اقتصاد

د هغو افغانانو شمېر چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي نږدې دوه برابره ۳۴ میلیونو ته رسیږي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]​

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]​

کابل -- د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) د سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۸مه) وویل چې نږدې ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا شمېره په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۹ ملیونو د تېر اټکل څخه یو حیرانونکی زیاتوالی څرګندوي -- چې نږدې دوه چنده زیاتوالی دی.

د افغانستان لپاره د معاصرې سرشمیرنې معلومات شتون نلري، خو ملګري ملتونه د ۴۰ ملیون نفوس اټکل کوي، چې پدې معنی ده چې د هېواد اټکل شوي ٪۸۵ برخه په فقر کې ده.

د يو اېن ډي پي راپور وايي، "ځینې مجبور شوي چې خپل کورونه، ځمکې یا شتمنۍ وپلوري چې عاید تولید کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) استوګن استازي عبدالله الدارداري د اپرېل په ۱۸مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي. هغه وويل، "که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، نو ممکن افغانستان له سخت بحران سره مخ شي." [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) استوګن استازي عبدالله الدارداري د اپرېل په ۱۸مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي. هغه وويل، "که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، نو ممکن افغانستان له سخت بحران سره مخ شي." [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

"نورو د خپلې کورنۍ غړي په سوداګريزو توکو بدلولو ناوړه عمل ته مخه کړې ده، چې ماشومان یې په کارګرانو بدل کړي او ​ځوانې لوڼې یې په ودونو مجبوره کړي​."

د ۲۰۲۱ کال راهيسې، پراخه بهرنۍ مرستې ودرول شوې او د مرستې پروګرامونه په ډراماتیک ډول کم شول ځکه چې ډېرو هېوادونو په کابل کې د اوسني واکمنانو سره د کار کولو نه انکار وکړو.

هغه نادولتي موسسې چې لا هم مهمې مرستې برابروي د تېر کال په دسمبر کې هغه وخت یو بل ګوزار ترلاسه کړو کله چې افغان میرمنې د دوی لپاره د کار کولو څخه منع شوې.

دغه بندیز په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکونکو ته وغځول شو، او سازمان وویل چې دوی په دې اړه چې آیا د مرستې سکیمونو ته دوام ورکړي، کنه، د "سخت انتخاب" سره مخ دی.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر آزادۍ باندې د محدودیتونو په لړ کې وروستی حکم دی چې ​تنکۍ جينکۍ له سکولونو څخه منع شوي​ او ښځې له يونيورسټو او ډیرو دندو څخه ایستل شوي دي.

'په بحران کې'

ملګري ملتونه د کارمندانو او عملیاتي لګښتونو د تادیه کولو لپاره په پراخه کچه امریکایي ډالر افغانستان ته لیږدوي -- چې د هېواد د کمزوري اقتصاد لپاره خورا مهمې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په وینا، د ۲۰۲۱ کال له دسمبر څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ترمنځ له دې لارې شاوخوا ۱.۸ میلیارده ډالره وارد شوي.

دې د کال په پېل کې خبرداری ورکړو "که د مرستې اندازه چې ملګري ملتونه یې د چمتو کولو توان لري کم شي، نو د نغدو پیسو اندازه به کمه شي".

له همدې امله، که ملګري ملتونه خپل کار کم کړي، نو دا به د مايوسه افغانانو لپاره د مرستو په کمولو او د مهمو اقتصادي مرستو په بندولو دوه اړخیزه اغیزه ولري.

ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی چې محدودیتونه ممکن په سرچینه کې د مرستې شبکه بنده کړي، او مرستندویان د هغو پروژو لپاره د نغدو پیسو په ورکولو کې ویره لري چې نشي پلي کيدی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال غوښتنه تر دې دمه د خپل ۴.۶ میلیارده ډالرو هدف یوازې ٪۵ برخه ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) د استوګن استازي عبدالله الدارداري په یو بیان کې وويل، "که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، نو افغانستان به له سخت بحران سره مخ شي."

'ډېرې ناوړه پایلې'

ډېرو سازمانونو د دسمبر په میاشت کې د نادولتي موسسو لخوا د افغان میرمنو په کار کولو د بندیز پروړاندې په احتجاج کې خپل عملیات وځنډول.

هغو کسانو ته د څو ورځو له مبارزې وروسته استثنا ورکړل شوه چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، خو يو اېن ډي پي وویل چې ۱۵۰ نادولتي موسسو او مرستندویه ادارو "خپل ټول یا د کار څه برخې ځنډولې دي".

د مرستو چارواکي وايي چې دوی ښځینه کارکونکو ته اړتیا لري چې په ټول هېواد کې د افغان ښځینه ګټه اخیستونکو په پیژندلو او ملاتړ کې مرسته وکړي.

الدارداري په کابل کې د يو اېن ډي پي د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، "دغه بندیز ډېرې منفي پایلې لري."

"که موږ دا ښځینه همکارانې نه لرو، څوک به دروازه وټکوي، ملاتړ به وکړي او په کور کې له افغان میرمنو سره خبرې وکړي؟"

ملګرو ملتونو دوه هفتې وړاندې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیزونو له لګولو وروسته ټولو افغانانو، سړو او ښځو دواړو ته وویل چې له خپلو دفترونو څخه لرې پاتې شي.

الدارداري وویل، "اوس مهال دوی له کوره کار کوي او دوی به د ملګرو ملتونو کارکونکي پاتې شي او دوی ته به معاش ورکړل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500