ساينس ـ ټکنالوژي

C919: د چین د 'ملي ویاړ' لومړۍ ازموینې ناکامه شوې

د پاکستان فارورډ لخوا

د چين د ختيځ هوايي شرکت غړي د جنورۍ په ۱۶مه د چين په هوبي صوبه کې د تصديقي الوتنې په ترڅ کې د ووهان تيانې په نړېوال هوايي ډګر کې تر ښکته کېدو وروسته د چين د سوداګرۍ هوايي شرکت (COMAC) C919 الوتکه ګوري، چې د چين لومړۍ کورني توليد شوې لويه مسافر وړونکې الوتکه ده. [ای اېف پي]

د چين د ختيځ هوايي شرکت غړي د جنورۍ په ۱۶مه د چين په هوبي صوبه کې د تصديقي الوتنې په ترڅ کې د ووهان تيانې په نړېوال هوايي ډګر کې تر ښکته کېدو وروسته د چين د سوداګرۍ هوايي شرکت (COMAC) C919 الوتکه ګوري، چې د چين لومړۍ کورني توليد شوې لويه مسافر وړونکې الوتکه ده. [ای اېف پي]

د چینایي ټولنیزو رسنیو د ډېرو سرچینو د راپورونو له مخې، د چین لخوا جوړه شوي C919 مسافر وړونکې الوتکه د "۱۰۰ ګهنټو معاینې" الوتنې په جریان کې ناکامه شوه او شانګهای ته په بیړنۍ توګه راستانه شوه.

C919، یوه مسافر وړونکې الوتکه ده چې د چین د دولتي ملکیت جوړونکي سوداګریز هوایي شرکت (COMAC) لخوا جوړه شوې ده، او ټاکل شوې وه چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د پلان شوي ازموینې برخې په توګه د مسافرو وړلو څخه مخکې له شانګهای څخه بیجینګ او بیا هیفای ته الوتنه وکړي.

د راډیو آزاد آسيا (RFA) په وینا، د چین د ختیځ هوایي شرکت د معاینې الوتنه د بیجینګ ډاکسینګ-هیفای MU7819/20 کوډ سره شانګهای ته د ناڅاپي راستنېدو وروسته لغوه شوه.

RFA راپور ورکړو، وګړو په ټولنیزو رسنیو کې راپور ورکړو چې الوتکه هېڅکله د ټاکل شوي مهالویش سره سمه هیفای ته راونه رسېده خو د کیڼ انجن په ریورس پروپلشن کې د خرابوالي له امله د شانګهای هونګکیاو هوایي ډګر ته بېرته راغله.

دا ناکامي د "۱۰۰ ګهنټو د معاينې" ازموینې د ځنډېدو لامل شو، او دا به د فبرورۍ په پای کې د دې توان ونلري چې د مسافر وړلو پروازونه پېل کړي، کله چې ټاکل شوې وه چې د چین ختیځ هوايي شرکت سره د مسافر وړونکې الوتکې په توګه د خپل رسمي پرواز پېل وکړي.

RFA هڅه وکړه چې د C919 د دغه ناکامۍ په اړه د COMAC او چین ختیځ هوایي شرکتونو سره مشوره وکړي او هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړو.

چین د C919 په اړه تخنیکي توضیحات ندي وړاندې کړي، چې د چین د کمونست ګوند (CCP) لخوا د "ملي ویاړ" په توګه اعلان شوی، خو د ۱۰ کلونو څخه د زیاتې مودې راهېسې يې په دې پروژه کار کړی دی.

داسې باور کیږي چې په دې الوتکه کې د چین په کور دننه جوړ شوی CJ-1000A انجن استعمال شوی دی. که څه هم، لکه څنګه چې د C919 پراختیایي پروګرام خورا نوی دی، څارونکي ټینګار کوي چې د الوتکې ډېرې بنيادي پرزې وارد شوي.

د هوا بازۍ صنعت د چين د مسافر وړونکې الوتکې د خونديتوب په اړه خوشبين نه دی.

یوې سرچینې RFA ته وویل، په دویمه مرحله کې او د بهرنۍ ټیکنالوژۍ د ټوټو د ریورس انجینرۍ له لارې، COMAC پلان لري چې دویمه او درېمه بسته ولري چې پرزې به يې په چین کې په بشپړه توګه جوړې شوي وي.

دولتي رسنیو راپور ورکړو، د کوچنۍ باډۍ جټ لومړی ماډل چې د ۱۶۴ مسافرو سيټونه لري، د تېر دسمبر په میاشت کې د شانګهای په هوايي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چین ختیځ هوايي شرکت ته وسپارل شو.

د چین کورنیو رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې د فعالیت پېل کولو څخه مخکې د کال په پای کې د چین ختیځ هوایي شرکت -- چې د مسافرو د شمېر له مخې د هېواد دوهم لوی هوايي شرکت دی -- ته پنځه الوتکې ورکړل شوې.

COMAC په تېر نومبر کې په یو هوایي نندارتون کې وویل چې دوی د C919 د ۳۰۰ الوتکو لپاره آرډرونه ترلاسه کړي خو دا یې روښانه نه کړه چې ایا آرډرونه په بشپړ ډول تایید شوي او د معاملو د ارزښت یا د تحویل د نېټې په اړه یې هېڅ توضیحات ورنه کړل.

خو که آرډرونه بشپړ شي، نو دا به د C919 لپاره د پیژندل شويو معاملاتو شمېر له ۱۱۰۰ څخه ډېر وي. دا شمېر د COMAC د پخوانيو بيانونو د ارقامو پراساس دی.

تر دې دمه د چین ختیځ هوایي شرکت یوازې پنځه تاييد شوي آرډرونه لري.

رویټرز د تېر سپتمبر په میاشت کې د سرچینو په حواله راپور ورکړو چې C919 د متحده ایالاتو د لوړې ټیکنالوژۍ محصولاتو صادراتو باندې د محدودیتونو د سختولو له امله د پرزو د کمي سره مخ و.

په چینایي الوتکو او پوځي تجهیزاتو کې مسلې

لکه څنګه چې تېر کال راپور ورکړل شوی و، د پاکستان د چین لخوا جوړ شوي JF-17 جنګي الوتکې د میخانیکي ستونزو له امله ولاړې دي ​​چې د چین د پوځي تجهیزاتو د خراب کیفیت یو بل شاخص دی​​.

پاکستان له ۲۰۰۷ کال راهیسې له ۱۰۰ څخه ډېرې الوتکې استعمال کړي دي.

له هغه وخت راهیسې،​​JF-17 څو ځله راغوزارې شوي، چې د چین لخوا په ګډه جوړ شوي الوتکې او د دوی د انجنونو په کیفیت باندې جدي شکونه رامنځته کوي.​

په ۲۰۱۲ کال کې د رسنیو راپور په ۱۸ میاشتو کې د ۱۲ حادثو لړۍ لیست کړه، چې په دې کې ډېرې د جې اېف-۱۷ او چينګدو اېف-۷ جنګیالي الوتکې وې چې له چین څخه اخیستل شوي وې.

د دفاعي څېړنيزو موسسو په وینا، پاکستان له ۲۰۰۹ کال راهیسې د چینایي کښتۍ جوړونکو شرکتونو لخوا په جوړ شويو لږ تر لږه څلورو کښتیو کې د جدي میخانیکي ستونزو سره هم مخ دی.

په ايټاليه کې يوې څيړنېزې موسسې Geopolitica.info لخوا د جون په ۱۴مه د خپور شوي یو راپور له مخې، د پاکستان څلور چینایي F-22P بېړۍ "د پاکستان د سمندري ځواکونو افسران او هغه کسان چې د عربي سمندر او د هند سمندر په ناکراره اوبو کې د دوی د ساتلو دنده لري، له ستونزو سره مخ کړي دي".

Geopolitica.info په پای کې وویل، "خرابې مهمې پرزې او د چینايي تولیدونکو ضعیف خدمت د پاکستان سمندري ځواک دې ته اړ کړی چې دا څلور کښتۍ د خراب عملیاتي وړتیا سره وچلوي، چې د ماموریت هغو ځینې مهمو اهدافو ته زيان رسوي چې په لوړه بیه ورله دغه کښتۍ اخيستل شوي وې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500