جرم او انصاف

په هرات کې د طالبانو لخوا په عامه توګه د خلکو پهانسي کولو په افغانانو او نړۍ کې غوسه رامنځته کړې

د عمر لخوا

د سپتمبر په ۲۵مه په هرات ښار کې د یو سړي لاش له یو کرېن څخه ځوړند شوی کله چې طالبانو د ډزو په ترڅ کې څلور تښتونکي ووژل او وروسته یې د هغوی لاشونه ځوړند کړل. [عمران/سلام ټایمز]

د سپتمبر په ۲۵مه په هرات ښار کې د یو سړي لاش له یو کرېن څخه ځوړند شوی کله چې طالبانو د ډزو په ترڅ کې څلور تښتونکي ووژل او وروسته یې د هغوی لاشونه ځوړند کړل. [عمران/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- د طالبانو شریک بنسټګر او د زندان چارواکي ملا نورالدین ترابي وروستۍ اعلامیې چې د هغه ډله به یو ځل بیا اعدامونه ترسره کړي او لاسونه به پرې کړي په افغانستان کې او نړیواله کچه غوسه راپارولې ده.

پداسې حال کې چې نړیواله ټولنه پر افغان طالبانو فشار راوړي ترڅو د لاسونو پرې کولو او عامه اعدامونو په څیر د پالیسیو له پلي کولو څخه ډډه وکړي، ترابي له اسوشیټیډ پریس سره په یوې مرکه کې د تېرو اعدامونو په اړه غوسه رد کړه.

ترابي، چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، د ګڼ شمېر نورو طالب مشرانو سره، د طالبانو په پخواني حکومت (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې د عدلیې وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه او د نيکۍ او د ګناه د مخنیوي وزارت مشري یې کړې وه.

که څه هم هغه وویل چې د هغه ډله به دا ځل عام اعدامونه یا د لاس پرې کول ترسره نکړي، خو طالبانو د شنبې په ورځ (د سپتمبرپه ۲۵مه) څلور تښتونکي د ټوپک په جګړه کې وویشتل او مړي یې د هرات په مرکز کې پهانسي کړل.

یو لاش په هرات کې د سپتمبر په ۲۵ مه د یو کرېن پورې ځوړند شوی دی. [ای اېف پي]

یو لاش په هرات کې د سپتمبر په ۲۵ مه د یو کرېن پورې ځوړند شوی دی. [ای اېف پي]

د ښار په مرکز کې د خونړي لاشونو منظر د هرات په اوسیدونکو کې ويره رامنځته کړه، چې ډېرو پکې د غم له کبله وژړل کله چې دوی د پیښې له ځایه تېر شول.

د هرات ښار اوسیدونکي احمد جاوید عظيمي وویل، طالبان باید نړیوال او د افغانستان قوانین تعقیب کړي او د سپورت په لوبغالو کې د خلکو له اعدام او د لاسونو له پرې کولو څخه ډډه وکړي.

عظیمي د دغه ډلې پخوانۍ واکمنۍ ته په اشارې سره وویل، "موږ د طالبانو مشرانو څخه غوښتنه کوو چې د نورو اسلامي هیوادونو په څېر عمل وکړي او یوځل بیا افغانستان د نړۍ په خطرناک هیواد کې بدل نه کړي."

د غور صوبې د مرکزي ښار فیروز کوه اوسېدونکي محمد سرور قاسمي وویل، خلک د عامه اعدامونو له راستنیدو او د لاسونو د پرې کولو سخت مخالفت کوي.

اوږدمهاله صدمه

د هرات ښار اوسیدونکي نورالله افغان وویل، د ښار په مرکز کې د خلکو ځړول د ښځو او ماشومانو په ګډون د هرات په اوسیدونکو ژوره اغیزه لري.

هغه وویل، "نږدې هر يو کس حيران او په صدمه کې اخته شوی و کومو چې دغه منظر ليدلی و."

هغه وویل، د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال، هغوی په هرات ښار کې څو کسان په دار ځړولې ول او ما، د یو ماشوم په توګه، دغه منظر ليدلی و. "نږدې ۲۰ کاله وروسته، دا عکس لاهم زما په ذهن کې شتون لري او دا د شپې ما ځوروي."

افغان وویل، "زما په څیر، په لسګونو ماشومان چې په ښار کې یې ځړول شوي مړي لیدلي ول د راتلونکو لسیزو لپاره به د ژوند له خوشحالو څخه محروم او بې برخې پاتې شي."

قدرت الله سکندري، چې د بادغیس صوبې په مرکز قلعه نو کې اوسیږي، وویل چې د محاکمې پرته د شکمنو کسانو وژل او په عام محضر کې د هغوی مړي ښودل د اسلام د اصولو خلاف کار دی.

هغه وویل، د ویرې خبره ده چې د هرات په څیر د کلتوري مرکزي ښار په مینځ کې په عام محضر کې ځوړند شوي لاشونه وينو، او دا د پراخه او اوږدمهاله نفسياتي تکلیف لامل کیدی شي.

هغه وویل، "د منصفانه او عادلانه محاکمې پرته د خلکو اعدام کول به نه یوازې د خپګان او اضطراب لامل شي بلکې ځوانان به اړ کړي چې ځان له اسلام څخه لرې کړي."

خپلسري وژنې

فعالان وايي، د محکمې له حکمونو یا قوي جرمي شواهدو پرته د شکمنو مجرمانو وژنه د تورن شوي کس د بشري حقونه په ښکاره ډول سرغړونه کوي.

په غور کې د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي وویل، د مجرمانو سزا یو چوکاټ او اصول لري چې د قانون پلي کونکي يې باید د اسلامي اخلاقو او محلي او نړیوالو قوانینو پراساس تعقیب کړي.

هغه وویل، د پولیسو لخوا د مناسب قضایي پروسې پرته تورن کسان وژل چیرې چې تورن کس د دفاع حق لري او د خپلو قانوني امتیازاتو څخه کار واخلي د بشریت پروړاندې جرم ګڼل کیږي.

حکیمي وویل، "یوازې یو قاضي د مدافعینو او مجرمانو په اړه د پريکړې کولو واک لري، او هیڅوک حق نلري چې په خپلسري توګه څوک ووژني یا اعدام کړي."

هغه وویل، د محکمې له پريکړې پرته د شکمنو کسانو په ټوپک ويشتل د بشري حقونو د اصولو خلاف عمل دی.

د نیمروز یو فعال حسیب الله نادري وویل، د طالبانو لخوا په هرات ښار کې د وژل شويو څلورو کسانو د لاشونو وروستي ښودل د بشري حقونو يوه ښکاره سرغړونه ده، ځکه چې هيڅ يو محکمې یا ادارې د دې اجازه نه وه ورکړې.

هغه وویل، دا لا روښانه نده چې دې سړو کوم جرمونه کړې ول، یا څوک د دوی د جنایي کړنو څخه اغیزمن شوي ول.

نادري وویل، اعدامونه او لاسونه پرې کول د جرم کچه نشي کمولی، ځکه چې فقر او بیکاري په افغانستان کې له هغه وخت راهيسې بې ساري کچې ته رسیدلې کله چې طالبانو واک ترلاسه کړو، او د جرم کچه ورسره لوړه شوې ده.

هغه وویل، که طالبان غواړي چې یو باثباته امنیتي چاپیریال رامنځته کړي، دوی باید د اعدامونو او قطع کولو څخه ډډه وکړي او پرځای یې دندې برابرې کړي، ترڅو افغانان د خپلو کورنیو د تغذیه کولو لپاره جرم ته مخه ونه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500