اقتصاد

روسیه او ایران د جلا کېدو له کبله د پرزو د نشتوالي له پايلې سره مخ دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سپی د اپرېل په لومړۍ نېټه د روسیې په تولیاتي کې د لاډا موټر ډيلرشپ په پارکینګ کې د لاډا موټرو مخې ته ولاړ دی. روسیه پر اوکراین له برید وروسته د بندیزونو له امله د پرزو له کمي سره مخ ده. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

یو سپی د اپرېل په لومړۍ نېټه د روسیې په تولیاتي کې د لاډا موټر ډيلرشپ په پارکینګ کې د لاډا موټرو مخې ته ولاړ دی. روسیه پر اوکراین له برید وروسته د بندیزونو له امله د پرزو له کمي سره مخ ده. [یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

کله چې یو روسي موټر جوړونکي شرکت له ایران څخه وغوښتل چې هغوی ته کلیدي پرزې چمتو کړي چې د اوکراین له برید وروسته د لویدیځو بندیزونو له امله ورته لاسرسی نشي موندلی، دا یوه مهمه شیبه وه چې هغه پايلې په ګوته کوي چې دواړه رژیمونه ورسره په نړیواله توګه د جلا شويو هېوادونو په توګه مخ دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د می په ۲مه نېټه وویل، د ایران د موټرو د پرزو جوړونکو ټولنې له خوا حسین بحرینیان وویل چې د روسیې موټر جوړونکي شرکت د پرزو د پېرودلو په اړه پوښتنه کړې، خو ياده شرکت خپل نوم ندی ښکاره کړی.

بحرینيان وویل چې په دغه غوښتنه کې د برېک سیسټمونه، سیټ بیلټونه، ایربېګز، الټرنېټرز، اير کنډيشنرز، ترموسټېټونه او د بریښنايي کړکۍ سیسټمونه شامل دي.

هغه وویل، "د روسیې د موټرو جوړونکي غوښتنې ته په پام سره چې د ایران د تجهیزاتو له تولیدونکو سره همکاري وکړي، هغه شرکتونه چې د تولید د کیفیت او کمیت له پلوه روسیې ته د چمتو کولو ظرفیت لري، کولی شي د دې شمالي ګاونډي په بازار کې د شتون لپاره خپل بخت وازمایي."

د ایران ملي هوايي شرکت ۳۹ الوتکې لري، چې ډېرې پکې د ایربس الوتکې دي. [Presstv.ir]

د ایران ملي هوايي شرکت ۳۹ الوتکې لري، چې ډېرې پکې د ایربس الوتکې دي. [Presstv.ir]

د ایران د موټر ځینې پرزې، په شمول د انجن د یخولو او سسپنشن سیسټمونو، په وروستیو کلونو کې روسیې ته صادر شوي دي.

لویدیځ موټر جوړونکو په تېرو دوو لسیزو کې د موټرونو جوړولو لپاره روسیې ته مخه کړې وه کله چې د هېواد اقتصاد پراخه شو.

خو وروسته له هغه چې ماسکو د فبرورۍ په میاشت کې اوکراین ته سرتیري واستول، ډېرو موټر جوړونکو -- پشمول د آډي، هونډا، جګوار او پورشې -- روسیې ته د خپلو موټرو یا پرزو پيرود بند کړی دی.

هغه جوړونکي چې د روسیې تولید یې بند کړی په هغوی کې بي اېم ډبليو، فورډ، هیونډې، مرسډيز، ولکس ووګن او والوو شامل دي.

د موټر جوړونکي شرکت آټو وېز -- چې په روسیه کې ترټولو لوی موټر جوړونکی دی او د هېواد ترټولو غوره برانډ، لاډا سره، چې زياتره برخه يې د فرانس د نیسان - رینالټ ګروپ ملکیت دی -- د وارداتي پرزو د کمي له امله تقريباََ په ټپه ولاړ دی.

د رینالټ ګروپ د اوکراین په اړه د روسیې د بایکاټ له کبله تر سخت فشار لاندې دی او په پام کې لري چې ایا له آټو ويز سره شراکت ختم کړي او کنه.

دا د روسټک سره په ملګرتیا کې د آټو وېز ملکیت لري. روسټک يو دولتي دفاعي شرکت دی چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین د نږدی متحد سرګي کیمزوف لخوا اداره کیږي، کوم چې له بنديزونو سره مخ دی.

د دوشنبې په ورځ (د می په ۹مه)، د متحده ایالاتو یو دفاعي چارواکي وویل چې نړېوال بندیزونه د روسیې د وسلو صنعت ته زیان رسوي، کوم چې په اوکراین کې د روسیې د پوځ لخوا د کارول شويو لارښود توغندیو په بدلولو کې له ستونزو سره مخ دی ځکه چې د ماسکو په وړاندې په بریښنایي پرزو باندې بندیز لګول شوی دی.

د پنټاګون یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل، روسیې په اوکراین کې دومره توغندي توغولي چې "دوی د دقیقو لارښوونکو وسلو د شتون ستونزې لري او د هغې په بدلولو کې له ستونزو سره مخ دي".

دغه چارواکي یوې خبري غونډې ته وویل، د متحده آيالاتو د استخباراتو پر بنسټ، واشنګټن په دې باور دی چې بندیزونه -- په ځانګړې توګه پر برقي پرزو -- د روسیې په دفاعي صنعتي سکټور باندې اغېز کړی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې له همدې امله لوی ښارونه لکه ماریوپول یا خارکیف د غیر لارښود بمونو لخوا په نښه شوي چې د پوځي هدف او د استوګنې ودانۍ ترمنځ توپیر نه کوي.

جلا شوي ایالاتونه او پرزې

د تهران لپاره پرزې ترلاسه کول مخکینۍ ستونزه ده، چې نوموړی هیواد د کلونو راهیسې په نړیواله توګه جلا دی.

ایران له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، چې په ۲۰۱۸ کال کې د متحده ایالاتو له خوا بېرته لګول شوي دي.

شنونکي وايي، د ایران د عامه ترانسپورت اتیا فيصده برخه خرابه شوې او په تېرو لسیزو کې نه نوي شوې او نه بدله شوې.

شنونکي وايي، د دسمبر په ۸مه له ايرنا سره په مرکه کې، د ایران د هوايي چلند د اتحادیې نايب مشر علي رضا برخور څرګنده کړه چې د ایران د ملکي الوتکو د نیمې څخه زیاته برخه د پرزو د نشتوالي له امله بنده ده.

هغه وویل، "په ایران کې د غیر فعالو الوتکو شمېر د فالتو پرزو -- په ځانګړی توګه د انجنونو -- د نشتوالي له کبله تر ۱۷۰ څخه زیات شوی دی." "که دا رجحان دوام ومومي، موږ به په نږدې راتلونکي کې وګورو چې نورې الوتکې به هم په ټپه ودريږي."

هغه زیاته کړه، "موږ هیله لرو چې د حکومت له لومړیتوبونو څخه به یو د هوايي شرکتونو په تمویل کې مرسته وي ترڅو دوی وکولی شي د بندو شويو الوتکو د بیارغونې لپاره پرزې چمتو کړي."

د ایران اقتصادي ورځپاڼې فایننشل ټریبیون د راپور له مخې، د ایران ملي هوايي شرکت ۳۹ الوتکې لري، چې ډېر پکې ایربس الوتکې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې، د بندیزونو له لرې کولو وروسته، ایران د ۱۰۰ ایربس جټ الوتکو، ۸۰ بوینګ الوتکو او ۴۰ ای ټي آر الوتکو د پېرلو تړون وکړو.

رسنیو وویل چې اسلامي جمهوریت یوازې ۱۱ الوتکې ترلاسه کړې مخکې له دې چې د بندیزونو له بیا لګولو وروسته تحویلي وځنډول شوه.

سیاسي څیړونکي عبدالنبي بکر وويل، د ایران د اقتصاد او ترانسپورتي بیړیو خراب حالت "نه یوازې د بندیزونو بلکې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) لخوا خپلو سیمه ایزو پراکسيانو ته د عامه فنډونو د لیږد له امله" رامینځته شوی دی.

د ایران د ملکي هوايي چلند د ادارې پخواني استازي علي رضا منزري د دسمبر په میاشت کې ايلنا ته وویل، "له نړۍ سره د ایران مالي اړیکې کمزورې دي." "سربېره پردې، موږ باید د الوتکو پلورونکو ته نغدي پیسې ورکړو، او د بهرنیو قرضو او تمويل ترلاسه کولو توان به ونلرو کله چې د الوتکو د پیرود د تمویل کولو د پروسې خبره وي."

د ترانسپورت کارپوه مهرداد اراسي وویل، "اوس مهال د ایران حکومت یوازې له چین او روسیې سره ښې اړیکې لري."

هغه یادونه وکړه، "په هرصورت، دواړه هېوادونه د هوایي چلند ټیکنالوژۍ په برخه کې د وړاندیز کولو لپاره هېڅ نه لري." "په حقیقت کې، دوی خپلې مسافر وړونکې الوتکې د متحده ایالاتو او اروپایي شرکتونو لکه ایربس او بوینګ څخه اخلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500