اقتصاد

د متحده آيالاتو موسسه په کندهار او هرات کې افغانانو ته حرفوي زده کړې او اميد چمتو کوي

د عمر لخوا

په هرات او کندهار صوبو کې له ۱۶۰۰ څخه زیات افغان ځوانان د متحده آيالاتو له خوا د تمویل شوي پروګرام له لارې حرفوي مهارتونه زده کوي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۳مه د ظرفیت لوړولو او د کار روزنیز پروګرام پېل کړو چې په متحده ایالاتو کې د مېشته خیریه مرسي کورپس لخوا پلي شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- څه دپاسه ۱۶۰۰ ځوانان په هرات او کندهار صوبو کې د متحده ایالاتو لخوا د تمویل شوي پروګرام له لارې د​​حرفوي مهارتونو​​په زده کړه بوخت دي.

له نیمایي څخه زیات برخه اخیستونکي ښځینه دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۳مه د ظرفیت لوړولو او د کار روزنیز پروګرام پېل کړو، چې په متحده ایالاتو کې د خیریه موسسې مرسي کورپس لخوا پلي شوی دی.

دا شپږ میاشتنی پروګرام په داسې حال کې ترسره کيږي چې افغانستان ​​د بیکارۍ د زیاتوالي​​ او د ځوانانو له مهاجرت سره لاس او ګریوان دی.

ښځینه زده کوونکي د اګست په ۳۰مه د افغانستان په هرات ښار کې د لومړنیو مرستو په روزنیز کورس کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځینه زده کوونکي د اګست په ۳۰مه د افغانستان په هرات ښار کې د لومړنیو مرستو په روزنیز کورس کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د افغانستان په هرات ښار کې د اګست په ۳۰مه په یو ټولګي کې دستکاري زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د افغانستان په هرات ښار کې د اګست په ۳۰مه په یو ټولګي کې دستکاري زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې د تمویل لپاره درې میلیونه ډالره چمتو کړي دي.

په افغانستان کې د مرسي کورپس له خوا د هېواد مشر جیک بایرن وویل، ځوان افغانان به په هرات او کندهار کې په شپږو مرکزونو کې په ۱۸ مسلکونو کې مهارتونه ترلاسه کړي.

هغه وويل، "موږ موخه لرو چې د اوږدې مودې لپاره مهارت لرونکی کاري ځواک رامنځته کړو، او دا پروژه به لنډمهاله نه وي." "موږ هیله لرو چې د دې پروژې ټول ګډونوال زده کونکي به په راتلونکي ۹ یا ۱۰ میاشتو کې د ماهرو کارګرانو په توګه د کار بازار ته داخل شي."

هغه زیاته کړه، "د دې پروژې اصلي موخه د ځوانانو سره مرسته کول دي چې کار ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو سره مرسته وکړي."

بايرن وويل، مرسي کورپس به ډیر ژر څلور نورې پروژې پېل کړي چې هدف یې د متحده ایالاتو د حکومت په تمویل سره د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د څښاک اوبو چمتو کول او د کرنې ملاتړ کول دي.

د ښه راتلونکي لپاره هيله

د مرسي کورپس لخوا وړاندې شوي روزنې ګډونوالو په ځانګړې توګه افغان میرمنو ته د ښه راتلونکي لپاره يو اميد ورکړی دی.

بي بي ګل نبي زاده چې ۳۲ کاله عمر لري په هرات ښار کې د مرستې کورپس په یو روزنیز مرکز کې د قالينونو د اوبدلو زده کړه کوي. هغې په تېره میاشت کې د اوبدلو بنيادي زده کړه ترلاسه کړه او ليواله ده چې د شپږو میاشتو د کورس څخه تر فراغت وروسته د لوړ کیفیت قالينونه جوړ کړي.

هغې وويل چې هغه د قالينونو اوبدلو په کورس کې له شاملېدو څخه مخکې بې روزګاره وه، خو اوس د خپلې راتلونکي په اړه هيله منده او ليواله ده.

هغې وويل، "زه غواړم چې په مسلکي توګه د قالينونو اوبدلو زده کړه وکړم ترڅو وکولای شم باکيفيته قالينونه جوړ کړم، د خپلې ټولنې خدمت وکړم او د افغانستان د قالينونو د صنعت سره مرسته وکړم."

نبي زادې وویل، "زما میړه وزګار دی، او زموږ د کورنۍ اقتصاد کمزوری دی. زه غواړم یو عاید ترلاسه کړم او د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم."

صدف یوسفي، چې ۲۴ کاله عمر لري، په هرات ښار کې د مرسي کورپس د حرفوي زده کړو په یو مرکز کې د دستکارۍ زده کړه کوي.

هغې وویل چې هغې د خپل ژوند لپاره امید بېرته ترلاسه کړی او ليواله ده چې هره ورځ په ټولګیو کې برخه واخلي.

هغې وویل، "زه تېر کال د هرات يونيورسټۍ د ساینس د ډپارټمنټ د دوېم کال زده کونکي وم." "په هرصورت، ما نشو کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او د اقتصادي ستونزو له امله مې زده کړه پریښوده. زه په کور کې پاتې شوم او د يونيورسټۍ پریښودو وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ شوم."

يوسفي وويل، "زما رواني روغتيا ښه شوې او زه اوس ليواله يم چې د دستکارۍ په ټولګي کې ګډون وکړم." "زه غواړم چې په راتلونکي کې د دستکارۍ ښوونکي جوړه شم او نورو ښځو او جينکو ته دا مهارتونه ور زده کړم."

زهرا محمدي، چې ۲۱ کاله عمر لري او د یوسفي په څېر په هرات ښار کې د ګلدوزۍ زده کړه کوي، وویل، د هېواد په سختو حالاتو کې افغان مېرمنو ته د مهارتونو د زده کړې فرصت برابرول ډېر اغېزمن او ارزښتناک دی.

هغې وویل، "زه وزګاره وم او په کور کې مې د ستړیوالي احساس کولو." "که څه هم، اوس چې زه دستکاري زده کوم، زه د ځواکمن کېدو احساس کوم او هیله لرم چې په خپل ژوند کې به انقلاب راولم."

هغې وويل، "ما د هايي سکول ډيپلومه ترلاسه کړه، خو د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولى د (د يونيورسټۍ داخله) کانکور امتحانونو تياری وکړم او يا يونيورسټۍ ته لاړه شم."

هغې زیاته کړه، "زه خوشحاله یم چې کولی شم د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم."

د ځوانانو د مهاجرت مخنیوی کول

د مرسي کورپس لخوا ملاتړ شوي د حرفوي مهارتونو کورسونو کې نږدې نیمایي برخه اخیستونکي ځوانان دي، او ډېر یې وايي چې دوی په کورسونو کې له ګډون کولو وروسته د مهاجرت په پخوانیو پلانونو باندې بيا غور کړی دی.

د هرات صوبې د ګزرې ضلعې اوسېدونکي قاسم حجتي چې ۲۹ کاله عمر لري، په دې وروستیو کې په هرات ښار کې د مرسي کورپس په روزنیز مرکز کې د موبایل ټیلیفونونو د مرمت کولو لپاره په يو ټولګي کې شامل شو.

هغه وویل، تېره میاشت د کورس له پېل راهیسې، هغه لا مخکې نه د سمارټ فونونو د مرمت کولو اساسات زده کړي دي.

هغه وویل، "زه د بیکارۍ سره مخ وم او پریکړه مې وکړه ​​چې ایران ته په غیر قانوني توګه مهاجرت​​ وکړم. که څه هم، ما د خپلې پریکړې بیا کتنه وکړه کله چې ما په روزنیز کورس کې ګډون پېل کړو."

هغه وويل، "د حرفوي مهارتونو په کورس کې له شاملېدو څخه مخکې، ډېرو ځوانانو پرېکړه کړې وه چې د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي." "دا یو ډې ښه نوښت دی او ډېر ځوانان یې ... بهر ته له تلو څخه منع کړي دي."

حجتي وويل چې هغه ډېر خوشحاله دی چې له خپلې کورنۍ سره يې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه او هيله من دى چې ډېر ژر به د حرفوي کورس له بشپړولو وروسته کار پيدا کړي او پيسې به وګټي.

ساجد حيدري، چې ۲۹ کاله عمر لري، وويل، کله چې يې په هرات ښار کې د مرسي کورپس په مرکز کې د اينګرۍ په ټولګي کې نوم ليکنه وکړه، له بېکارۍ څخه يې خلاصون ترلاسه کړی دی.

هغه وویل، "ما مخکې د هرات په کسټمز ډپارټمنټ کې کار کولو خو نږدې یو کال مخکې مې دنده له لاسه ورکړه." "زه د بې کارۍ څخه تنګ راغلی وم او پریکړه مې وکړه چې بهر ته لاړ شم. زه ډېر خوشحاله یم چې ما په دې پروژه کې نوم لیکنه وکړه او مهاجرت ته اړ نه شوم."

حیدري وویل، "زه په نړېواله ټولنه غږ کوم چې د افغان ځوانانو ملاتړ وکړي ترڅو هغوی اړ نه شي چې په غیر قانوني او خطرناکو لارو د کار موندلو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي."

هغه زیاته کړه، "له بده مرغه زموږ زرګونه ځوانان د بې‌ کارۍ له کبله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500