رسنۍ

فېسبوک وايي چې د چین پروپيګنډه کونکي په بهر کې د اختلاف رامنځته کولو لپاره نوي تاکتیکونه استعمالوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د فېسبوک د اصلي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین د شبکو په تاکتیکونو کې د پام وړ بدلون راغلی. [لیونل بوناوینچر/ای اېف پي]

د فېسبوک د اصلي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین د شبکو په تاکتیکونو کې د پام وړ بدلون راغلی. [لیونل بوناوینچر/ای اېف پي]

د ټولنیزو رسنیو پلېټ فارم د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۱مه) د آسټريلیا قانون جوړونکو ته وویل چې د جعلي فېسبوک اکاونټونو شبکې، چې له چین څخه چلیږي "وده" کوي او د نويو تاکتیکونو د کارولو هڅه کوي.

د بهرنیو لاسوهنو په اړه د مشرانو د جرګې د تحقیقاتو په وړاندې، د اصلي شرکت میټا چارواکو وویل چې په تېرو اوو میاشتو کې د چین د شبکو په "تاکتیکونو کې د پام وړ بدلون" راغلی.

د میټا ویاند جوش ماچین وویل چې د چین د فېسبوک اکاونټونو منظمې شبکې په زیاتیدونکي توګه هڅه کوي چې د ژورنالیستانو، خیریه موسسو او عامه اړیکو شرکتونو په نښه کولو سره په عامه افکارو اغیزه وکړي.

ماچین د پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ ګورو چې د تاکتیکونو بشپړه نوي لړۍ وده کوي."

میټا په دې وروستیو کې د چین د شبکې پورې اړوند لسګونه فېسبوک اکاونټونه لرې کړل چې په اروپا کې یې د غلطو معلوماتو يو منظم کمپاین پرمخ وړلو.

د می په میاشت کې د اکاونټونو لرې کول

د می په مياشت کې، میټا د چین د ۲۰۰ څخه ډېر اکاونټونه لرې کړل چې په ټوله نړۍ کې يې په ټولنیزو رسنیو کې غلط معلومات خپرول.

دا شبکې په چین کې جوړې شوې او په ډېرو سیمو کې يې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په نښه کړل، چې پکې متحده ایالات، اروپا، هند، تبت، تایوان، سب سهارا افریقا، جاپان، منځنۍ آسیا او په ټوله نړۍ کې د اویغور ټولنه شامله ده.

ياد شرکت وويل، "په وروستي چلند کې په لویدیځ کې د مخکښو رسنیو شرکت جوړول، په ټوله نړۍ کې د آزاد لیکوالانو ګمارل، د احتجاج کونکو د ګمارلو وړاندیز کول او په افریقا کې د یوې نادولتي موسسې کارول شامل دي."

په ټویټر کې، د میټا په راپور کې د نوي اروپا مشاهده (New Europe Observation) په نوم یو اکاونټ زهرجن مواد خپاره کړل او په اروپا کې یې مهاجرین او ښځينه همجنسبازان، نارينه همجنسبازان، دوه جنسه کسان او ټرانسجینډر (LGBT) فعالین په نښه کړل.

د تېر اګست په میاشت کې د دې ډلې لخوا په یو ټویټ کې ويل شوي چې دوی په هنګري کې د میلیاردر انسان دوست جورج سوروس، یو تمویلوونکی چې په مکرر ډول د ښي اړخو د توطیو تیوریو هدف دی، په وړاندې په احتجاج کې د ګډون لپاره "د نيم وخت کارکونکي" استخدامول.

د دې د ټویټر ځینو پوسټونو د ښي اړخو اکاونټونو څخه وايرل شوي ټویټونه استعمال کړل.

هغه پروپيګنډه چې په اروپا يې تمرکز کولو داسې مواد لرل چې د چين په شينجيانګ سیمه کې يې ​​د بيجينګ پالیسیو ته وده ورکوله​​.

بیجینګ په تېرو څو کلونو کې له یو ملیون څخه ډېر اویغوریان او نور زياتره مسلمانان او د شينجيانګ د لرې لویدیځې سیمې د ترک ژبي اوسیدونکي د توقیف مرکزونو او زندانونو په پټه شبکه کې توقیف کړي دي.

په دغه تورونو کې ډله ایز بندي کول، اجباري کار، اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500