اقتصاد

افغانان د مخ پر خرابیدو اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي

د احسان الله لخوا

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل – افغانان په زیاتیدونکې توګه د بیکارۍ او پراخې بې وزلۍ په اړه خپلې اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې ​اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابیږي​.

د کابل په احمدشاهي مارکېټ کې یو ۳۵ کلن هټیوال فقیر محمد محمدي وویل، د پېرېدونکو د پېرودلو د ځواک کمی سوداګري په ټپه ودرولې ده.

محمدي وويل، "موږ د سينګار هټۍ لرو، او زموږ پلور خورا کم شوی دی ځکه چې هر څوک د ډوډۍ موندلو په اړه فکر کوي ... لږ خلک د شېمپو، صابون او نور د سينګار توکو د اخېستلو لپاره راځي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، د هغه ورځنی پلور د ۵۰۰۰۰ او ۹۰۰۰۰ ترمنځ افغانیو (له ۵۷۹ څخه ۱۰۴۳ آمريکايي ډالرو) څخه د ۵۰۰ يا ۱۰۰۰ ترمنځ افغانیو (له ۶ څخه تر ۱۲ ډالرو) ته راټیټ شوی.

هغه زیاته کړه، "په حقیقت کې، زموږ عاید کافي نه دي چې خپله د غرمې ډوډۍ یا د ټرانسپورټ لګښتونه پوره کړو."

محمدي وويل، "د احمدشاهي مارکېټ ټول هټيوال سخت اندېښمن دي، او که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي او په لنډ وخت کې ښه نه شي ... موږ به ونه شو کولای خپل کاروبار ته دوام ورکړو."

محمد رضا، چې د کابل ښار د شپږمې ضلعې په پل سرخ سیمه کې د میوه جاتو پلورونکی دی، وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په پلور کې د پام وړ کمی راغلی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "زموږ پلور هره ورځ د ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانیو [۵۸ او ۱۱۶ آمريکايي ډالره] ترمنځ وو ... خو نن ورځ موږ یوازې د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ افغانیو [۱۲ او ۱۷ آمريکايي ډالره] تر منځ عايد لرو."

رضا زیاته کړه، "زموږ پیرودونکو به د مڼو یو کهولاو کارټن اخېستلو. که څه هم، دوی اوس یوازې یو کیلو یا نیم کیلو مڼې اخلي ځکه چې دوی یې نشي اخیستلی."

هغه وويل، "له بده مرغه، په پيرود کې د کمي له امله، کله ناکله زموږ ميوې خرابيږي او موږ د ګټې پر ځاى تاوان کوو."

د فقر زیاتوالی

په ترکیه کې مېشت اقتصادي شنونکي خیرالله هاشمي سلام ټایمز ته وویل، اقتصادي وضعیت کېدی شي نور هم خراب شي.

هغه زیاته کړه، "د [افغانستان] اقتصادي دوره د سلګونو زرو کسانو د بېکارۍ له امله په ټپه ولاړه ده، او ټوله ټولنه د هغې له اغیزو له کبله اغیزمنه شوې ده.

هغه وویل، "بېکارۍ د ښوونځیو ښوونکي، د يونيورسټۍ پروفيسران، د غیر دولتي موسسو [اين جي اوز] کارمندان، خبریالان او د خصوصي شرکتونو کارګران زیانمن کړي دي."

هاشمي وویل، "که څه هم ځینې [افغانان] دندې لري، دوی کافي عاید نه لري. دې ټولو حالاتو د بازار په بې ثباته کولو کې مرسته کړې ده."

په متحده عرب اماراتو کې د مېشت افغان شنونکي مصطفی نظري په وینا، په سیمه ایزو او نړېوالو مرستندویه موسسو باندې بندیزونه به په هېواد کې اقتصادي حالت نور هم خراب کړي.

هغه نادولتي موسسې چې لا هم مهمې مرستې چمتو کوي د تېر کال په دسمبر کې هغه وخت یو ګوزار ترلاسه کړو کله چې افغان میرمنې د دوی لپاره د کار کولو څخه منع شوې.

دغه بندیز په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکونکو ته وغځول شو، او سازمان وویل چې دا د دې په اړه چې د مرستې سکیمونو ته دوام ورکړي د "سخت انتخاب" سره مخ دی.

نظري وویل، "ډېرې کورنۍ له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي، او د ځینو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په ورځ کې یوه یا دوه ډوډۍ پیدا کړي."

یوه سخته ارزونه

د ملګرو ملتونو (يو اېن) اټکلونه هم په ورته ډول سخت دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) د اپرېل په ۱۸ مه وویل چې شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په کابل کې مېشت د نړېوال خوراکي پروګرام (ډبليو اېف پي) ویاند فیلیپ کروف د اپرېل په منځ کې سلام ټايمز ته په يو ايمېل کې وويل، "د ۲۰۲۲ کال د نومبر او ۲۰۲۳ کال د مارچ تر منځ نږدې ۲۰ میلیونه خلک [د اټکلونو له مخې] د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ وو، چې پکې له ۶ میلیونو څخه ډېر هغه کسان هم شامل دي چې د قحط په درشل کې دي."

"څلور ملیونه خلک په سخته خوارځواکۍ اخته دي، چې پکې ۳.۲ ملیونه هغه ماشومان دي چې عمرونه یې د ۵ کلونو څخه کم دي. دا هېواد د یوې پېړۍ په څلورمه برخه کې د قحط ترټولو لوی خطر سره مخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بحران سره د مبارزې په حالت کې ده."

"د ۲۰۲۲ کال له اګست راهیسې، له لسو افغان کورنیو څخه نهه یې په کافي اندازه خوراک نشي ترلاسه کولای -- چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه ده. اوس مهال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خوراک به له کومه ځایه راځي."

کروف وویل، "ناوړه لوږه د افغانستان دروازې ټکوي او که چېرې بشري مرستې په دوامداره توګه برابر نشي، نو په سلګونو زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري. د نفوس دوه پر درېمه برخه -- له ۲۸ میلیونو څخه زیات وګړي -- سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د دوو کلونو مخکې د شمېر په پرتله ۱۰ میلیونه زیات دی."

هغه وویل، سږ کال، ډبليو اېف پي پلان لري چې ۲۱ ملیون افغانانو ته د ژوند ژغورونکي خوراکي توکي، خوراک او د ګټې وټې ملاتړ ورسوي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په دې برخه کې ۸۰۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، "تېر کال، ډبليو اېف پي په ټول افغانستان کې زمونږ د سخاوتمندانه بسپنه ورکوونکو له تمویل څخه په پراخه کچه خپلې مرستې زیاتې کړې، چې له ۲۳ میلیونو خلکو -- چې ۱۲ میلیونه پکې ښځې او جينکۍ وې، سره یې مرسته وکړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500