جرم او انصاف

د رئیسي په صدارت کې د ایران په اعدامونو کې 'د اندېښنې وړ زیاتوالی' راغلی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

هغه پلی کارډونه چې د ابراهیم رییسي عکسونه پرې جوړ شوي د سپتمبر په ۱۳مه په هاګ کې د استازو جرګې د موقتي هستوګنې مخې ته د ایران د صدر پر ضد د دوه ورځني احتجاج په جریان کې د احتجاج کونکو لخوا ښودل شوي. مظاهره کوونکي رئیسي په ایران کې د فقر، ظلم او اعدامونو په برخه کې تر ډېره حده مسول ګڼي. [رابن اتریخت/ای اېن پي/ای اېف پي]

هغه پلی کارډونه چې د ابراهیم رییسي عکسونه پرې جوړ شوي د سپتمبر په ۱۳مه په هاګ کې د استازو جرګې د موقتي هستوګنې مخې ته د ایران د صدر پر ضد د دوه ورځني احتجاج په جریان کې د احتجاج کونکو لخوا ښودل شوي. مظاهره کوونکي رئیسي په ایران کې د فقر، ظلم او اعدامونو په برخه کې تر ډېره حده مسول ګڼي. [رابن اتریخت/ای اېن پي/ای اېف پي]

پاریس -- د دوو مخکښو نادولتي موسسو یو راپور د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۸ مه) وویل، په ایران کې د اعدامونو کچه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۵ فيصده زیاته شوه. دغه موسسې د نشه یي توکو د جرمونو له کبله د اعدامونو په شمېر کې د زیاتوالي او همدارنګه د لږ تر لږه د ۱۷ ښځو او اقلیتي غړو د اعدام په اړه اندیښنه څرګندوي.

په ناروی کې میشته د ایران د بشري حقونو (آی اېچ آر) او د مرګ د سزا په وړاندې د فرانس ډله (اي سي پي اېم) په خپل راپور کې ویلي چې په ایران کې د اعدامونو کچه د صدارت لپاره د عدلیې پخوانې مشر ابراهیم رئیسي له ټاکل کېدو وروسته ګړندۍ شوې.

رئیسي، چې د بشري حقونو د څو نړیوالو ډلو له خوا د ډله ییزې وژنې مسؤل ګرځول شوی، په ایران کې په ۱۹۸۸ کال کې د څه باندې ۱۰۰ سیاسي بندیانو د ډله ییزې وژنې د اصلي پريکړه کوونکي په توګه مشهور دی.

دغه راپور د نړۍ له قدرتونو څخه چې د ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو په اړه خبرې اترې کوي غوښتنه کړې چې په خپلو خبرو اترو کې د اعدام د سزا په اړه خبرې وکړي.

په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په مشهد زندان کې د ښځینه بندیانو یوه ډله ښودل شوې ده. [IRIB.ir]

په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په مشهد زندان کې د ښځینه بندیانو یوه ډله ښودل شوې ده. [IRIB.ir]

د چین نه علاوه، ایران هر کال د بل هر هېواد په پرتله ډېر خلک اعداموي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې لږ تر لږه ۳۳۳ کسان اعدام شوي، چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۵ فيصده زیاتوالی ښيي. لږ تر لږه ۱۲۶ اعدامونه د مخدره توکو اړوند تورونو له کبله وو، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۵ شمېر څخه پنځه چنده لوړ دي.

دا د مخدره توکو اړوند اعدامونو کې د کمي لوی بدلون په ګوته کوي وروسته له دې چې ایران په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوال فشار له کبله د مخدره توکو سره د مبارزې په قانون کې ترميمات تصویب کړل.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د اعدامونو د څه دپاسه ۸۰ فيصده په رسمي توګه نه وو اعلان شوي، چې پدې کې هغه اعدامونه شامل دي چې د مخدره توکو اړوند جرمونو سره تړاو لري.

نادولتي موسسو وویل، دغه راپور "د اعدامونو په شمېر کې زیاتوالی، د مخدره توکو د جرمونو لپاره د اعدام د سزا په پلي کولو کې د اندیښنې وړ زیاتوالی او د شفافيت دوامداره نشتوالی څرګندوي."

'د جبر وسیله'

دغه راپور وويل چې په ۲۰۲۱ کال کې لږ تر لږه ۱۷ ښځې اعدام شوې، چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر نهه و. دولس تنه د قتل او پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور محکوم شول.

د هغو ښځو د شمېر په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي چې د میړه یا خپلوانو د وژلو په تور اعدام شوي چې فعالین په دې باور دي چې کېدی شي دا یو ناوړه عمل وي.

په دې راپور کې د یوې ښځې، زهره اسماعیلي د قضیې یادونه شوې، چې خپل میړه یې په ۲۰۱۷ کال کې په ډزو وژلی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په مياشت کې اعدام شوه، او د اعدام کېدو څخه مخکې ممکن د زړه حملې سره مخ شوه وروسته له دې چې نور کسان يې وليدل چې د ورته برخليک سره مخ وو.

په یوه بله قضیه کې، مریم کریمي د خپل میړه د وژنې په تور محکومه شوه او د ۲۰۲۱ کال د مارچ په مياشت کې په دار وځړول شوه، پداسې حال کې چې د هغې لور په شخصي توګه د ميز په وهلو سره اعدام ترسره کړو لکه څنګه چې د ایران د قانون له مخې ورته کار ته اجازه ورکړل شوې ده.

دغه راپور دا اندیښنه هم څرګنده کړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د توکمیزو اقليتونو اعدامونو ته دوام ورکړل شوی، چې په غیر متناسب ډول د دغه کسانو د اعدام شمېر زيات دی.

په دغه راپور کې ويل شوي، په ۲۰۲۱ کال کې په ټولو اعدامونو کې د بلوچ اقلیت د بندیانو ۲۱ فيصده برخه وه، که څه هم دوی یوازې د ایران د نفوس له ۲ څخه تر ۶ فيصده پورې استازیتوب کوي.

دغه راپور زیاته کړه، زیاتره بندیان چې د امنیت اړوند تورونو له امله اعدام شوي د عرب، بلوچ او کرد اقلیتونو سره تړاو لري.

د اي سي پي اېم ډايريکټر رافیل چینویل هازان وویل، "موږ د توکمیزو اقلیتونو د اعدامونو په غیر متناسب شمېر اندیښمن یو لکه څنګه چې په دې راپور کې ښودل شوي دي."

د بخښنې نړیوال سازمان د اپرېل په ۱۲مه په ایران تور ولګوو چې په قصدي ډول بندیانو ته د ژوند ژغورونکي طبي پاملرنې چمتو کولو څخه انکار کوي او ویلي یې دي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې د بنديانو ۹۶ قضیې تایید کړي دي چې د علاج د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وویل، د مرګونو لویه برخه په شمال لویدیځو زندانونو کې، چې د کردانو او ازربایجاني اقلیتونو بنديان پکې ځای په ځای شوي او د ایران په جنوب ختیځ کې، چېرې چې ډېر بندیان اکثره د بلوچ اقلیت سره تړاو لري، رامنځته شوې.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان ډپټي ريجنل ډايريکټرې ډیانا التهاوي وویل، "د انساني ژوند په اړه د ایراني چارواکو بې غورۍ په اغیزمنه توګه د ایران زندانونه د ناروغو بندیانو لپاره د مرګ د انتظار په خونه بدل کړې، چېرې چې د بدقسمتۍ نه هغه ناروغۍ د مرګ لامل کيږي چې علاج یې ممکن وي."

د IHR او ECPM راپور وايي چې په یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې هېڅ عامه اعدام نه و ترسره شوی، خو اندیښنه یې څرګنده کړه چې دا به بیا پېل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500