امنیت

د سلیماني روح اوس هم د هغه افغان ځوانانو لپاره د کړاو سبب ګرځي کوم چې د ایراني ملیشو سره يو ځای شوي دي

د علي له خوا

فاطمیون ډويژن، چې د ایراني کمانډر قاسم سليماني له خوا جوړ شوی و، اوس هم بېوزلي افغان کډوال استخداموي، چې ډیر په کې د ايران په پراکسي جګړو کې مړه کیږي. [علي]

کابل -- لکه څنګه چې د ایران د کمانډر قاسم سلیماني د مړینې لومړۍ کلیزه په رانژدې کیدو ده، د هغه میراث په ایران کې بیوزلې افغان مهاجرین په دوامداره توګه له کړاو سره مخ کړي دي.

سلیماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک (آی آر جي سي-کيو اېف) پخوانی مشر و، د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و، خو د فاطمیون ډويژن، چې د ایران پلوه ملېشه ده او هغه جوړه کړې وه، غير روزل شوي او بې وسلې نوي افغان عسکر د سوريه او نورو پراکسي جګړو لپاره ليږي.

شواهد ښیي چې فاطمیون بیوزلي افغانان په نښه کوي چې په ایران کې کار کوي، چې د خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ليواله دي، او اوس کتونکي وايي چې دغه ملیشه د افغانستان او د سیمې لپاره یو جدي ګواښ ګرځیدلی دی.

که څه هم آی آر جي سي د فاطمیون لپاره د تلفاتو ارقام نه خپروي، خو په زرګونو افغان مهاجرین د تهران لپاره په پراکسي جګړو کې مړه شوي دي.

د قاسم سليماني يو پخوانی عکس چې د دسمبر په ۱۲ مه په ایران کې په یوې غونډه کې د ایراني ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

د قاسم سليماني يو پخوانی عکس چې د دسمبر په ۱۲ مه په ایران کې په یوې غونډه کې د ایراني ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

په سوريه کې د ګڼ شمير ځوان افغانانو سره د قاسم سلیماني يو تصوير چې د دسمبر په ۱۵ مه د فاطمیون ډويژن لخوا خپور شوی دی. [فايل]

په سوريه کې د ګڼ شمير ځوان افغانانو سره د قاسم سلیماني يو تصوير چې د دسمبر په ۱۵ مه د فاطمیون ډويژن لخوا خپور شوی دی. [فايل]

په واشنګټن کې د آی آر جي سي یو څارونکي علی الفونا د خپلو معلوماتو پر بنسټ د فبرورۍ په میاشت کې د آزادۍ راډیو ته وویل، په سوریه کې د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۹ د سپتمبر تر میاشتې پورې ۹۱۷ تنه افغان وګړي وژل شوې ول.

ډیر افغان عسکر د ایراني تابعیت، ګټو او خپلو کورنیو ته د میاشتنۍ تنخوا سربیره چې دوی يې د ملیشې د غړو په توګه ترلاسه کوي د ژمنې په بدل کې د فاطمیون ډويژن سره يو ځای کيږي.

دغه لويې ژمنې، چې د فاطمیون تجربه کاره غړيو له هغوی سره کړي دي او د فاطمیون د مړه شويو غړو خپلوانو يې په اړه شکایت کړی دی، ډير کم ريښتيا ثابتيږي..

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل وویل، "ایراني چارواکو خپل ځوانان فاطمیون ته په کار ګومارلي او دا ځوانان د خپلې مايوسۍ له امله د تهران لپاره ګټور کاري ځواک ثابت شوی دی."

هغه زیاته کړه، "د ایران حکومت غواړي فاطمیون د یو جنګي ځواک په توګه وساتي او په هغو هیوادونو کې يې وکاروي چيرته چې ورته دا اړتيا لري." "له دې امله، د فاطمیون د غړو استخدام او روزنه پای ته نه ده رسیدلې."

کيدې شي ډیر ژر به فاطمیون د خپلو غړو په وطن کې جګړه وکړي -- نه یوازې په سوریه کې.

کامل وویل، د ایران رژیم غواړي په افغانستان کې د فاطمیون ډويژن وکاروي چې د متحده آيالاتو ګټو ته زیان ورسوي او په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي نفوذ پراخه کړي.

په حقیقت کې، د دسمبر په ۱۹ مه د افغانستان سیمه ییز تلویزیون چينل ته په یوې مرکه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل، فاطمیون "هغه غوره ځواک دی چې د افغانستان حکومت یې کارولی شي که چيرې دا وغواړي."

په کابل کې د پوځي چارو کارپوه یوسف آمین زازۍ د مارچ په میاشت کې د فاطمیون لپاره د ممکنه راتلونکي ماموریت په حواله وویل، "افغانان اوس هم اندیښمن دي چې ایران د نړيوال ايتلافي ځواکونو له وتلو وروسته ګډوډي رامنځته کولی شي."

ماشومان سرتیري ګمارل

هغه افغانان چې له ایران څخه خپل هیواد ته راستانه شوي د هغه مهاجرینو په اړه کیسې شریکوي چې د فاطمیون ډويژن غړي جوړ شوي دي.

محمد ادريس، چې د هلمند صوبې اوسیدونکی دی او په دې وروستيو کې له ایران څخه راویستل شوی دی، وويل، د ایران په یزد صوبه کې د فاطمیون د استخدام مرکز ځوان افغانان هڅوي چې د ملیشو سره یوځای شي.

هغه وويل، "ايراني ځواکونه له افغان ځوانانو سره د استوګنې جواز او په ايران کې د اوسيدو لپاره د ځای ژمنه کوي." "دوی ژمنه هم کوي چې د تل لپاره به د دوی د کورنیو سره مرسته وکړي که چیرې دوی [ځوانان] په سوریه کې د جنګ لپاره لاړشي."

ادریس وویل، که چیرې دوی د دریو میاشتو لپاره په سوریه کې خدمت وکړي، نو د فاطمیون د تجربه کاره کسانو ته د استوګنې اجازه ورکړل کيږي.

هغه زیاته کړه، آی آر جي سي ژمنه کوي چې د ملیشو غړي به په سوریه کې ښخ کړي که چیرې دوی په جګړه کې ووژل شي.

هغه زیاته کړه، "یو ځوان چې زما سره يې کار کولو په سوریه کې د جګړې لپاره لاړو، خو هغه هیڅکله بیرته نه دی راغلی." "دوی [ایراني چارواکو] له ما څخه وغوښتل چې په سوریه کې جګړې ته لاړ شم، خو ما انکار وکړو."

۱۵ کلن محمد سردار د بامیانو صوبې اوسیدونکی دی. له ایران څخه د خپل وروستي رايستلو راهیسې، هغه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کيمپ کې ژوند کوي.

د هغه ورور په خوشبختۍ سره د فاطمیون سره په دوو خطرناکو سفرونو کې ژوندی پاتې شو، خو آی آر جي سي د هغه سره د خپلو ژمنو نه منکر شوی دی.

محمد د دسمبر په ۱۶ مه وويل، تیر کال، د هغه ۱۶ کلن ورور په سوریه کې د جګړې لپاره لاړو او له دریو میاشتو وروسته ایران ته راستون شو.

سردار زیاته کړه، "یو څو میاشتې مخکې زما ورور حسین بیا سوریې ته واستول شو او دوه میاشتې وروسته بیرته راستون شو." اوس هغه د ايران په قُم کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه، "که څه هم د ایران حکومت زما د ورور سره ژمنه کړې وه چې دا به په ایران کې هغه ته کور او د هغه د کورنۍ ټولو غړو لپاره د استوګنې جواز او په سوریه کې د هغه د خدمت په بدل کې ډیرې پیسې ورکړي، خو هغه ته یې د استوګنې عارضي جواز ورکړو او نور هیڅ نه." "که څه هم د ایران حکومت وویل چې د هغه کورنۍ به له ایرانه ونه باسي، خو زه یې وويستلم."

سردار وویل، هغه څوک چې په فاطمیون کې د خدمت اراده لري لومړی د ۴۵ ورځو د پوځي روزنې لپاره تهران ته لیږدول کیږي او بیا سوریې ته استول کیږي.

عبدالطیف، چې اوس مهال په هرات ښار کې ژوند کوي، وويل، د فاطمیون د ليکو د ډکولو لپاره، ایراني چارواکي کله ناکله غیر قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال د مختلفو تورونو په سر په توقيف کې ساتي، چې په دې کې د مهاجرت قانون څخه سرغړونه شامله ده. دوی د یو ملیارده ايراني ريالو جرمانې (تقريباََ ۴۲۸۱ آمريکايي ډالره په تور بازار کې) غوښتنه کوي چې هیڅ افغان مهاجر يې نه شي ورکولی.

لطیف وویل، چارواکي هغو افغانانو ته وړاندیز کوي چې دومره پیسې نه لري -- يعنې هغوی ټول -- چې دا د ۲۵ کالو لپاره د قيد او يا په سوریه کې د جګړې تر منځ انتخاب دی.

د بشر ضد جرمونه

په هرات صوبه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ایز دفتر ډايريکټر میرویس آمیني وویل، د جګړې لپاره د ماشومانو لیږل د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کنونشن او د نورو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه، "هغه هیوادونه او حکومتونه چې ماشومان په شخړو کې کاروي سزا ته اړتيا لري او پکار ده چې د نړیوال قانون سره سم محاکمه شي."

امیني وویل ، هر هغه څوک چې ماشومان مجبوروي چې په شخړو کې برخه واخلي جنګي جرم کوي او همدارنګه دا د بشریت پروړاندې يو جرم دی.

هغه زیاته کړه که چیرې ماشومان مجبوره شي چې په جګړه کې برخه واخلي یا په بې خبرۍ سره دا ډول کار غوره کړي، نو د دوی پوځي خدمت له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي او عاملین یې باید محاکمه شي.

په هرات کې د بشري حقونو فعال محمد ادریس وحيدي موافقه وکړه چې په سوریه کې د افغان ځوانانو او ماشومانو کارول یو غیر انساني عمل او جرم دی.

هغه زیاته کړه، "د افغانستان ډیر وګړي چې له فاطمیون سره یوځای شوي دي، کم عمر لري." "دوی د جګړې په اړه هیڅ معلومات نه لري، او دوی په آسانۍ سره وژل کیدی شي."

هغه وويل، نړيوالې قانوني موسسې بايد له آی آر جي سي څخه وغواړي چې په ايران کې د کوچنيانو په ګډون له ځوانو افغانانو څخه د ناوړه ګټې اخيستلو مخه ونيسي.

هغه زیاته کړه، "کم عمره [افغانان] په ایران کې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي، او د ایران حکومت دوی د جګړې لپاره استوي، پرته له دې چې د دوی کورنۍ ترې خبر کړي." "دا د تشدد او جرم ترټولو لوړه کچه ده."

په هرات ښار کې د مدني ټولنې فعال محمد ایوب وویل، "د افغانستان حکومت او نړیوال سازمانونه باید د فاطمیون لخوا د ماشومانو استخدام ودروي چې افغانان نور د نورو د اهدافو ښکار نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500