د ښځو حقوق

درې نړېوالې نادولتي موسسې په افغانستان کې په جزوي توګه کار پېلوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

افغانان د خوراکي توکو د مرستې سره ولاړ دي چې د جنورۍ په ۱۷مه د کابل په یو جمنازیوم کې د یوې نادولتي موسسې لخوا ویشل کیږي. لږ تر لږه درې مخکښو نړېوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د ژوند ژغورنې دنده په جزوي توګه بیا پېل کړه، وروسته له دې چې چارواکو ډاډ ورکړو چې افغان میرمنې کولی شي د روغتیا په برخه کې کار ته دوام ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د خوراکي توکو د مرستې سره ولاړ دي چې د جنورۍ په ۱۷مه د کابل په یو جمنازیوم کې د یوې نادولتي موسسې لخوا ویشل کیږي. لږ تر لږه درې مخکښو نړېوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د ژوند ژغورنې دنده په جزوي توګه بیا پېل کړه، وروسته له دې چې چارواکو ډاډ ورکړو چې افغان میرمنې کولی شي د روغتیا په برخه کې کار ته دوام ورکړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه درې مخکښو نړېوالو مرستندویه ادارو د سیمه ییزو چارواکو له ډاډ وروسته چې افغان ښځې کولای شي د روغتیا په برخه کې کار ته دوام ورکړي په افغانستان کې د ژوند ژغورنې کارونه په جزوي توګه بیا پېل کړي دي.

په سلګونو نادولتي مؤسسو په نړۍ کې د یو تر ټولو ناوړه بشري بحران د حل کولو په هڅه کې مهم رول لري، پداسې حال کې چې د افغانستان د ۳۸ ملیونه وګړو نیمه برخه د لوږي او درې میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د يخ ژمي د میاشتو په رارسیدو سره، مرستې لا ډېرې مهمې دي، په ځانګړې توګه د زرګونو داخلي بې ځایه شویو خلکو (آی ډي پيز) لپاره.

کير، سيو دي چلډرن او د ژغورنې نړېوالې کمیټۍ (آی آر سي) د دسمبر په وروستیو کې د حکومت د هغه حکم په اعتراض کې خپل عملیات وځنډول چې افغان میرمنې يې د مرستې له کار څخه منع کړي وې، چې​دا په هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې وروستۍ پېښه ده​​.

ښځې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو نړېوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د نغدو پېسو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

ښځې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو نړېوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د نغدو پېسو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

سيو دي چلډرن په یو بیان کې وویل، "موږ د اړوندو چارواکو څخه روښانه او د باور وړ ډاډ ترلاسه کړی چې زموږ ښځینه کارکونکي به خوندي وي او کولی شي پرته له کوم خنډ څخه کار وکړي." دغه موسسې تایید کړه چې دوی په تېرو څو ورځو کې د روغتیا په برخه کې خپل کار بیا پېل کړی دی.

"که څه هم، د پراخه بندیز سربېره، زموږ نور فعالیتونه چېرې چې موږ د باور وړ تضمین نه لرو چې زموږ ښځینه همکاران کار کولی شي، په ځای ولاړ دي."

آی آر سي او کير هم تایید کړه چې دوی د روغتیا په سکتور کې د ښځینه کارمندانو سره کار بیا پېل کړی دی.

نړېوالې ټولنې په یو لړ لوړو پوړو غونډو کې له حکومته غوښتي چې د مرستو په سکتور کې د ښځو د بندولو حکم بېرته واخلي، چې تمه کېده دغه هېواد ته د مرستو پر بهیر به ناوړه پایلې ولري.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب، چې د بندیز امر یې کړی و، ای اېف پي ته وویل چې دا "زموږ د ټولنې اړتیا" وه چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.

"موږ دوی ته اړتیا لرو چې د خوارځواکۍ ماشومانو او نورو میرمنو ملاتړ وکړي چې روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. دوی (ښځینه کارکوونکې) زموږ د دیني او کلتوري ارزښتونو سره سم کار کوي."

'نوي لارښوونې'

دوو مرستندویه چارواکو وویل چې له چارواکو سره خبرې روانې دي چې ښځو ته اجازه ورکړي چې په نورو برخو کې کار وکړي، چې د تعلیم، اوبو، روغتیا ساتنې او د خوړو ویش سکتورونه پکې شامل دي.

د یوې بهرنۍ نادولتي موسسې یو مرستندویه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، "موږ هیله مند یو چې ډېر ژر به نوې لارښوونې وشي."

یو بل مرستندویه کارکوونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چارواکي ممکن د ښځو لپاره نور سکتورونه "په انتخابي ډول پرانیزي".

هغه وویل، "له دوی تمه کیږي چې د نادولتي موسسو څخه وغواړي چې د دوی په سازمانونو او کاري سکتورونو کې د کوم ځانګړيو څانګو لپاره ښځینه کارمندانو ته اړتیا لري، او له مخې يې اجازه ورکول کېدی شي."

مرستندويه چارواکو وویل چې سازمانونو له مخکې نه نارینه او ښځینه کارکوونکي جدا کړي او ښځو حجابونه اغوستي دي.

ښځینه کارکونکي په افغانستان کې د ځمکې پر سر د مرستې عملیاتو لپاره، په ځانګړې توګه د نورو اړو میرمنو په پیژندلو کې، خورا مهمې دي.

د اتو ماشومانو مور پروین چې په کابل کې د خوراکي توکو د مرستې لپاره په کتار کې ولاړه ده، وویل، "د ژمي له پېل راهیسې زموږ وضعیت خراب شوی دی. موږ له څلورو ورځو راهیسې هېڅ نه دي خوړلي."

هغې وویل چې هغې د نارینه وو په پرتله د ښځینه کارکونکو څخه مرستې ترلاسه کولو ته ترجیح ورکړه.

پروین، چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، "یوې ښځې ته، تاسو کولی شئ هر څه ووایئ."

دا بندیز یو له هغو دوو سختو حکمونو څخه و چې تېره میاشت په چټکۍ سره په پرله پسې توګه جاري شو، وروسته له هغې چې چارواکو لومړی ښځې د يونيوسټۍ له زده کړې څخه منع کړې.

ښځې پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو ته له تګ څخه هم منع شوي دي. دوی د نږدې نارینه خپلوانو پرته د سفر کولو څخه منع شوي او باید په عامه توګه خپل ځانونه پټ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500