تروريزم

د واګنر ګروپ ترهګري او جنګي جنایتونه د روسیې تباهي ګړندۍ کوي

د اولها چیپل لخوا

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه رایستل شوي کله چې روسي ځواکونو د واګنر ګروپ د اجیرانو سره یوځای په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جنایتونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

په بوچا کې د تېر اپرېل په میاشت کې وروسته له هغې لاشونه رایستل شوي کله چې روسي ځواکونو د واګنر ګروپ د اجیرانو سره یوځای په سیمه کې له تښتېدو څخه مخکې یو لړ جنګي جنایتونه ترسره کړل. [د اوکراین لوی څارنواله ایرینا ویندیکتووا/فېسبوک]

کييف -- په ټوله نړۍ کې د روسیې لخوا د واګنر ګروپ دوامداره ملاتړ او استعمال د کرملین لپاره يو مستقیم ګواښ دی ځکه چې نړېواله ټولنه په زیاتیدونکي توګه روسیې ته د ترهګرۍ د ملاتړ کونکي دولت په توګه ګوري.

د​روسیې واګنر ګروپ​​د شخصي اجیرانو له یوې ډلې څخه په یو جرمي ګروپ بدل شوی چې په اوکراین، منځني ختیځ او افریقا کې په ښکاره فعالیت کوي.

شنونکي وايي، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین شخصاً د دې بدلون تر شا دی، ځکه چې هغه د خپل نږدې ملګري ​​یوګیني پریګوژین​​ له لارې د اورپکو چارې ټاکي.

د دې ډلې د مهم غړي په توګه د پریګوژین سره، پوتین کولی شي په ټوله نړۍ کې خپل اهداف د احتمالي انکار په پلمه ترلاسه کړي.

د واګنر سنايپر په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د یوې ودانۍ په سر کې ښودل شوی چېرې چې د دې ډلې لخوا بې شمېره ظلمونه ترسره شوي دي. [واګنر ګروپ]

د واګنر سنايپر په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د یوې ودانۍ په سر کې ښودل شوی چېرې چې د دې ډلې لخوا بې شمېره ظلمونه ترسره شوي دي. [واګنر ګروپ]

د دسمبر په میاشت کې په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر. [واګنر کروپ]

د دسمبر په میاشت کې په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر. [واګنر کروپ]

مایکولا مالوموژ، چې د امنیت شنونکی دی او د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ يې د اوکراین د بهرنیو استخباراتو د خدمت مشري کوله، وویل، "هرڅه د پوتین سره تړاو لري."

هغه وویل، "پنځه یا شپږ کاله مخکې، پوتین د هغه ځایونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یوه ستراتیژي غوره کړه چېرې چې شوروي اتحاد واکمن و. د بیلګې په توګه، منځنی ختیځ، سویل ختیځ آسیا، عرب ختیځ او افریقایي لويه وچه." "هغه په دې باور وو چې د شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه هلته د روسیې د نفوذ ځايونه موجود ول، خو هلته هېڅ سیاسي نفوذ شتون نه لرلو."

مالوموژ وویل، "پوتین په مدني ډول د ننوتلو هېڅ ډول لاره نه لرله." "د مثال په توګه، چین په دوامداره توګه سرمايه کاري کړې او له افریقایانو سره یې ګډې پروژې جوړې کړې دي. اروپايي اتحاديه، هند او امريکا هم همداسې وکړل."

هغه وويل، "پوتين بله لاره غوره کړه."

د کرملین وسیله

واګنر ګروپ په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت راڅرګند شو کله چې روسیې په غیر قانوني ډول له اوکراین څخه کریمیا الحاق کړه کله چې "کوچني زرغون سړيو" چې هېڅ نښه یې نه لرله د کريميا په نیولو کې مهم رول ولوبولو.

د واګنر اجیر عسکر په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال سوریې ته ننوتل کله چې د روسیې پوځ د سوریې د صدر بشارالاسد سره د مرستې لپاره جګړه کوله.

مالوموژ وویل، "د روسیې لپاره، دا د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د نوي نفوذ لومړۍ بیلګه وه."

هغه وویل، "په ښکاره ډول، په سوریه کې ښکاره جګړه وه، خو د واګنر ګروپ کسانو هلته ځانګړې دندې ترسره کړې او بریالي شول." "زه د تخریب د کړنو په اړه خبرې کوم. زه د مختلفو سیاسي مشرانو، چې په بشر الاسد يې تنقيد کولو، د یاغیانو او حتی د متحده ایالاتو د ملاتړو په وړاندې د تروریزم د کړنو په اړه خبرې کوم."

هغه وویل، "پوتین په دفتر کې د پاتې کېدو لپاره د الاسد وړتیا د یوې ثابتې پایلې په توګه وګڼله، نو روسیې په نورو هېوادونو کې ورته طريقې استعمالول پېل کړل."

اجیر عسکر له هغه وخت راهیسې د روسیې لپاره د ستراتیژیک اهمیت په نورو ګرمو ځایونو کې راڅرګند شوي دي، په ځانګړی توګه په مرکزي افریقا جمهوریت (CAR)، مالي، لیبیا، چاډ، سوډان، موزمبیق او وینزویلا کې.

پریګوژین په پای کې د سپتمبر په میاشت کې ومنله چې د دې ډلې مشري کوي او د هغې د لیکو د ډکولو لپاره له زندانونو څخه سخت مجرمین استخداموي.

لکه څنګه چې دا ډله پراخه شوې -- او په اوکراین کې د روسیې په وروستۍ جګړه کې د اجیرانو له اندازې زیات ټيکس اخېستل شوې -- نو د هغې تاکتیکونه نور هم وحشیانه شوي دي.

د واګنر اجیر عسکر په ځورونې، جنسي تیري، بهتې، جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او نورو ظلمونو په تور تورن دي.​

د دسمبر په پېل کې، د متحده ایالاتو قانون جوړونکو واګنر ګروپ د تروریستي سازمان په توګه د پیژندلو لپاره یو قانون پېل کړو. دا سند د اورپکو جرمونو يو ليست لري، چې پکې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مياشت کې د اوکراین په بوچا کې د ملکي خلکو ځورونه، او همدارنګه په مالي، سوډان او په مرکزي افريقا جمهوريت کې ورته جرمونه شامل دي.

د وړاندیز شوي قانون په اعلانولو سره په یو بیان کې ویل شوي، "د واګنر ګروپ خبریالان هم وژلي او ګواښلي، ماشومان یې تښتولي، د ملکي خلکو په وړاندې عصبي کیمیاوي توکي خپرې کړي، د ځورونې اعمال یې ترسره کړي، او د ښځو او ماشومانو په جنسي تیري او قاچاق کې ښکېل دي."

د دسمبر په ۲۹مه، د منظم جرم او کرپشن راپور ورکولو پروژې (OCCRP) پریګوژین د "کال بدنام شخص" وټاکلو.

OCCRP په یو بیان کې وویل، "د واګنر او روسي چارواکو تر مینځ توپير کول ستونزمن کار دی. دا ډله د روسیې د پوځي استخباراتي ادارې GRU سره تړاو لري او د دې ډېر ماموریتونه د کرملین د ګټو لپاره کار کوي."

واګنر ګروپ له ۲۰۱۷ کال راهیسې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی. په ۲۰۱۸ کال کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پریګوژین او د هغه پورې تړلې ادارې -- د واګنر ګروپ په ګډون -- د هغو کسانو په لېست کې شامل کړې چې د روسیې د دفاع یا استخباراتو د سکتورونو برخه ده یا د هغې لپاره کار کوي.

روسیه د داعش په څېر ده

د پوتین د سیاسي اهدافو سربیره، د واګنر ګروپ د پریګوژین جرمي سوداګریزې ګټې تعقیبوي.

د بېلګې په توګه، په مرکزي افريقا جمهوريت او سوډان کې، وسله وال د سرو زرو او الماسو د کانونو کنټرول په لاس کې اخلي.

د OCCRP په بیان کې ويل شوي، "که دوی د شتمنۍ یا ویاړ لپاره جګړه کوي، د دې ډلې په وحشت څه شک نشته."

په دغه بيان کې ویل شوي، "هرچېرې چې د واګنر جنګیالي ځي، د بشري حقونو سرغړونې یقیناً ترسره کیږي." "له سوریې څخه تر کېمرون پورې، له سومالیا څخه تر مالي پورې، دوی د جنسي تیري، لوټمار، وژنې او ځورونې په تور تورن شوي دي."

OCCRP وویل، "په اوکراین کې هم دغه حالت دی. د استوګنې په شاوخوا سیمو د دوی د بې توپیره ډزو سربېره، د واګنر جنګیالي د جګړې په لومړیو ورځو کې کییف ته نږدې د ملکي خلکو د وژلو په تور تورن شول."

اګیا زاګربیلسکا، چې يوه وکیله او په کییف کې د انټي ټرسټ لیګ بنسټ ایښودونکي ده، وويل، "جنسي تیري، انساني قاچاق، بلېک مېلينګ، تښتونه، قتل عام، ځورونه، د طبیعي زیرمو نيول، د نورو هېوادونو په کورني سیاست کې لاسوهنه، د غیرقانوني وسلو قاچاق -- دا یوازې د دې ډلې په وړاندې د تورونو یوه برخه ده چې د ډېرو شواهدو له مخې تایید شوي دي."

هغې وویل، په خپلو کړنو او تاکتیکونو کې، د واګنر جنګیالي د عراق او سوریې د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په څېر دي چې د ټولې سیمې د لوټلو، وژلو او بې ثباته کولو لپاره له ترهګرۍ څخه کار اخلي.

هغې وویل، "په پراخو ټکو کې، دا چلند په بشپړه توګه د داعش په څېر دی. یوازینی توپیر دا دی چې داعش زياتره په دښمنانه چاپیریال کې فعالیت کوي. خو واګنر ته د لاس وهنې، پروپيګنډې او د کرپټ واکمنانو سره د غیرقانوني تړونونو له لارې په یو هېواد کې بشپړ واک ورکول کیږي، او هغه په ماتحت کې بدلوي."

روسیه د یو دولت په توګه بدنامه شوه

شنونکي وايي، له کرملین سره د اجیرانو اړیکې روسیه په نړېواله کچه کمزوري کوي.

د کییف سیاسي ساینس پوه یوري اتانوف چې اوس د اوکراین په پوځ کې دنده ترسره کوي وویل، "په حقیقت کې، واګنر په جدي توګه کرملین بدناموي." "یوازې رسمي دولتي ادارې د وسلو لرلو حق لري. که چېرې روسیه د [باغي] جنګیالیو د ملاتړ لپاره ګام پورته کړي، نو دا به ځان د یو دولت په توګه بدنام کړي."

هغه وويل، "پریګوژین ولې مجرمان استخداموي؟" "د ظلمونو د ترسره کولو او د ډارونکي تاکتیکونو سره په چټکۍ سره د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره. که څه هم، یوازې په بشپړ ډول مايوسه شخص کولی شي دا ډول جرم ترسره کړي. دوی هېڅ حدود نلري."

اتانوف وویل، "له همدې امله واګنر کارول کیږي -- ترڅو د داسې میتودونو سره جګړه رامنځته کړي." "هغوی په هېڅ صورت کې عسکر نه دي. دوی د جنیوا کنوانسیونونو ته د پام کولو پرته کمپاین ترسره کوي. ډېر په سختۍ. خو دا ټول جنایتونه به بې شکه د روسیې د بربادۍ لامل شي."

هغه وویل، "تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې مقدمه کله پېل کیږي. کیدای شي دښمن په دې باور وي چې د جرم سزا به ورنکړل شي، خو دا دروغ دي. ژر یا وروسته به نړیوال انصاف ترسره شي."

زاګربیلسکا واګنر ګروپ د یو ترهګریز سازمان په توګه د پیژندلو د اقدام هرکلی وکړو ځکه چې "دا به د دې ډلې لپاره ستونزمنه کړي چې د وسلو بازار ته لاسرسی ترلاسه کړي او له نړۍ سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي".

هغې وویل، "دا عمل به په نورو هېوادونو کې د دې ډلې شتون محدود کړي او نفوذ به یې کم کړي." "سربېره پردې، دا به یو قانوني چوکاټ رامینځته کړي ترڅو په افریقا او مینځني ختیځ کې هېوادونه وهڅوي چېرې چې واګنر شتون لري ترڅو د دې ډلې نفوذ او ورسره د دوی تعامل محدود کړي."

د تروریستي ډلې په توګه د واګنر ټاکل به لاره هواره کړي چې د روسیې ټول رژیم د ترهګرۍ د تمویل کوونکو په توګه وګرځول شي.

مالومژ وویل، "که واګنر د دولت تر څارنې لاندې فعالیت کوي، له دولتي ادارو يا نورو سره یو ځای شوی وي او د لوړ پوړو چارواکو په لارښوونو عمل کوي، نو په نړېواله کچه د دغه حکومت د مشرانو کړنې په بشپړه توګه د 'ترهګریزو فعالیتونو سازمان' په توګه ګڼل کیږي."

هغه د روسیې د ترهګرۍ د تمویل کوونکي په توګه نومول کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه، "دا به خامخا د پوتین دریځ کمزوری کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500