امنیت

ایران د استوګنې له ژمنو سربېره د فاطمیون ډويژن غړي له هېواده شړلي دي

د علي لخوا

د اګست په ۶مه د ایران په مشهد کې یو زیارت د فاطمیون د هغه غړو عکسونه ښایي کوم چې په سوریه کې مړه شوي دي. [فاطمیون]

د اګست په ۶مه د ایران په مشهد کې یو زیارت د فاطمیون د هغه غړو عکسونه ښایي کوم چې په سوریه کې مړه شوي دي. [فاطمیون]

هرات -- ۲۹ کلن حسین علي اوه میاشتې وړاندې د ایران په مشهد ښار کې اوسېدو کله چې پولیسو هغه ونیولو.

سره له دې چې علي د فاطمیون ډويژن، هغه ملېشه چې په افغانانو مشتمله ده او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) د قدس ځواک له خوا جوړه شوې ده، غړی دی، هغه په اسلام کلا له لاره کې ونیول شو، ووهل شو، لوټ شو او بیا افغانستان ته وشړل شو.

علي په سوریه کې ​د فاطمیون په څنګ کې جنګېدلی و ​ او په دوو کلونو کې درې ځله د جګړې په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.

علي، چې اوس له خپل مور او پلار سره په هرات ښار کې ژوند کوي، وویل، "ما له خپلو ملګرو سره د تهران په یوه ودانۍ کې کار کولو چې یوه ورځ د [IRGC] غړي موږ ته راغلل او موږ ته یې وویل چې د عراق او سوریې اسلامي دولت (داعش) په سوریه کې د زهرا پر زیارت برید کړی دی."

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د اګست په ۹مه د هرات صوبې په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د اګست په ۹مه د هرات صوبې په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

سپاه پاسدارانو علي ته وویل چې د شیعه په توګه هغه د زیارت د دفاع مسؤلیت لري -- مخکې له دې چې هغه ته د شړلو ګواښ وکړي که هغه جنګ ته راضي نه شي.

هغه وویل، "هغوی موږ ته وویل چې په سوریه کې به زموږ ژوند په خطر کې نه وي." "هغوی د سوریې له جګړې څخه زموږ د راستنیدو په صورت کې زموږ د خوښې په هر ایراني ښار کې د دایمي استوګنې او یو کور ژمنه هم وکړه."

علي وویل چې​​هغه په سوریه کې د خپل وخت په اوږدو کې څو ځله مرګ ليدلی و​​.

هغه وویل، "هغوی زه د خپل دوه کلن ماموریت له پای ته رسولو وروسته بېرته مشهد ته راوستم." "ما څو میاشتې انتظار وکړو چې خپل استوګنځی او کور ترلاسه کړم." کله چې هم زه به د سپاه پاسداران دفتر ته د معلوماتو لپاره لاړم، نو ما به واضح ځواب نه ترلاسه کولو."

هغه وویل، "کله چې ایراني پولیسو زه ونیولم او زما خبرو ته يې پام ونه کړو، که څه هم ما ورته وویل چې زه د فاطمیون ډويژن غړی یم، نو زه پوه شوم چې د ایران د حکومت ټولې ژمنې دروغ دي."

'د غلامانو په څېر'

سپاه پاسداران له اوږدې مودې راهیسې د فاطمیون ډويژن د استخدام لپاره د دروغو ژمنو په تور تورن شوی دی.

د لغمان صوبې یو اوسېدونکي قدرت الله محبت چې په دې وروستیو کې له ایران څخه شړل شوی و، وویل، "ما په ډېرو مواردو کې وليدل چې د ایران پوځ د فاطمیون له غړو سره د غلامانو په څېر چلند کولو."

هغه وویل، "د فاطمیون غړي په ایران کې ښه ژوند نه لري." "دوی په سختۍ سره د هغه معاش سره ژوند کوي چې د ایران حکومت ورته ورکوي. دا په بشپړه توګه دروغ دي چې وايي د ایران حکومت د فاطمیون غړو ته کورونه او سهولتونه ورکوي."

محبت وویل، "د ایران حکومت لا هم په ایران کې افغان کډوال هڅوي چې له فاطمیون سره یوځای شي." "د ایران د پوځ غړي اکثر هزاره او شیعه ځوانانو ته ورځي او د هغوی له مذهبي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي."

د بدخشان صوبې یو اوسېدونکي نذیر احمد فیضي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوی و، وویل، د ایران حکومت هم په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد له فاطمیون څخه کار اخلي.

هغه وویل، "په ایران کې زیاتره افغان کډوال د فاطمیون له خوا پیژندل شوي او بندیان شوي دي." "ما څو ځله ولیدل چې له فاطمیون سره تړلو افغانانو نور افغانان ونیول او کيمپونو ته یې ولېږدول."

فیضي وویل، "د فاطمیون غړي له افغان کډوالو سره هغومره بد چلند کوي لکه څنګه چې ایراني پوځیان کوي." "هغوی روزل شوي​ ترڅو افغان مهاجرین​ یا حتی ایرانیان چې د هېواد د رژیم پر ضد دي وځوروي."

فیضي زیاته کړه، د فاطمیون غړي په ړندو سترګو هر هغه امر مني چې دوی يې د ایران له حکومت څخه ترلاسه کوي.

د افغانستان لپاره ګواښ

څارونکي وايي، دا ړوند اطاعت فاطمیون​​ په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره خطرناک ګرځوي​​.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر کامل وویل، "په افغانستان کې د ځواک او امنیتي خلا شتون لري چې ایران کولای شي په اسانۍ سره دغه خلا د فاطمیون په کارولو سره د خپلو اقتصادي، پوځي او استخباراتي موخو لپاره استعمال کړي."

هغه وویل، "د ایران حکومت له کلونو راهیسې د یاغیانو ملاتړ کوي چې د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې د اوبو خور او د بجلۍ د بندونو د جوړولو مخه ونیسي او یا دغه بنسټیزې پروژې ويجاړې کړي."

"د ایران په استازیتوب، فاطمیون همدا اوس د افغانستان ... د بندونو ستر دښمن دی."

کامل وویل، په هېواد کې وروستیو پرمختګونو ته په پام سره، ډېر احتمال شتون لري چې فاطمیون به په دغو سیمو کې په شخړو کې ښکېل شي.

په غور کې د مدني ټولنې یو فعال خیر محمد عزیزي وویل، فاطمیون ډويژن د ایراني رژیم لپاره یوه اجير ډله ده، چې هر ځای وغواړي دا ځای پر ځای کولای شي.

هغه وویل، "د ایران رژیم د افغانستان په مرکزي صوبو کې په پټه د فاطمیون په سلګونو غړي په وسلو سمبال کړي او ځای پر ځای کړي دي." "د ایران رژیم ​هرکله چې وغواړي دا جنګیالي د خپلو ګټو لپاره کارولی شي​."

هغه زیاته کړه، "د داعش او نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ، فاطمیون د افغانستان د امنیت لپاره يو لوی ګواښ دی." "دا ډله په بشپړه توګه د ایران د حکومت تر کنټرول لاندې ده، او د هر هغه چا پر وړاندې جګړه کوي چې د ایران حکومت ترې د دغه کار کولو لپاره غوښتنه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500