زده کړه

غېږې، چیغې او ژړاګانې: افغانانې د پوهنتونونو د بندېدلو له امله په ویر ګډې شولې

ای اف پی

د افغانستان د پوهنتونونو محصلانې چې امنیتي منسوبینو منع کړي دي، د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه پوهنتون تر څنګ ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د پوهنتونونو محصلانې چې امنیتي منسوبینو منع کړي دي، د لیندۍ په ۳۰مه په کابل کې د یوه پوهنتون تر څنګ ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د پوهنتونونو ښځینه محصلانو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۳۰مه/ وروسته له هغه چې هغوی له زده کړو څخه ایسارې شولې، «په قفس کې اچول شویو مرغیو» په څېر د بې باورۍ احساس وکړ.

په کابل کې، چې د هېواد تر ټولو لوی پوهنتونونi په کې موقعیت لري، محصلانې د پوهنتونونو د بندیز د خبر له اورېدلو څخه وروسته، په تورو چپنو او کلکو ټیکریو کې له پوهنتونونو څخه بهر راټولې شوې وې او له خپلو دوستانو او کورنیو څخه یې همدردي غوښتله.‌

په کندوز کې د نرسنګ یوې ۲۳ کلنې محصلې امیني ای اېف پي ته وویل، «موږ ټولو داسې احساس کاوه لکه مرغۍ چې په قفس کې ایسارې وي. موږ یوه بلې په غېږې کې ونیولې، چیغې او ژړاوې مو وکړلې چې موږ سره ولې داسې کېږي؟»

هغه له خپلو درې خویندو سره، چې دوه یې وار له مخه له ثانوي زده کړو څخه ایسارې شوې او یوه بله د پوهنتون محصله، وه چې ټولنیزې رسنۍ د شپې د ناوخته خپاره شوي حکم خبر ولړزولې.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې پوهنتونونه وار له مخه د ژمنیو رخصتیو له امله رخصت شوي، خو محصلانو کولی شوای چې د ازموینو یا په کتابتونونو کې د مطالعې لپاره پوهنتونونو ته لاړ شي.

هیڅوک به هم غوږ کېنږدي

یوه ساتونکي ای اېف پي ته وویل، ځینې ښځې تر سهاره له دې څخه خبرې نه وې چې هغوی له پوهنتون څخه ایسارې شوي دي.‌

په کابل کې د حقوقو پوهنځي یوه محصل چې له ډاره یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، «زما خور کمپیوټر ساینس لولي... بېګا ما هغه خبره نه کړله. زه پوهېدم چې هغه به ذهني ضربه وخوري.»

هغه وویل، «دا واقعا د اسلام او بشري حقونو په هکله د معلوماتو نه لرل او ناخبري ښیي.‌ که حالات همداسې روان وي،‌ راتلونکی به له دې نه هم بدتر شي. ټول خلک وېرېدلي دي.»

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې،‌ یو شمېر نارینه محصلانو د یادې پرېکړې پر وړاندې د اعتراض په ترڅ کې د امتحان صحنه ترک کړله.‌

په ښځو باندې محدودیتونه په وروستیو میاشتو کې څو برابره ډېر شوي دي. هغوی له اکثرو حکومتي وظایفو څخه ایسارې شوي یا ډیر لږ پیسې ورکول کېږي ترڅو په کورونو کې پاتې شي،‌ اجازه نه لري چې له خپل ښار څخه بهر یواځې سفر وکړي او پارکونو او باغونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

یوې ۲۹ کلنې محصلې چې په کابل پوهنتون کې په پښتو ادبیاتو کې ماسټري کوي، وویل،‌ «موږ هېڅ زور نه لرو چې څه وکړو، او هیڅوک به زموږ خبرې ته غوږ هم ونه نیسي.»

هغې ای اېف پي ته وویل، «موږ اعتراض نشو کولی؛ موږ نهیلې یو. د ژوند په هره برخه کې، موږ له ناکامۍ سره مخامخ شوې یو.»

هغې وویل، «موږ وظیفې نه لرو، موږ هیچېرې هم تللی نشو، او موږ نشو کولی چې هېواد پرېږدو. موږ هر څه له لاسه ورکړي دي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک د چارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د افغان ښځو په زده کړو باندې بندیز د جي ۷ شتمنو هېوادونو چې دا وخت یې جرمني مشري پر غاړه لري، په اجندا کې شامل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500