هرات -- په لويديځ افغانستان کې د سختو اقتصادي چيلنجونو او بې وزلۍ په ترڅ کې د ماشومانو کارکوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي سره، درې نړېوالو سازمانونو د ماشومانو د ملاتړ لپاره یوه ګډه پروژه پېل کړې ده.
ملګري ملتونه، اروپايي اتحادیه او د المان له خوا تمویل شوي مرستندویه سازمان له هغه ۱۶۰۰ څخه زیاتو افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره یو نوښت پېل کړی چې کار کولو ته اړ شوي دي.
دا نوښت، چې د مۍ په ۸ مه پېل شوی و، د ماشومانو لپاره حرفوي کورسونه وړاندې کوي او د کارکوونکو ماشومانو کورنیو ته نغدي پيسې ورکوي.
د ۲۴ میاشتو لپاره، هره کورنۍ به په میاشت کې ۸۰ ډالره د هڅونې په توګه ترلاسه کړي ترڅو دغه کورنۍ خپل ماشومان د کار کولو څخه منع کړي.
د هر ماشوم لپاره چې د ۱۵ کلونو څخه کم عمر لري، د کورنۍ یو بالغ غړی هم د نوښت د حرفوي زده کړو په پروګرام کې شامل کېدی شي. د نوښت په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو اوږد کورسونه شامل دي چې زده کونکي د مسلکونو لپاره تياروي.
د افغانستان په لوېدیځ هرات ښار کې تر ۴۰ سلنې ډېر کارکوونکي جينکۍ دي چې د اقتصادي ستونزو له امله د پلورونکو په توګه کار کولو ته اړ شوي دي.
په ۷ برخو کې کورسونه
د انصاري د تخنيکي او حرفوي مرکز مشر فريدون رحمانيار وويل، د هغه مرکز په اوو برخو کې شپږ مياشتني حرفوي کورسونه وړاندې کوي.
هغه وويل، "په دغو برخو کې خياطي، دستکاري، د غالۍ اوبدل، ترکاڼي، د موبايلونو مرمت کول، د بريښنا کار او د تلويزيون مرمت کول شامل دي."
هغه وویل، دا مرکز به د ګډون کونکو ځوانانو یا لویانو سره د فراغت وروسته د کار په بازار کې د فرصتونو په موندلو کې هم مرسته وکړي.
هغه وویل، "پنځوس سلنه زده کوونکي له ښاره او ۵۰ سلنه نور د هرات له کوهسان، کشک رباط سنګي او پښتون زرغون ضلعو څخه راځي."
په وروستیو میاشتو کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله د هرات ښار په کوڅو کې د ماشومانو کارکوونکو شمېر ۵۰ فيصده زیات شوی دی.
د هرات د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلوماتو له مخې، نهه مياشتې وړاندې ۹۰۰۰ کارکوونکي ماشومان د کارکوونکو په توګه ثبت شوي وو. دا شمېر اوس په ټوله صوبه کې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر شوی دی.
د روښانه راتلونکي په هیله
ګڼ شمیر ماشومان چې نور په سړکونو باندې کار نه کوي په حرفوي ټولګیو کې د شاملیدو راهیسې د خپل راتلونکي په اړه ډېر هيله مند دي.
دغو ماشومانو د کثافاتو په راټولولو، د بوټانو په پالش کولو، او حتی په سوال کولو سره د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سخته مبارزه کړې ده.
د شپږ کسيزې کورنۍ مشر زوى ١٧ کلن محمود وويل، هغه د سکول پريښودو نه علاوه بله چاره نه لرله او په سړکونو يې کار پيل کړو، ځکه چې پلار يې ناروغه دی او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
هغه وویل، "په سړکونو کار کول خورا ستونزمن کار و. ځینو خلکو زما پورې ملنډې کولې، خو زه مجبوره وم چې د خپلې کورنۍ لپاره څه وګټم."
محمود به د هرات په ښار کې کثافات راټولول او بیا به یې د ورځې يوازې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ افغانیو (د ۱.۱۲ څخه تر ۱.۶۸ ډالرو پورې) پورې راټول شوي توکي پلورلې.
هغه وویل، "له هغه وخته راهيسې زه ډېر خوشحاله يم کله چې ما په حرفوي کورس کې ګډون پېل کړو. زه زده کړه کوم چې اليکټريشن جوړ شم او ډېر هیله مند یم چې د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړم."
شپاړس کلن احمد فیضان هم د هرات ښار له کوڅو څخه کثافات راټولول او خرڅول.
"ما د اوړي په ګرمو ورځو او د ژمي په يخو ورځو کې په کوڅو کې کار کولو. ما نشو کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. اوس، زما د حرفوي ټولګي سربېره، زه کولی شم د انګلش او کمپیوټر په ټولګیو کې ګډون وکړم."
هغه زیاته کړه، "زه ډېر شکر ګزار یم چې د مختلف ډوله تلویزیونونو د مرمت کولو زده کولو وروسته، زه کولی شم د خپلې کورنۍ لپاره پيسې وګټم او د خپل هېواد خدمت وکړم."
په سکول کې د ګډون فرصت
د نوي نړیوال نوښت له مخې، په سلګونو ماشومان چې کار کولو ته اړ شوي وو توانیدلي چې سکول ته راستانه شي.
۸ کلن زبیر یو له دغو ماشومانو څخه دی.
د هغه ۲۱ کلنې خور عبیده د حرفوي زده کړو په یو کورس کې نوم لیکنه کړې او اوس وايي چې د ګډ نوښت له لارې د هغې له کورنۍ سره میاشتنۍ نغدي مرستې د زبیر لپاره په سړکونو باندې د کار کولو اړتیا ختمه کړې ده.
هغې وويل، "د بې وزلۍ او اقتصادي فشار له امله، موږ خپل ورور د کار لپاره ليږو، او هغه به د کثافاتو په راټولولو او پلورلو سره د ورځې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ افغانيو (له ۵۶ پيسو څخه تر ۱.۱۲ ډالرو پورې) پورې پيسې ګټلې."
هغې زیاته کړه، "خو اوس زما په کورنۍ کې هرڅوک خوشحاله دي ځکه چې زه په حرفوي پروګرام کې شامله شوې يم. زبیر ډېر خوشحاله دی چې سکول ته ځي."
عبيدې وويل، له فراغت وروسته به هغه د خياطي په توګه کار پيل کړي او زبير ته به اجازه ورنکړي چې بيا په کوڅو کې کار وکړي.
څلوېښت کلنې ملالۍ وويل، د هغې يوولس کلن زوى محمد قاسم اوس په سړکونو باندې د بوټانو د پالش کولو پر ځاى سکول ته ځي.
د څلورو ماشومانو مور ملالۍ وویل، "محمد قاسم زما مشر زوی دی، او موږ اړ شو چې هغه د کار لپاره ولېږو. زما میړه ناروغه دی، او هغه نشي کولی کار وکړي. زما زوی د ورځې سل افغانۍ ګټي، او په دې پیسو به موږ ژوند کوو."
"زه ډېره خوشحاله یم چې د خیاطۍ زده کولو فرصت لرم او زما زوی کولی شي سکول ته لاړ شي. محمد قاسم اوس په خپلو زده کړو بوخت دی او د ناولي جامو پر ځای د سکول یونیفورم اغوندي."