شاهريار حیدري، چې د ملي امنیت په کمیټۍ کې کار کوي، په ډاډ سره وویل چې جنګي الوتکې به د نوي لمریز کال (چې د مارچ په ۲۱مه پیل شوی دی) په پېل کې ایران ته وسپارل شي.

د مارچ په میاشت کې، چې د الوتکو د راتګ تمه کېده، د ایران حکومت وویل چې دې "له روسیې څخه د ۲۴ اېس يو-۳۵ الوتکو د پیرودلو تړون حتمي کړی دی".

د ځینو راپورونو له مخې، دا تړون په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د پخواني صدر حسن روحاني د دویمې دورې په جریان کې ترسره شو، او تهران په هغه وخت کې د پیرود لپاره ټولې پیسې ورکړې.

د جون په میاشت کې، د ایران د هوایي ځواک کمانډر بریګيډير جنرل حمید واحیدي په یوې تلویزیوني مرکه کې د اېس يو-۳۵ جنګي الوتکو په اړه پوښتنو او اټکلونو ته ځوابونه ورکړل.

هغه وویل، "موږ دوی ته اړتیا لرو، خو نه پوهیږو چې کله به دوی زموږ په بېړۍ کې شاملې شي، ځکه چې دا یوه مسله ده چې د لوړ پوړو چارواکو لخوا پریکړې کولو ته اړتیا لري."

لکه څنګه چې د اسلامي جمهوریت پورې اړوند ټولو مسلو کې، توضیحات خفيه او نامعلوم دي، چې لامله یې په دې اړه ډېر ګونګوسی رامنځته کیږي.

د صدر ابراهیم رئیسي انتظاميه پدې اړه هېڅ ندي ويلي چې ایا روسیې ته پېسې ورکړل شوي، پداسې حال کې چې ایراني رسنیو اکثراً د کورنیو معلوماتو د کمي په ترڅ کې د بهرنيو رسنیو حواله ورکړې، او په بهر کې د فارسۍ ژبې رسنیو د دې تړون په اړه متنازعه راپورونه خپاره کړي دي.

'شورماشور'

د اېس يو-۳۵ الوتکو د سپارلو په اړه د بحث او ګونګوسي سره، دا په جولای کې روښانه شوه چې د اوږد انتظار جنګي الوتکې به ايران ته راونه رسيږي، پداسې حال کې چې نه د ايران او نه روسيې حکومت پدې هکله څه وضاحت ورکوي.

د جولای په ۲۰مه، د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني د جنګي الوتکو د رارسیدو په اړه یوې پوښتنې ته پدې الفاظو کې ځواب ورکړو، "دا په پام کې نیولو سره چې موږ ځینې وړتیاوې لرو، موږ ممکن د [ځانګړي] تجهیزاتو پیرود اړتیا احساس ونه کړو."

هغه وړاندیز وکړو چې "نور هېوادونه ممکن د پیرودلو لپاره ایران ته هم راشي". هغه يادونه وکړه چې "ایران په تخنیکي، ساینسي، تولید، جوړولو، څېړنې او ټولو هوایي [د ځواک پورې اړوند] اړخونو کې د نړۍ په غوره هېوادونو کې شمارل کيږي".

هغه وویل چې "لکه څنګه چې حالات زموږ لپاره په کور دننه د [جنګي الوتکو] د تولید لپاره مناسب دي، موږ دې پایلې ته رسیدلي يو چې موږ کولی شو دا په هېواد کې تولید کړو".

هغه زياته کړه، سره لدې، ایران خپل اختیارونه په پام کې نیسي.

په ایران کې مېشت پوځي شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "ایران له ۱۹۹۰ کال راهیسې هڅه کوي چې جنګي الوتکې واخلي، وروسته له هغې چې د ایران او عراق جګړه پای ته ورسیده، خو دا کار يې ندی ترسره کړی."

دغه شنونکي وویل، "رژیم ډاډمن و چې دا یوه بشپړه معامله وه او د دې په اړه یې ډېر شور او غوغا وکړه، او هڅه یې وکړه چې نړۍ ته دا باور ورکړي چې دا له روسیې سره په اتحاد کولو سره خورا لوی ځواک جوړیږي."

هغه وویل چې دا ټوله هسې يوه ډرامه وه، او زیاته یې کړه چې ځینې راپورونه وايي چې روسیې ايران ته د اېس يو-۳۵ الوتکو او خپلې ټیکنالوژۍ، پرزو او خدماتو صادرولو پروړاندې پریکړه وکړه، خو دا په بشپړ ډول روښانه نده چې ولې دا تړون لغوه شو.

هغه زیاته کړه چې حتی دا روښانه نده چې آیا دا تړون لغوه شوی، یا روسیې په ساده ډول د اېس يو-۳۵ الوتکو له سپارلو څخه ډډه کړې ده.

په ښه حالاتو کې ستونزې

د ایران د تاادول ورځپاڼې لخوا د یو نامعلوم ایراني ژورنالیست په وينا، د هوايي ځواک کمانډر واحدي د اېس يو-۳۵ جنګي الوتکو د پیرود مخالف و، خو دا روښانه نده چې ولې.

د دغه راپور له مخې، د روسیې حکومت د بل څه دليل له کبله هم د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره ایران ته د اېس يو-۳۵ الوتکو ټیکنالوژۍ، پرزو او ترمیم کولو لپاره د خپل مخالفت اعلان کړی.

ځینې څارونکي وايي، دا تحويلي ممکن د دې له کبله لغوه شوې وي چې د ايران پوځ د څو کلونو راهيسې پرزو او ترمیم ته اړتيا لرله، او د ټیکنالوژۍ د لیږدولو غوښتنه يې وکړه چې خپل تولید او د ترميم کولو عملیات پېل کړي.

ښکاره اختلاف په داسې حال کې دی چې ایران او روسیې په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال اړیکې ژورې کړې، ​تهران ماسکو ​ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او ​په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو د یوې فيکټرۍ د جوړولو لپاره تړون لاسلیک کوي​.

د راپورونو له مخې، یو ایراني پلاوي د جنورۍ په ۵ مه د روسيې د يالبوګ ښار څخه لیدنه وکړه او یو "خالي ځای" یې وکتلو چېرې چې به د ډرون د تولید مرکز جوړیږي.

د وال سټریټ ژورنال او ایراني رسنیو له مخې، دا مرکز به د شهيد-۱۳۶ ډرون د پرمختللي ډول ۶۰۰۰ ډرونونه توليد کړي.

د الوتکو پیرود هم په داسې حال کې ترسره کیږي چې ایران -- چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له ګډوډۍ څخه ګټه پورته کوي -- هڅه کوي په سوریه کې برلاسی ترلاسه کړي، چېرې چې دواړه هېوادونه متحدین خو سیالان هم دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500