جرم او انصاف

په منځني ختیځ او د اوکراین په بریدونو کې کارول شوي ډرونونه په حقيقت کې 'د ایران لخوا جوړ شوي' دي

د پاکستان فارورډ له خوا

یو پلی کارډ په سعودي عرب کې د توغندي یوه برخه په ۲۰۱۷ کال کې د ایراني تولید کونکي شاهد باقري صنعت هویت او لوګو ښيي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

یو پلی کارډ په سعودي عرب کې د توغندي یوه برخه په ۲۰۱۷ کال کې د ایراني تولید کونکي شاهد باقري صنعت هویت او لوګو ښيي. [جیم واټسن/ای اېف پي]

که څه هم ایران هڅه کړې چې د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو او صادرولو کې خپل رول پټ کړي چې پراکسي او متحدینو یې په منځني ختیځ او اوکراین کې د بریدونو لپاره کارولي دي، خو عدلي شواهد د اسلامي جمهوریت د ګوتو نښې څرګندوي.

د جنورۍ په ۱۳مه په یو راپور کې، د برتانیا د دفاع او امنیت د څېړنې مرکز، د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ (آر يو اېس آی)، هغه عدلي شواهد وړاندې کړل چې ایران په سیمه او هاخوا کې د بې پیلوټه الوتکو (يو ای وي) یا ډرون بریدونو سره لينک کوي.

راپور یادونه کوي چې په سعودي عرب کې د ابقيق او خریس د تېلو په تاسیساتو باندې د سپتمبر د ۲۰۱۹ کال د ډرون بریدونو ملبې په لومړي ځل یوه الوتکه روښانه کړه چې سعوديانو د "نامعلومه ډیلټا ونګ يو ای وي" په توګه تشریح کړه.

که څه هم ایران په عمومي ډول په پوځي پریډونو او نندارتونونو کې خپلې بې پیلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کوي، د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ مشاهده وکړه چې دا ماډل د برید څخه مخکې نه و ښودل شوی، "او نه د دې برید وروسته د پام وړ وخت لپاره ښکاره شو".

د اسراییلو سره وابسته ټينکر اېم ټي مرسر سټريټ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳مه د متحده عرب اماراتو په فجیره بندر کې لیدل کیږي. د جولای په ۲۹مه د عمان څخه لرې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د عملې دوه غړي ووژل شول، چې پړه یې پر ایران واچول شوه. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د اسراییلو سره وابسته ټينکر اېم ټي مرسر سټريټ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳مه د متحده عرب اماراتو په فجیره بندر کې لیدل کیږي. د جولای په ۲۹مه د عمان څخه لرې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د عملې دوه غړي ووژل شول، چې پړه یې پر ایران واچول شوه. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ وویل، خو پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې، د ایران سخت دریځه مشرق خبري اژانس د يو ای ويز ۱۰ ډوله نندارې ته وړاندې کړې ول چې د ځانمرګو ماموریتونو لپاره کارول کېدی شول، چې د توفان (ټايفون) په نوم یوه بې پېلوټه الوتکه پکې شامله وه.

د توفان توضیحات "د ډیلټا ونګ يو ای وي عکس لرلو، چې د هغه عکس په څېر و چې په ۲۰۱۹ کال کې يې سعودي عرب په نښه کړی و."

"د پام وړ خبره دا ده چې "توفان" هېڅکله د ایران لخوا بېرته ونه ښودل شو."

په راپور کې ویل شوي، ممکنه ده چې توفان د سعودي عرب په بریدونو کې د کارول شوې وسلې سرچينه وي، او دا چې ښايي اسلامي جمهوریت په یمن کې د ایران د رول د پټولو لپاره خپل تطابق او وړتیاوې پټې ساتلې وي.

د رنګ لاندې ایرانيان

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي، ایران د حوثیانو بشپړ ملاتړ کوي، هغوی ته "راکټونه، توغندي او بې پېلوټه الوتکې ورکوي، چې د سلطنت په خاوره کې دننه د سعودي پوځي، صنعتي او ملکي زیربناوو باندې د برید لپاره کارول کیږي."

خو لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال پریکړه لیک د یمن په شخړه کې ټولو اړخونو ته د وسلو لیږد منع کوي، "ایران دا دريځ وړاندي کوي چې د حوثیانو ټول توغندي او بې پېلوټه الوتکې په داخلي توګه ډیزاین او تولید شوي دي".

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ وویل، "د دې دريځ ساتلو لپاره، د ایران بالستیک توغندي چې حوثیانو ته په برخو کې قاچاق شوي بیا نومول شوي او بیا رنګ شوي"، پداسې حال کې چې هغه بې پېلوټه الوتکې چې په سعودي عرب برید کوي "په ندرت سره په ایراني رنګونو کې ښودل شوي یا د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا کارول کیږي".

دغه انسټيټيوټ وويل، وروسته له هغې چې په جولای ۲۰۲۱ کال کې مرسر سټریټ ټېنکر برید وشو، د بې پېلوټه الوتکو د ملبې معاینه چې په ډیک کې وموندل شوه "په ډاګه کړه چې دا د سپتمبر د ۲۰۱۹ کال د سعودي برید د "نامعلوم ډیلټا ونګ يو ای وي" سره ورته والی لري."

اسرايلو دغه نامعلومه يو ای وي د ۲۰۲۱ کا په سپټمبر کې د شاهد-۱۳۶ په توګه "وپيژندلو" او لږ وروسته ایران په ښکاره توګه ومنله.

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ وویل، شاهد-۱۳۶ په حقیقت کې د اصلي، کوچنۍ وسلې یوه پرمختللي نسخه ده چې په ۲۰۱۹ کال کې په سعودي برید کې کارول شوې وه، چې اوس د شاهد-۱۳۱ په نوم پیژندل کیږي.

د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې، په اوکراین کې د ایران لخوا ډیزاین شوي او تولید شوي درې ډوله يو ای ويز وموندل شول -- شاهد-۱۳۱، شاهد-۱۳۶ او مهاجر-۶ -- "چې په مکرر ډول د ایران لخوا د وسلو په نندارتونونو او پوځي مشقونو کې ښودل شوي".

ایران په پېل کې روسیې ته د ډرونونو ورکول رد کړل، په داسې حال کې چې روسیې بیا رنګ کړل او د شاهد-۱۳۱ او ۱۳۶ جیران (جیرېنیم) ۱ او ۲ نومونه يې ورته ورکړل.

په ایران کې د ډرون تولید

د ایران پرايمر په وینا، د ایران زياتره ډرونونه په کور دننه جوړیږي، که څه هم نوي شواهد ښیي چې پرزې يې "شاید په خړ بازار کې ترلاسه شوي وي یا په خفيه توګه اخیستل شوي وي".

د شاهي متحده خدماتو انسټیټیوټ له مخې، د شاهد لړۍ ډرونونه د اصفهان سره نږدې د شاهد هوایي چلند صنعت څیړنیز مرکز لخوا ډیزاین شوي، او د ایران د هوایي چلند صنعتي شرکت (هيسا)، چې په تهران کې مرکزي دفتر لري، لخوا تولید شوي.

د ایران د هوایي چلند صنعتي شرکت د ایران د دفاع وزارت لخوا کنټرولیږي او د متحده ایالاتو د خزانې په وینا د متحده ایالاتو بندیزونو لاندې دی.

نیویارک ټایمز (اېن واي ټي) د جنورۍ په ۲۹مه راپور ورکړو چې اصفهان د ایران لپاره د توغندیو د تولید، څېړنې او پراختیا لوی مرکز هم دی او د څلورو کوچنیو اټومي څېړنیزو تاسیساتو ځای دی، چې ټول څو کاله مخکې د چین لخوا چمتو شوي وو.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړو چې په جنورۍ کې، چاودنو "[په اصفهان کې] یو پوځي صنعتي کمپلکس زیانمن کړو چې د ډرون او توغندیو د تولید مرکز ګڼل کېدو"، چې ظاهراً په ټول منځني ختیځ او اوکراین کې د روسیې ځواکونو لخوا کارول کیږي.

نيويارک ټايمز راپور ورکړو، د ایران خبري اژانس ايرنا ادعا وکړه چې دغه مرکز د مهماتو یوه فيکټري وه، که څه هم "دا څرګنده نه ده چې ایران به ولې د شاوخوا دوه ملیون نفوس لرونکي ښار په مینځ کې د مهماتو د تولید فيکټري جوړه کړي."

د ایران په لویدیځ کې کرمانشاه د پوځي بې پیلوټه الوتکو د تولید او ذخیره کولو اصلي فيکټرۍ په توګه پیژندل شوې.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ (اېم اي آی) په وینا، د تبریز په شمال لویدیځ ښار کې د ډرون فيکټري هم شتون لري او د تهران په سویل ختیځ کې د پارچین پوځي کمپلیکس ډرونونه، توغندي او اټومي ټیکنالوژۍ جوړوي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د ایران دودیز (ارتش) هوایي ځواک په یو نامعلوم ځای کې د ځمکې لاندې "سلګونه متره" جوړه شوې نوې اډه پرانستله.

د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړو، د "ایګل ۴۴" اډه جنګي الوتکې او بې پیلوټه الوتکې لري او "د ډېرو جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره ټول اړین تجهیزات لري".

صادرات او بهرنی تولید

د سپاه پاسداران (آی آر جي سي) سره وابسته تسنيم نیوز د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړو، د ایران د وسله والو ځواکونو ستر مشر جنرل محمد باقري تېره میاشت د تفصيلاتو ورکولو پرته څرګنده کړه چې د ایران پوځي تجهیزات "يو څو مشتریان" لري.

د وال سټریټ ژورنال (ډبليو اېس جی) او ایراني رسنیو په وینا، ایران او روسیې د روسیې په یلابوګا ښار کې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فيکټرۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې د شاهد-۱۳۶ د پرمختللي ډول ۶۰۰۰ ډرونونه تولید کړي.

د راپورونو له مخې، یو ایراني پلاوي د جنورۍ په ۵مه له ښار څخه لیدنه وکړه او یو "خالي ځای" یې ولیدو چېرې چې به د ډرون د تولید مرکز جوړ شي.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳مه په یو راپور کې وویل، "د ۲۰۲۲ کال د مۍ په ۱۷مه، ایران په ګاونډي تاجکستان کې د ډرون د یوې فيکټرۍ پرانسته وکړه."

دغه انسټيټيوټ وويل، "دا فيکټري په رسمي ډول په بهر کې د ایران د ډرون تولید لومړنۍ فيکټري ده او ابابیل-۲، چې څو اړخیزه بې پیلوټه الوتکه ده چې د څارنې، جنګي او ځانمرګي وړتيا لري، به تولید او صادر کړي."

په راپور کې ويل شوي، "له دوشنبې سره د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، ایران دا فيکټري جوړه کړه ترڅو تاجکستان او نورو هېوادونو ته د خپلو بې پیلوټه الوتکو صادرات زیات کړي چې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې نه دي."

د منځني ختیځ انسټیټیوټ وویل، له هغه وخت راهيسې چې د ایران صدر ابراهیم رئیسي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دنده پېل کړه، ایران "په سیمه کې د خپلو نیم یا غیر دولتي شریکانو او پراکسيانو څخه هاخوا د خپلو پوځي بې پیلوټه الوتکو لپاره پیرودونکي لټوي."

د راپورونو له مخې، دې د مهاجر-۶ څارنې او جنګي ډرون لپاره ټیکنالوژي وینزویلا ته منتقل کړې، او دوه مهاجر-۶ ډرونونه يې ایتوپیا ته سپارلي دي.

کارنیګي انډوومینټ د اکتوبر په ۲۶ مه په یو راپور کې وویل، سره له دې چې په صادراتو کې څرګنده لېوالتیا لري، خو ایران "یوازې په یو څو دولتونو لکه ایتوپیا، سوډان، تاجکستان او وینزویلا باندې د خپلو وسلو په پلورلو کې محدود بريا ترلاسه کړې ده."

په ياد راپور کې ویل شوي، "د شاهد او مهاجر بې پیلوټه الوتکو ځای پرځای کولو ایران ته د یوې مهمې پروپيګنډې فرصت ورکړی." دا راپور په ګوته کوي چې د سپاه پاسداران ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په کیف کې د ډرون بریدونو ویډیوګانې خپرې کړي دي.

په راپور کې ويل شوي، په روسيې له تمرکز سره، "د ایران وسلو ارزښتناکه پاملرنه او احتمالي راتلونکي پیرودونکي په ځانګړي توګه د بدمعاش رژیمونو او منع شويو دولتونو څخه ترلاسه کړي چې د دې وسلو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500