کډوالان

د استوګنې د اجازې د ژمنې سره، ایران د دې پر ځای افغانان د اخراج لپاره هڅوي

د عمران لخوا

ایراني چارواکي په ښکاره توګه د استوګنې د اجازې ژمنې کاروي ترڅو بې اسناده افغان کډوال بېرته اخراج ته وهڅوي. د مۍ په لومړیو کې، د ایران رژیم بې اسنادو افغان کډوالو ته د شپږ میاشتو د اوسیدو اجازه ورکړه څو دوی وهڅوي چې په سرشمېرنه کې برخه واخلي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- ایراني چارواکي په ښکاره توګه د استوګنې د اجازې ژمنې کاروي ترڅو بې اسناده افغان کډوال بېرته اخراج ته وهڅوي.

د مې په ۴مه له پېل سره، د ایران رژیم بې اسنادو افغان کډوالو ته د شپږو میاشتو د اوسیدو اجازه ورکړه څو دوی وهڅوي چې په سرشمېرنه کې برخه واخلي.

چارواکو د سرشمېرنې موده د جون د ۲۲مې نېټې پورې غځولې ده.

د افغان کډوالو په وينا، په هرصورت، دا وروستی اقدام ​​له ایران څخه د مهاجرینو د نیولو او شړلو لپاره يوه بهانه ده​​.

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د جون په ۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي.

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د جون په ۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي.

د دایکندي صوبې اوسېدونکی حسن قرباني چې په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوی و، د جون په ۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې وویل چې کارګمارونکي له هغه څخه وغوښتل چې د اجازې لپاره درخواست ورکړي.

هغه وویل، "زه په کتار کې ولاړ وم چې د استوګنې کارت ترلاسه کړم، خو پولیس راغلل او ټول [۶۰ کسان] یې ونیول او زندان ته یې بوتلل. موږ یوه شپه په توقیف کې تېره کړه، او بله ورځ وشړل شو."

قرباني وویل، ایراني ځواکونو د هغوی پیسې او موبايل فونونه ضبط کړل.

د بامیان صوبې یو اوسېدونکي جواد خادمي هم په ياده کېمپ کې وویل، د استوګنې د جوازونو په وېشلو کې د ایران اصلي موخه له ملګرو ملتونو څخه د پیسو ترلاسه کول وو.

د قرباني په څېر، هغه وویل چې هغه د استوګنې د اجازې لپاره درخواست ورکړو، خو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په قطار کې د انتظار په وخت کې هغه ونیول شو.

"د استوګنې د جوازونو ویش د افغان کډوالو لپاره یوازې یو جال دی. خادمي زیاته کړه، ډېر هغه کسان چې په دې وروستیو کې ایستل شوي ادعا کوي چې دوی هغه وخت ونیول شول کله چې دوی د جواز ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار کولو."

د سیمه ییزو افغان چارواکو په وینا، د ایران رژیم هره ورځ له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغان کډوال اوباسي.

غیر قانوني ګرفتارۍ

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د استوګنې جواز یې ترلاسه کړی وايي چې دغه جوازونه لږ ارزښت لري.

د غور صوبې یو اوسېدونکي عبدالرحمان رحیمي، چې د هرات ښار د کډوالو په کېمپ کې اوسېږي، وویل، ایراني پولیسو افغان کډوال په داسې حال کې نیولي او شړلي چې د اوسېدو سم جوازونه یې لرل.

هغه وویل، "ایراني پولیس د کډوالو د استوګنې جوازونه له نیولو وروسته ضايع کوي."

د بادغيس اوسېدونکي علي احمد عزيزي چې په دې وروستيو کې له خپلې مېرمنې او درېو ماشومانو سره ايستل شوى و، د ملګرو ملتونو د کډوالو په کېمپ کې وويل چې دوه هفتې وړاندې يې د شپږ مياشتو د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.

بیا هم د ایران پولیسو ​​هغه او د هغه ټوله کورنۍ ونیوله​​.

"له زیاتو ننګونو سربېره، ما وکولای شول چې د شپږ میاشتو د استوګنې اجازه ترلاسه کړم. ​​خو، ما دنده ونه موندله​​. له اوږد انتظار وروسته، کله چې ما بالاخره په تهران کې په یو باغ کې دنده ترلاسه کړه، پولیس راغلل، ماته یې هت کړۍ واچولې او زندان ته یې بوتلم.

هغه وویل، "کله چې ما خپله د استوګنې جوازونه وښودل، ایراني پولیسو هغه وشلول او ویې ویل چې په ایران کې ستاسو لپاره ځای نشته."

عزیزي وویل، ایران جوازونه یوازې د دې لپاره ورکوي چې له کډوالو څخه پیسې واخلي او بیا یې وشړي.

ظلم او په جبر سره پيسې اخيستل

دا وروستی سکیم په داسې وخت کې پېل شو ​​کله چې د ایراني چارواکو له خوا د شکنجې او ځورونې په اړه په دوامداره توګه راپورونه ورکړل کيږي​​.

د غزني صوبې اوسېدونکي حبيب الله سادات چې په دې وروستيو کې له ايران څخه شړل شوى و، وويل چې ايراني ځواکونو له هغه څخه دوه ميليونه ايراني ريالونه (۴۷ ډالره) اخيستلې ول.

هغه وویل، "کله چې پولیسو په تهران کې په یو ساختماني ځای کې زما پسې راغلل، هغوی زه وځورلم، زما لاسونو ته يې هت کړۍ واچولې او زه یې زندان ته واستولم."

هغه زیاته کړه، "زه د درېو ورځو لپاره په تشناب کې توقیف شوی وم. دوی ماته په هرو ۱۲ ګهنټو کې د ماستو او د اوبو د يو بوتل سره يوه ډوډۍ راکول کیده. زه مجبور کړای شوم چې هم په هغه تشناب کې خوراک وکړم کوم چې مې د لویو بولو لپاره استعمالولو."

هغه وويل، ايراني پوليسو په مکرر ډول له هغه څخه پيسې اخيستې او افغانستان ته د شړلو پر مهال د هغه سره نغدې پيسې نه وې.

د هرات اوسېدونکي محمد قاسم عثماني چې د جون په ۵مه نېټه له ایران څخه ایستل شوی و، هم وويل چې هغه وليدل چې ایراني پولیس افغان کډوال په بې رحمانه ډول ځوروي.

"هغه وويل، ایراني پولیسو د مهاجرو د وهلو لپاره هر هغه څه کارول چې د دوی په لاس کې به ول. دوی په هیچا رحم نه کوي او حتی ماشومان او تنکي ځوانان د برقي شاکونو او کېبلونو سره ځوروي."

هغه زیاته کړه، "زه نشم کولی خپل ۶ ملیونه ايراني ريالونه ( ۱۴۱ آمريکايي ډالره) له خپل کارګمارونکي څخه بېرته ترلاسه کړم. ما له پولیسو څخه وغوښتل چې ما ته اجازه راکړي چې زه خپل معاش واخلم، خو هغوی ماته اجازه را نکړه. دوی حتی ماته اجازه رانکړه چې خپلې جامې او بوټان له خپلې کمرې څخه ترلاسه کړم."

عثماني زیاته کړه، د هغه کارګمارونکي د هغه د یوې نیمې میاشتې معاش نه دی ورکړی، او د دې نه علاوه، پولیسو په هغه وخت کې ۳۰۰۰۰۰ ايراني ريالونه (7 ډالر) واخيستې چې هغه مهال د هغه سره وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500