رسنۍ

میټا د چین مېشته هغه شبکې له مینځه وړي چې په ټوله نړۍ کې ناسم معلومات خپروي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو لیدونکی د اکتوبر په ۳۱مه په هانګ کانګ کې د فينټک هفتې ۲۰۲۲ په لومړۍ ورځ د میټا په بوت کې د مجازي حقیقت هیډسېټ کاروي. ميټا په وروستیو کې د ۲۰۰ ملیونو نه زيات هغه اکاونټونه لري کړل چې ناسم معلومات خپروي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

یو لیدونکی د اکتوبر په ۳۱مه په هانګ کانګ کې د فينټک هفتې ۲۰۲۲ په لومړۍ ورځ د میټا په بوت کې د مجازي حقیقت هیډسېټ کاروي. ميټا په وروستیو کې د ۲۰۰ ملیونو نه زيات هغه اکاونټونه لري کړل چې ناسم معلومات خپروي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

مینلو پارک، کالیفورنیا -- میټا ​​د چین مېشته له ۲۰۰ څخه ډېر هغه اکاونټونه لرې کړي دي چې په ټوله نړۍ کې يې په ټولنیزو رسنیو کې غلط معلومات خپرول​.

دا شبکې په چین کې جوړې شوې او په ډېرو سیمو کې يې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په نښه کړل، چې پکې متحده ایالات، اروپا، هند، تبت، تایوان، سب سهارا افریقا، جاپان، منځنۍ آسیا او په ټوله نړۍ کې د اویغور ټولنه شامله ده.

د فېسبوک اصلي شرکت د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۳مه) په خپل درې میاشتني د مخالفو ګواښونو راپورکې وویل، دوی د همغږي شوي غیر مستند چلند (CIB) په اړه د میټا پالیسۍ څخه په سرغړونې تورن دي او مخکې لدې چې دوی لیدونکي ترلاسه کړي لرې شوې.

په راپور کې ویل شوي، "د اکاونټونو د لرې کولو دا وروستی اقدام په چین کې د CIB فعالیت په طبیعت کې بدلون په ګوته کوي چې موږ د نوي ګواښ لوبغاړو، نوي جغرافیایي هدفونو او نوي مخالف تاکتیکونو سره موندلي دي."

په راپور کې ویل شوي، "دې وروستیو شبکو یو لړ تاکتیکونه استعمال کړل چې مخکې مونږ د چین مېشته عملیاتو کې ندي لیدلي."

د میټا په وینا، دا شبکې په ډېرو پلېټ فارمونو کې فعالیت کوي چې پکې فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، ټویټر، ټیلیګرام، پی پال، کریپټو کرنسي، بلاګ سپاټ، ریډیټ، ورڈپریس او فري لانسر ډاټ کام شامل دي.

میټا وویل چې دوی د فېسبوک ۱۰۷ پروفایلونه او ۳۵ انسټاګرام اکاونټونه له یوې شبکې سره تړلي لرې کړي دي.

میټا وویل، "د دې شبکې ترشا کسان په عمده توګه په انګلیسي، روسي، اویغور او چینایي ژبو کې د خبرونو او اوسنیو پېښو په اړه په هغو سیمو کې چې دوی یې په نښه کړي پوسټونه وکړل."

میټا زیاته کړه چې په موضوعاتو کې "په مرکزي آسیا کې جغرافيايي سياست، د ډله ایز امنیت تړون سازمان (CSTO) اغیزې، د ترکي هېوادونو سازمان او په منځنۍ آسیا کې د روسیې ضد بندیزونه" شامل ول."

په پروپيګنډه کې د ۲۰۲۲ بیجینګ اولمپیکس د بایکاټ کولو په وړاندې اخطارونه، په افریقا کې د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ غلطې کړنې او په اروپا کې د مهاجرینو، په ځانګړي توګه د مسلمان مهاجرینو سره ناوړه چلند هم شامل دي.

په نورو منځپانګو کې "په چین کې د اویغورانو لپاره د ښه ژوند حالاتو ادعاګانې ​او په تایوان کې په سیاستدانانو انتقاد" ښودل شوی​.

نوی چلند

میټا زیاته کړه چې دې د فېسبوک ۵۰ نور پروفایلونه او ۱۰ انسټاګرام اکاونټونه چې په چین کې میشته یوې بلې شبکې سره تړاو لري لرې کړي.

په راپور کې ويل شوي، "په وروستي چلند کې په لویدیځ کې د مخکښو رسنیو شرکت جوړول، په ټوله نړۍ کې د آزاد لیکوالانو ګمارل، د احتجاج کونکو د ګمارلو وړاندیز کول او په افریقا کې د یوې نادولتي موسسې کارول شامل دي."

ای اېف پي راپور ورکړو، پداسې حال کې چې میټا ځینې اکاونټونه له مینځه یوړل، خو د شبکې ډېر مواد آنلاین پاتې دي.

په ټویټر کې، د میټا په راپور کې د نوي اروپا مشاهدې په نوم یو اکاونټ د اپرېل په ۲۸مه په وروستیو کې زهرجن مواد خپاره کړل او په اروپا کې یې مهاجرین او ښځينه همجنسبازان، نارينه همجنسبازان، دوه جنسه کسان او ټرانسجینډر (LGBT) فعالین په نښه کړل.

د تېر اګست په میاشت کې د دې ډلې لخوا په یو ټویټ کې ويل شوي چې دوی په هنګري کې د میلیاردر انسان دوست جورج سوروس، یو تمویل کونکی چې په مکرر ډول د ښي اړخو توطیو تیوریو هدف دی، په وړاندې په احتجاج کې د ګډون لپاره "پارټ ټایم کارکوونکي" استخدامول.

د دې ځینو ټویټر پوسټونو د ښي اړخو اکاونټونو څخه وايرل شوي ټویټونه استعمال کړل.

هغه پروپيګنډه چې په اروپا يې تمرکز کولو داسې مواد لرل چې د چين په شينجيانګ سیمه کې يې ​د بيجينګ پالیسیو ته وده ورکوله​.

بیجینګ په تېرو څو کلونو کې له یو ملیون څخه ډېر اویغوریان او نور زياتره مسلمانان او د شينجيانګ د لرې لویدیځې سیمې د ترک ژبي اوسیدونکي د توقیف مرکزونو او زندانونو په پټه شبکه کې توقیف کړي دي.

په ياد تورونو کې په ډله ايزه توګه خلک بنديان کول، اجباري کار،​ اجباري شنډول​، سیستماتیک جنسي تیري، او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

میټا وویل چې د شبکې یو بل اکاونټ په متحده ایالاتو کې په تفرقي مسلو باندې ډېر نږدې تمرکز کولو، چې پکې د پولیسو وحشت، جرم او د LGBT حقونه شامل ول.

ميټا وويل، دغه شبکې د لندن نیو يورپ لمیټډ په نوم د انګلستان مېشته مخکښ شرکت له لارې فعاليت کولو، چې د شرکت ریکارډونو او د ګوګل نقشې وښودل چې د لندن په شمال ختیځ کې يې په يو غیر رسمي اپارتمان کې فعاليت کولو.

میټا وویل، دغه ډلې د منځپانګې د تولید لپاره د منځنۍ آسیا د آزاد لیکوالانو د ګمارلو هڅه وکړه، او همدارنګه یې "هڅه وکړه چې خلک د انګلیسي ژبې ویډیوګانې جوړې کړي چې سکرپټ يې د شبکې لخوا لیکل شوې و".

میټا وویل، په داسې حال کې چې دغه شبکې د خپل اصليت او د ښکېلو کسانو د هویت پټولو لپاره ګامونه پورته کړل، دې د ژیان تیانوینډیان شبکې ټیکنالوژۍ په نوم د چینایي شرکت سره اړیکې موندلي دي.

میټا وویل چې دغه شبکې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د چین په وخت د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې فعالیت کولو، چې د غرمې په وخت کې به يې فعاليت څه نه څه کم شو، خو د هفتې په ورځو کې به يې فعاليت خورا زيات کم شو.

د ای اېف پي لخوا لیدل شوي د چینایي شرکت ریکارډونه ښیي چې د شرکت مشر د یو چینایي وګړي په څېر نوم لرلو چې په انګلستان کې د لندن نیو يورپ لمیټډ د مشر په توګه ثبت شوی دی.

د ژیان تیانوینډیان شبکې ټیکنالوژۍ د ای اېف پي د تبصرو غوښتنو ته ځواب ورنکړو.

ای اېف پي هم وغوښتل چې د پنجشنبې په ورځ د هغې په ټویټر اکاونټ کې د لیست شوي ايمېل له لارې د نیو يورپ ابزروېشن سره اړیکه ونیسي خو هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړو.

میټا وویل چې په چین کې مېشته یوې بلې ډلې چې اساساً یې په هند او تبت باندې تمرکز کړی، په ياد راپور کې د فېسبوک په اشتهاراتو باندې ۷۳۰۰۰ آمريکايي ډالره خرچ کړې.

ټویټر او فېسبوک په رسمي توګه په چین کې بند دي، پداسې حال کې چې کاروونکي د خپلو ویب پاڼو او ایپونو د کارولو لپاره منع شوي مجازي خصوصي شبکو ته اړتیا لري.

مخالف ګواښونه

میټا شاوخوا شپږ کاله مخکې د عامه ګواښ راپور ورکول پېل کړل کله چې یې په لومړي ځل د روسیې د نفوذ عملیاتو په اړه خپلې موندنې شریکې کړې.

روسیه له اوږدې مودې راهیسې په لویدیځ کې په عامه افکارو د نفوذ لپاره د "ټرول شرکتونو" په کارولو تورنه شوې، او چین په دې برخه کې پرمختللی نه ګڼل کیږي.

خو میټا وویل چې وروستيو شبکو چې دې ښکاره کړي وښودل چې د چین میشته عملیات خورا پيچيده دي.

د متحده ایالاتو چارواکو هم تېره میاشت وویل چې دوی د چین د عامه امنیت وزارت افسرانو یوه ډله تورنه کړه او ويې ويل چې دوی د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو شبکه چلوله چې د بیجینګ پلوه پیغامونه يې خپرول.

په عېن وخت کې، د متحده ایالاتو د قانون پلي کونکو په نیویارک کې دوه کسان د ​چینایي "پولیس سټیشن" ​د جوړولو په تور ونیول.

او د فبرورۍ په میاشت کې، څېړنیز شرکت ګرافیکا څرګنده کړه چې دوی د چین سره تړلې شبکه کشف کړې چې د وولف نیوز په نوم د جعلي خبرونو رسنۍ ته يې وده ورکوله چې د مصنوعي استخباراتو لخوا رامینځته شوي کوربه يې د بیجینګ پلوه خبرو اترو خپرولو لپاره کارول.

میټا د فېسبوک ۴۰ اکاونټونه هم لرې کړل چې د ایران څخه یې شبکې چلولې او په عمده توګه يې اسراییل بلکې بحرین او فرانس هم په نښه کول.

میټا وویل، "دا عملیات په ډېرو انټرنیټي خدماتو کې ترسره شوي -- چې پکې فېسبوک، ټویټر، ټیلیګرام، یوټیوب او د هیکنګ فورمونه شامل دي -- چېرې چې يې ادعا کړې چې په هغو هېوادونو کې چې دوی یې په نښه کړي ادارې هېک کړي دي." میټا زياته کړه چې دا يې تایید نه کړه چې آيا د هېک کولو پېښې رامنځته شوې وې.

ميټا وويل، په دې هدفونو کې "خبري رسنۍ، لوژستیک او ټرانسپورټ شرکتونه، تعلیمي ادارې، یو هوايي ډګر، د ډېټنګ خدمت او دولتي ادارې" شاملې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500