ديپلوماسي

په افغانستان کې د توکمیز تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره د ایراني رژیم هڅې غوسه راپاروي

د عمر لخوا

یو بوډا سړی د اپرېل په ۲۷مه په هرات کې د انځورونو څخه تېرېږي چې وايي، د ایران د رژیم د اهدافو یوه برخه: د سوریې ویجاړول، د عراق ویجاړول، د یمن ویجاړول. [عمر/سلام ټایمز]

یو بوډا سړی د اپرېل په ۲۷مه په هرات کې د انځورونو څخه تېرېږي چې وايي، د ایران د رژیم د اهدافو یوه برخه: د سوریې ویجاړول، د عراق ویجاړول، د یمن ویجاړول. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده تازه څرګندونو او په افغانستان کې توکمیز تاو تریخوالي په افغانانو کې سخت انتقاد راپارولی دی.

خطیب زاده د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۵مه) په تهران کې په یو خبري کانفرنس کې وویل چې په افغانستان کې هېڅ اکثریتي یا اقلیتي توکميزه ډله نشته.

هغه وویل، پښتانه یوه اقلیتي توکميزه ډله ده، په داسې حال کې چې تاجک او هزاره ګان د افغانانو اکثریتي کسان دي.

د هرات اوسېدونکو د ویاند پر څرګندونو سخته غوسه څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی دغه څرګندونو ته په افغانستان کې د توکمیز تاوتریخوالي راپارولو لپاره د ایران د رژیم د ارادې د ښکاره نښې په توګه ګوري.

د هرات ښار یو اوسېدونکي حسین قادري وویل، "د هغو ستونزو په پام کې نیولو سره چې په افغانستان کې رامنځته شوي، د ایران رژیم هڅه کوي چې د افغانانو د توکمیزو ډلو ترمنځ تفرقه واچوي او جګړه روانه وساتي."

هغه وویل، اسلامي جمهوریت د افغانستان د قومي ډلو او کورنیو چارو په اړه د تبصرې حق نه لري، او زیاته یې کړه چې افغانان به د ایران د هر ډول لاسوهنې او تفرقې پر وړاندې ودرېږي.

د هرات ښار یو بل اوسېدونکي جاوېد نیاش وویل، تهران په خپل هېواد کې د اقليتي ډلو سره تبعیض کوي، خو په بې شرمۍ سره د افغان توکمیزو ډلو په اړه د افغان شخړې د اوږدولو لپاره تبصرې کوي.

هغه وویل، "د ایراني رژیم له خوا توکمیز تاوتریخوالیو ته لمن وهل زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ښکاره نښه ده." "په افغانستان کې د ایران لاسوهنه باید بنده شي، تر څو زموږ هېواد یو ځل بیا د جګړې په اور کې ونه سوځي."

نیاش وویل، "د ایران رژیم له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې قومي تاوتریخوالي ته لمن وهي، خو هېڅکله یې خپلې موخې ندي ترلاسه کړي." "افغانانو ثابته کړې چې متحد دي او هېڅوک نشي کولی چې د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي."

د فاطمیون له لارې د افغانستان ويجاړول

خطیب زاده په نورو څرګندونو کې وویل چې ایران چمتو دی چې په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې مشري په غاړه واخلي او چمتو دی چې د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

په هرصورت، پوځي شنونکي او ډېر افغانان دغه څرګندونو ته د تهران د ارادې د یوې نښې په توګه ګوري چې د فاطمیون ډويژن -- یوه ملېشه چې په افغانانو مشتمله ده او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) قدس ځواک جوړه کړې ده -- څخه ځواکونه په افغانستان کې ځای په ځای کړي.

په هرات کې مېشت پوځي شنونکي وحیدالله نیکبین وویل، اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د داعش د بریدونو مخ په زیاتیدونکي ګواښ ته د فاطمیون جنګیالیو د راوستلو لپاره د یو احتمالي فرصت په توګه ګوري.

هغه وویل، "د ایران رژیم په فاطمیون کې افغانان استخدام کړي چې په عراق او سوریه کې د داعش پروړاندې جګړه وکړي او اوس غواړي چې په افغانستان کې يې ځای په ځای کړي." "رژیم د فاطمیون ځواکونه یوازې د خپلو موخو او نیابتي جګړو د پرمخ بیولو لپاره کاروي."

هغه وویل، "ایراني ځواکونه د داعش سره د مبارزې توان نلري او تل یې په هېواد کې له مجبور افغان کډوالو څخه کار اخیستی او د فاطمیون د پوځ د یوې برخې په توګه یې د جګړې په ډګرونو کې ځای پر ځای کړې دي."

نیکبین خبرداری ورکړو چې په افغانستان کې د ایران له خوا د فاطمیون ځواکونو ځای پر ځای کول به یوه قومي او مذهبي جګړه پېل کړي.

د هرات ښار اوسېدونکي محمد اکبر حسیني وویل، له همدې امله افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایراني رژیم د داعش سره د مبارزې په پلمه افغانستان ته ورننوځي.

هغه وویل، "د ایران رژیم عراق او سوریه تباہ کړي دي او له داعش سره د مبارزې په پلمه يې په زرګونو بې ګناه خلک وژلي دي." "سربېره پردې، د رژیم اجیرانو په عراق، سوریه او یمن کې د زرګونو بې ګناه خلکو وینه توی کړې ده."

هغه زیاته کړه، "په منځني ختیځ کې د څو هېوادونو له ورانولو وروسته، ايران د افغانستان د ورانولو موخه لري."

حسیني وویل، ایران باید په دې پوه شي چې افغانستان یې د جیوپولیټیک لوبې ډګر نه دی او د افغانستان لپاره به یې ناوړه پلانونه ناکامه شي.

د ایران لمسون

خطیب زاده دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ کړکېچ زيات شوی دی.

د بېلګې په توګه، د یکشنبې په ورځ د ایران د سرحدي ځواکونو یو موټر او اته سرحدي ساتونکي په هرات کې د اسلام کلا له پولې له لارې افغانستان ته ورننوتل او هڅه یې وکړه چې د یو سیمه ییز سړک د جوړولو مخه ونیسي.

افغان سرحدي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره ایراني عسکر ونیول او موټر یې هم قبضه کړو.

له دې پېښې وروسته، ایران پولې ته څېرمه په سلګونو پوځیان له ټېنکونو او پوځي تجهیزاتو سره ځای پر ځای کړل، چې په پوله یې وضعیت نور هم کړکېچن کړو.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یو فعال سید نذیر ثابت وویل، افغانستان ته د ایراني پوځیانو ننوتل د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.

هغه وویل، "د ایران رژیم غواړي چې په سرحدي سیمو کې د خپلو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره افغانانو ته خپل پوځي ځواک وښيي."

هغه وویل، "ایران باید پر افغانستان له یرغل څخه ډډه وکړي." "که چېرې د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځته شي، نو که هرڅومره پياوړي ایراني ځواکونه د جګړې ډګر ته ور دننه شي، دوی به ژوندي بېرته رانشي."

د هرات اوسېدونکي ګلاب الدین سیفي وویل، په پوله کې د ایران پوځي تمرینونه یو ښکاره لمسون دی.

هغه وویل، "په داسې حال کې چې افغانان له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دي، د ایران رژیم، د دې پر ځای چې ملاتړ وکړي، د وضعیت د بې ثباته کولو هڅه کوي چې افغانستان په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي."

هغه زیاته کړه، "د ایران رژیم هېڅکله په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی نه دی، بلکې خپل ټول توان یې د دې لپاره کارولی چې دا هېواد د نیابتي جګړو ډګر پاتې شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500