بشري حقونه

د ظلم صادرول: د ايران نيابتي ډلې د تهران د کنټرول د تاکتیکونو تقلید کوي

د ولید ابوالخیر لخوا

یمنیان په يو چوک کې راټول شوي، پداسې حال کې چې حوثیان په يو سکرين شاټ کې ډله ايز اعدام ترسره کوي. دا سکرين شاټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۸مه د حوثیانو تر کنټرول لاندې المسیره تلویزیوني چینل باندې د پوسټ شوي ویډیو کلیپ څخه اخيستل شوی.

یمنیان په يو چوک کې راټول شوي، پداسې حال کې چې حوثیان په يو سکرين شاټ کې ډله ايز اعدام ترسره کوي. دا سکرين شاټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۸مه د حوثیانو تر کنټرول لاندې المسیره تلویزیوني چینل باندې د پوسټ شوي ویډیو کلیپ څخه اخيستل شوی.

د ایران رژیم لخوا د خپلو پالیسیو د کورنیو مخالفینو په وړاندې ظلم، استبداد او خپلسري اعدامونه په پراخه کچه د هغې د نیابتي ډلو لخوا تقليد شوي چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره په ګډه کار کوي.

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې څېړونکي فتحي السید المشارق ته وویل، "د تش په نامه اسلامي انقلاب په لومړیو شیبو کې د سپاه پاسداران لخوا د ظلم او وژنو عمليات پېل شول."

هغه وویل، واکمن رژیم "د اپوزیسیون د شخصیتونو په خپلسري توګه د وژلو او د سفارتکارانو سیستماتیک تښتونې" ته دوام ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، "د ایران په زندانونو او توقیف ځایونو کې، اعدامونه په منظمه توګه پرته له قضایي قواعدو او اصلي مدافع وکیلانو څخه ترسره کیږي."

د ایران د دفاع پخوانی نايب وزیر علي رضا اکبري د جنورۍ په میاشت کې په ایران کې د یوې بهرنۍ ادارې لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شو. هغه په یو عکس کې لیدل کیږي چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ایران واير لخوا آنلاین خپور شوی.

د ایران د دفاع پخوانی نايب وزیر علي رضا اکبري د جنورۍ په میاشت کې په ایران کې د یوې بهرنۍ ادارې لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شو. هغه په یو عکس کې لیدل کیږي چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ایران واير لخوا آنلاین خپور شوی.

السید وویل، "هغوی حتی مختلفې سزاګانې استعمال کړې." السید زياته کړه، "هغوی د ګوتو د پرې کولو او په عامه چوکونو کې په نصب شوي کرېن کې د پهانسۍ ورکولو لپاره یوه وسیله ایجاد کړه."

هغه زیاته کړه، "حالات تر دې حده رسېدلي چې د قرباني خپلوانو ته اجازه ورکوي چې تورن پخپله د امنیتي ځواکونو تر ساتنې لاندې ووژني."

د بخښنې نړېوال سازمان د جولای په ۲۹مه په یو راپور کې وویل، د ایران د اسلامي جزا قانون د شکنجې په شمول بېلابېل جسمي مجازات وړاندې کوي، چې پکې شنډول، په دره وهل، ړندول، په دار ځړول او سنګسارول شامل دي.

ياد قانون وايي چې د غلا د ځانګړو ډولونو لپاره، د محکوم شويو کسانو "د ښي لاسونو څلور ګوتې په بشپړه توګه پرې کیږي ترڅو یوازې د دوی د لاسونو ورغوی او يوه ګوته پاتې شي."

د ملکي وګړو په منځ کې ویره رامنځته کول

په نورو هېوادونو کې چې سپاه پاسداران او د هغې نیابتي ډلې پکې فعالیت کوي، لکه یمن، سوریه او لبنان، د مخالفینو په وړاندې د ظلم ورته تاکتیکونه کارول شوي ترڅو په سیمه ایزو خلکو کې ویره رامینځته کړي او په دوی باندې کنټرول وساتي.

السید وویل، خو په هر ځای کې، ایراني نيابتي ډلې یوه ځانګړی نښه لري.

هغه وويل، "په يمن کې، د بېلګې په توګه، حوثي ياغيان په عامه چوکونو کې اعدامونه ترسره کوي." "په لبنان کې مخالفین تښتول کیږي یا وژل کیږي."

"په سوريه کې، په جګړه کې د حزب الله مداخلت په پېل کې دغه وضعیت ته وده ورکړه کله چې د پاڅون په پېل کې د هغې عناصرو مستقیم په مظاهره کونکو ډزې وکړې."

هغه زیاته کړه، نن ورځ د سوریې په هغو برخو کې چې د سوریې د رژیم او ایراني پلوه حزب الله تر کنټرول لاندې دي، زرګونه کسان بې درکه دي او په اړه يې هېڅ معلومات شتون نلري.

السید وویل، "ایران حتی په بهر کې د خپلو استخباراتي افسرانو یا سیمه ایزو کارکونکو له لارې د اپوزیسیون د شخصیتونو څارنه کوي."

د ۲۰۲۰ کال په جون کې، د بیلګې په توګه، یو نارویژي - ایراني سړی د ایران په استازیتوب په ډنمارک کې د جاسوسۍ او وژنې په هڅه محکوم شو.

د تورونو له مخې، ياد تورن د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په میاشت کې د یو ایراني جلاوطن د پلان شوې وژنې په تړاو "د وژنې په هڅه کې د لاس لرلو" په تور "د ایران د استخباراتو په امر او لارښوونو" محکوم شو.

د ظلم صادرول

د ایران د چارو څېړونکي شیر ترکو المشارق ته وویل، "د انقلاب د صادرولو" سربېره، سپاه پاسدارانو هڅه کړې چې "هغه دیکتاتوري او ظلم صادر کړي چې دا يې د خپلو خلکو او نورو هېوادونو په وړاندې" کاروي.

هغه وویل، دا په هغو سیمو کې څرګنده ده چېرته چې يې، د عراق، سوریې، لبنان او یمن په ګډون، خپل پوځي پراکسي ډلې ځای په ځای کړي دي.

تورکو وویل، "د قانون لپاره هېڅ درناوی نشته، او د قتل، وژنو او شکنجې خورا ناوړه ډولونه د ټولو هغو کسانو په وړاندې ترسره کیږي چې د سپاه پاسداران او د هغې د نیابتي ډلو د پالیسیو مخالفت کوي."

هغه وويل، هغه څه چې سپاه پاسداران يې کوي هغه د دیکتاتورانو لخوا د ترسره شوي ظلم په څېر دي لکه د نیکولاس مادورو په مشرۍ وینزویلا او د بشار الاسد په مشرۍ سوریه. هغه زیاته کړه چې "داسې ښکاري چې دا طریقه د احتجاجونو د غلې کولو لپاره تعقیب کیږي".

په قاهره کې مېشت یمني ژورنالیستې مونا محمد وویل، "دا د حیرانتیا خبره نه ده چې هغه څوک چې په ملکي خلکو راکټونه توغوي او ښځې او ماشومان وژني، هغوی به په منظم ډول پرته له قضایي واک څخه خپلسري اعدامونه ترسره کړي."

هغې المشارق ته وویل، "په ۲۰۲۱ کال کې د نهو کسانو عام اعدام، چې پکې یو تنکی ماشوم شامل و چې د شکنجې له امله له اعدام څخه مخکې فالج وهلی و، د حوثیانو لپاره د شرم خبره ده."

هغې یادونه وکړه، "دا ترهګره ډله د عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) په څېر اعدامونه ترسره کوي او ملکي خلک مجبوره کوي چې په عامه چوکونو کې په اعدامونو کې ګډون وکړي، لکه څنګه چې د سوریې په الرقه کې دا ډول کار کېدو."

په ځینو مواردو کې، حوثیانو حتی د خپلې ډلې غړي د داخلي شخړو او واک د جګړو له امله په دار ځړولي دي.

د لبنان د پوځ ريټايرډ افسر جمیل ابو حمدان المشارق ته وویل، په لبنان کې د حزب الله له راڅرګندېدو راهیسې، د ایران تر ملاتړ لاندې ګوند "په ظلم، قتل، تهدید، اعدام او وژنو کې لاس لري".

هغه وویل، دا هڅه کوي چې هغه کسان له منځه یوسي چې د دې مخالف دي "هغه که په سیاسي یا پوځي ډګرونو کې وي".

هغه زیاته کړه، "په لسګونو کسان وروسته له هغې په شکمنو حالاتو کې بې درکه شول کله چې دوی د حزب الله له خوا تر خپل واک لاندې سیمو کې وتښتول شول."

ایران حساب ورکولو ته اړ کول

ابو حمدان وویل، متحده ایالات او متحدین یې د ایران د سپاه پاسداران ظلمونه او هغه جنایتونه په نښه کوي چې د هغې د نیابتي ډلو لخوا ترسره کیږي، چې پکې بندیزونه او د قاچاق د ټولو ډولونو پروړاندې مبارزه شامله ده.

په دغو بندیزونو کې چې د جنورۍ په ۲۳مه اعلان شول، متحده ایالاتو د بریتانیا او اروپايي اتحادیې (اي يو) سره په همغږۍ د ایران رژیم د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب ورکولو ته اړ کړو.

لس ایراني اشخاص او یوه اداره د سپاه پاسداران د څلورو لوړ پوړو قوماندانانو سره چې په ملي او صوبايي کچه یې د ایران د رژیم د مبارزې سره همغږي کوله په تور لېست کې شامل شول.

متحده ایالاتو د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل چې دې اقدام "د سپاه پاسداران کلیدي اقتصادي ډله هم په نښه کړه، کوم چې د رژیم وحشیانه ظلم زياتره تمویل کوي."

دا د متحده ایالاتو د بندیزونو نهم پړاو و چې په ایران کې یې هغه کسان په نښه کړل کومو چې د سوله ایز احتجاج کونکو د ځپلو او انټرنیټ ته د لاسرسي محدودولو لپاره مسؤليت په غاړه لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500