سياست

چینايي شرکتونه ایران ته د بې پیلوټه الوتکو د پرزو د استولو له کبله په تور لېست کې اچول شوي دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو کارکوونکی د FL-2 سټېلټ ټرانسپورټ ډرون ماډل په ۲۰۱۹ کال کې په بیجینګ کې د چین د دفاعي معلوماتو د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په نمايش کې يو لیدونکي ته معرفي کوي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د FL-2 سټېلټ ټرانسپورټ ډرون ماډل په ۲۰۱۹ کال کې په بیجینګ کې د چین د دفاعي معلوماتو د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په نمايش کې يو لیدونکي ته معرفي کوي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۹مه) پنځه چینایي شرکتونه او یو کس د ایران ډرون جوړونکو ته د پرزو د رسولو په تور په تور لېست کې شامل کړو ترڅو د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو تولیدونکي او د هغوی د رسولو وسیله په نښه کړي.

د متحده ایالاتو خزانې په غیر مستقیم ډول چینایي شرکتونه په ​اوکراین کې د روسیې بریدونو​ او ​د خلیج په سیمه کې د تېلو په ټېنکرونو ​باندې د ایراني بریدونو سره تړلي دي، چې په دواړو حالتونو کې يې شاهد-۱۳۶ بې پیلوټه الوتکې (يو ای ويز) استعمال کړې چي عموماً د ډرونونو په نوم پیژندل کیږي.

په دې معاملو کې د چینایي شرکتونو رول د چین دا ادعا ​نوره هم کمزورې کوي چې دا یو "بې طرفه" منځګړی دی​ چې د جګړې پای ته د رسولو توان لري.

د خزانې وزارت وویل، ​شاهد-۱۳۶ ډرونونه ​د ایران د الوتکو د جوړولو د صنعتي شرکت (هيسا) لخوا جوړ شوي دي،چې کنټرول يې د ایران د دفاع وزارت په خپل لاس کې لري او د متحده ایالاتو له بنديزونو سره مخ دی.

خلک د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره کوي، وروسته له هغې چې دغه ښار 'د ځانمرګي ډرون الوتکو' د ډلې لخوا په نښه شوه، چې لږ تر لږه درې کسان پکې ووژل شول. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

خلک د اکتوبر په ۱۷ مه د اوکراین په کیف کې د ایران د سفارت خانې مخې ته مظاهره کوي، وروسته له هغې چې دغه ښار 'د ځانمرګي ډرون الوتکو' د ډلې لخوا په نښه شوه، چې لږ تر لږه درې کسان پکې ووژل شول. [سرګي چوزاکوف/ای اېف پي]

​روسیې د اوکراین په جګړه کې له دوی څخه په پراخه کچه کار اخیستی دی،​ ​چې د اکتوبر له میاشتې راهیسې يې په مهمو زیربناوو باندې د څو توغندیو او ډرونونو بریدونو پېل کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ وویل چې په کییف کې یې د څو ګهنټو لپاره د هوایي برید سایرن غږولو وروسته د شپې د روسیې له جنوب څخه د چاودیدونکو موادو ډک ډرونونو یوه ډله ویشتلې ده.

دغه وزارت وويل چې روسي ځواکونو د کییف په شمال ختیځ کې د بریانسک له سیمې څخه د شاهد په نامه ۱۵ ایراني جوړ بې پیلوټه الوتکې استعمال کړې، چې ۱۳ یې اوکرایني ځواکونو ویشتلې دي.

د جرمني مجلې Der Spiegel د فبرورۍ په ۲۴مه راپور ورکړو چې روسیه هم د چینایي بې پیلوټه الوتکو جوړونکي سره خبرې کوي ترڅو هغې ته ځانمرګي چاودیدونکي بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې ممکن په اوکراین کې ځای په ځای شي.

دغه مجلې وويل چې داسې معلومات یې لیدلي چې ښیي د روسیې پوځ د چینایي بې پیلوټه الوتکو جوړونکي ژیان بینګو انټلیجنټ ایوي ایشن ټیکنالوژۍ سره خبرې اترې کوي ترڅو د ماسکو لپاره په لویه کچه دا ډول ډرونونه تولید کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې چینایي جوړونکي موافقه کړې چې د ZT-180 پروټوټایپ ۱۰۰ ډرونونه به جوړ کړي او ازموینه به يې وکړي مخکې له دې چې د ۲۰۲۳ تر اپرېل پورې روسیې ته يې ورکړي، چې هر یو پکې د ۳۵ او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو لیږدولو توان لري.

يادې مجلې وويل، د یو بل ګام په توګه، بینګو په پام کې لري چې روسیې ته پرزې واستوي او ماسکو ته په شرکت کې د ډرونونو د تولیدولو لپاره معلومات چمتو کړي.

د ایران د تدارکاتو شبکې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د پنجشنبې په ورځ په دغه شبکه بندیز ولګول شو چې هيسا ته د زرګونو فضايي پرزو د پلور او لیږد مسؤلیت لري، چې پکې هغه پرزې شاملې دي چې په شاهد ډرونونو کې کارول شوي.

هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالات به "د دې هڅو د ګډوډولو لپاره په خپل اختیار کې له هرې وسیلې څخه کار اخیستو ته دوام ورکړي" او ایران به مسؤل وګرځول شي.

په تور لېست کې شامل شوي چینایي شرکتونه په هانګزو، شینزین، ګویلین او هانګ کانګ کې مېشت دي.

د خزانې وزارت وویل چې په چین کې مېشته هانګزو فویانګ کوټو مشینري شرکت، لمیټډ (کوټو مشینري) خپل سوداګریز املاک په ایران کې هيسا ته د فضایي پرزو په پلور او لیږد کې د اسانتیا لپاره کارول.

پدې کې د سپکو الوتکو انجنونه شامل دي چې ​د ایران په شاهد ډرونونو کې کارول کیږي.​

د خپل فعالیت د پټولو لپاره، کوټو مشینري د هانګ کانګ مخکښ شرکت ریوین انټرنیشنل ټریډ لمیټډ څخه کار واخیستو ترڅو د فضایي پرزو لپاره د ملیونونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه اسانه کړي.

په چین کې میشته ګولين الفا د ربړ او پلاستیکي ټیکنالوژۍ شرکت په ورته وخت کې په ایران کې هيسا ته د ۱ ملیونه ډالرو په ارزښت د زرګونو فضایي پرزو پلور او لیږد کې مرسته وکړه.

همدارنګه په چین کې میشته اېس اېنډ سي ټرېډ پي ټي وايي کمپني لميټډ، په چين کې د دې کارمند یون ژیا یوان او په چین کې مېشت شینزین کاسپرو ټیکنالوژۍ شرکت هم له بنديزونو سره مخ دي.

د خزانې وزارت وویل، دوی په ایران کې هيسا ته د فکسډ وزر، روټرکرافټ، او د ډرون اپيلکيشنونو لپاره د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت د زرګونو فضایي پرزو په پلور او لیږد کې مرسته کړې ده.

د امریکا د خزانې نايب وزیر براین نیلسن وویل، "ایران په مستقیم ډول د اوکراین په ملکي تلفاتو کې ښکېل دی چې​ د روسیې لخوا په اوکراین کې د ایراني ډرونونو د کارولو پایله ده​."

"متحده ایالات به د ایران د تدارکاتو نړېوالې شبکې په نښه کولو ته دوام ورکړي چې روسیې ته د اوکراین په غیرقانوني جګړه کې د کارولو لپاره وژونکي ډرونونه ورکوي."

'د خفيه بانکدارۍ' شبکه

د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په یو جلا اقدام کې په ایران، هانګ کانګ، چین، دوبۍ او نورو ځایونو کې ۳۹ شرکتونه او ادارې په تور لیست کې شامل کړې چې له ایران سره یې په نړېواله کچه د پیټرو کیمیاوي موادو په پلورلو کې مرسته کړې وه او په تهران د لګول شوي بندیزونو څخه یې سرغړونه کړې وه.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر وویل چې د بندیزونو سره مخ ادارې د پام وړ "خفيه بانکدارۍ" شبکه ده.

دا "یو له څو قضایي غیر قانوني مالي سیسټمونو څخه دی چې د ایران هغه شرکتونو، چې د بنديزونو سره مخ دي، لکه د فارس خلیج پیټرو کیمیکل صنعت سوداګریز شرکت (PGPICC) او ټريلينس پيټرو کيمکل کمپني لميټډ (ټريلينس) ته اجازه ورکوي چې نړېوال مالي سیسټم ته لاس رسی ترلاسه کړي او د بهرنیو پیرودونکو سره خپله سوداګري خفيه وساتي".

PGPICC د ایران د ممنوعه پیټرو کیمیکل شرکتونو ګروپ، د فارس خلیج پیټرو کیمیکل صنعت شرکت (PGPIC)، د بازار موندنې څانګه ده چې هر کال د ایران رژیم لپاره په لسګونو ملیارده ډالره تولیدوي.

د خزانې د وزارت له مخې، د ایراني تبادلې مرکزونه په بهر کې مخکښ شرکتونه جوړوي ترڅو د خپلو ایراني پیرودونکو په استازیتوب تجارت وکړي، پداسې حال کې چې د بهرنیو اسعارو لیږد د داخلي لیجرونو له لارې ساتل کیږي.

د خزانې د وزارت چارواکي ویلي اډیمو وویل، "ایران د بندیزونو د مخنیوي لپاره پيچيده شبکې جوړوي چېرې چې بهرني پیرودونکي، د تبادلې مرکزونه او په لسګونو مخکښ شرکتونه​ په ګډه د هغه ایراني شرکتونو سره د سوداګرۍ په دوام کې مرسته کوي چې د بنديزونو سره مخ دي​."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500