جرم او انصاف

تمه کيږي چې روسی جنرل به په سوریه او اوکراین کې د جرمونو له امله له نړیوالې محاکمې سره مخ شي

د ولید ابوالخیر لخوا

د وايټ هیلمټس يو غړی د ۲۰۱۹ کال د جون په ۶مه د ادلیب په کلیوالي سیمه کې د روسیې په هوایي برید کې ژوبل شوی ماشوم لیږدوي. [وايټ هیلمټس]

د وايټ هیلمټس يو غړی د ۲۰۱۹ کال د جون په ۶مه د ادلیب په کلیوالي سیمه کې د روسیې په هوایي برید کې ژوبل شوی ماشوم لیږدوي. [وايټ هیلمټس]

قاهره -- د حقوقي شنونکو په وینا، د روسیې جنرل الکساندر چایکو لخوا په اوکراین او سوریه کې جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرمونه به په حتمي توګه د جرمونو په نړېواله محکمه (ICC) کې محاکمه شي.

دغه بدنام روسی جنرل، چې د اکتوبر په میاشت کې ​د اوکراین د جګړې په ډګر کې د بدلونونو په لړ کې​ د روسیې د ختیځ پوځي ضلعې د قوماندان په توګه له دندې ګوښه شوی و، بېرته سوریې ته راستون شو، چېرته چې هغه مخکې د وحشت لپاره شهرت ترلاسه کړی و.

د قاهرې يونيورسټۍ د نړېوال جنایي قانون پروفیسر وائل الشریمي وویل، "نړېوال جنایي قانون ICC ته دا واک ورکوي چې نه یوازې د دولتونو او حکومتونو [...] بلکې د اشخاصو هم د هغوی د رتتبې پرته احتساب وکړي."

هغه وویل، دا ځکه چې ځینې اشخاص د تصمیم نیولو مسؤلیت لري.

د روسیې کرنل جنرل الکساندر چایکو. [فايل]

د روسیې کرنل جنرل الکساندر چایکو. [فايل]

د اوکراین د پولیسو د ماین لرې کولو څانګه د نومبر په ۱۶مه د مایکولایوف سیمې په سنیهوریوکا کې د قبضې پرمهال د روسیې د پوځي اډې په توګه د غلې د ذخيره کولو تاسیساتو ځای ګوري. [ايهور کيچوف/ای اېف پي]

د اوکراین د پولیسو د ماین لرې کولو څانګه د نومبر په ۱۶مه د مایکولایوف سیمې په سنیهوریوکا کې د قبضې پرمهال د روسیې د پوځي اډې په توګه د غلې د ذخيره کولو تاسیساتو ځای ګوري. [ايهور کيچوف/ای اېف پي]

الشریمي وویل چې د ICC څارنوال په اوکراین کې د روسي ځواکونو لخوا د ترسره شويو جرمونو په اړه تحقیقات پېل کړي، چې دا به نه یوازې چایکو "بلکې د هغه څخه د ټیټو او لوړو رتبو ګڼ شمېر خلک هم متاثره کړي".

هغه وویل، "په دې کې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین هم د وسله والو ځواکونو د لوی مشر په توګه شامل دی، ځکه چې ټولې پوځي پریکړې هغه کوي."

الشریمي وویل، له شک پرته، هغه جرمونه چې چایکو په اوکراین او سوریه کې ترسره کړي ​د روم د اساسي قانون له مخې "د نړېوالو جنایي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو" په کټګورۍ کې راځي​.

د روم قانون د څلورو اساسي نړېوالو جرمونو په اړه د ICC جوړښت او د قضاوت ساحې ټاکي: نسل وژنه، د انسانیت ضد جرمونه، جنګي جرمونه او د تیري جرمونه.

هغه وویل، روسیه به د ICC لخوا د هغو سرغړونو له امله چې د جګړې څخه مخکې یې په اوکراین کې ترسره کړي وڅېړل شي، لکه د زور په واسطه د مظاهرو ځپل او د خلکو د احتجاجونو د مخنیوي لپاره په زور د پوځي قانون نافذ کول.

مستند شوي جرمونه

د سوریې وکیل بشیر البسام وویل، هغه جنایتونه چې روسي ځواکونو په سوریه کې د چایکو تر قوماندې لاندې ترسره کړي دي "د رسنیو فعالانو او د بشري حقونو د کارکونکو لخوا ثبت شوي دي".

هغه وویل، دوی په نړېواله کچه د پیژندل شويو طبي او نيم طبي ادارو لکه د سوریې د ملکي دفاع، یا وايټ هیلمټس لخوا هم ثبت شوي دي.

وايټ هیلمټس د روسیې د جرمونو شواهد نړېوالو سازمانونو ته سپارلي دي، په ځانګړې توګه هغه چې په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوي، کله چې د سوریې ځینې برخې د چایکو د امرونو له کبله د لوی ملکي تلفاتو او مادي زیانونو سره مخ شوې وه.

البسام وویل، دا حکمونه "په ځمکه کې د توغندیو، پیاده ځواکونو او هوايي ځواکونو په واسطه په خورا دقت سره پلي شول."

هغه وویل، په اوکراین کې هم نړېوالو ادارو او رسنیو د جګړې له لومړۍ ورځې راهیسې د روسیې جنایتونه مستند کړي دي.

دا د آی سي سي د څارنوالۍ د پریکړې اصلي لامل دی چې تحقیقات پېل کړي.

د روسیې نړېواله انزوا

د سیاسي څېړونکي عبدالنبي بکر په وینا، په سوریه او اوکراین کې د چایکو لخوا د ترسره شويو جنګي جرمونو ICC ته راجع کول به "روسیه په نړېواله کچه په سیاسي توګه د ستونزمن حالت سره مخ کړي".

هغه وویل، دا به د روسیې نړېواله انزوا لا ژوره کړي، "او په ورته وخت کې د نړېوالې ټولنې عزم به زیات کړي، چې په کې ګڼ شمېر زبرځواکونه هم شامل دي چې د روسیې د خونړیو مداخلو مخالفت کوي."

هغه وویل، "له دې امله، هغه څه چې روسیه يې په سوریه او اوکراین کې په ځمکه کې بريا ګڼي په ډېرو بارونو به بدل شي چې کېدی شي د هرم د سر څخه په مجموعي توګه د روسیې د ليډرشپ جوړښت اغیزمن کړي."

بکر وویل، د انساني زیانونو او د روسیې خزانې لپاره د لوړ لګښت په پام کې نیولو سره، پوتین به د روسیې د خلکو سره مخامخ شي ترڅو خپل بې ځایه توسيع پسندانه کارونه توجیه کړي.

هغه زیاته کړه، د هغو هېوادونو په اړه چې د روسیې د پراختیایي پلانونو په وړاندې متحد دي، دوی به د دوی سره د مبارزې لپاره قانوني، نړېوال او د رسنيو ملاتړ ولري.

هغه د غلو او ګازو اکمالاتو ته د روسیې ګواښونو ته په اشارې سره وویل، په داسې وخت کې چې نړېوال اقتصاد د کورونا ویروس له ناروغۍ څخه په ښه کېدو پېل کړل، یو اقتصادي بحران "د روسیې د خوبونو د لیونتوب په پایله کې ټوله نړۍ وځپله".

بکر وویل چې د هغه په اند، د طبیعي ګازو د اکمالاتو د بندولو په اړه د روسیې یوازې ګواښ پخپله د بشریت پر ضد يو جرم دی، ځکه چې د دې مداخلې یوازیني قربانیان به ملکي وګړي وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500