بشري حقونه

د بشري حقونو ډله وايي چې ایران یو بلوچ زنداني چې دمخه مړ شوی و اعدام کړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه بلوچيان نعمت الله براهوي او امان الله علیزي په دار وځړول شول. براهوي د اعدام په وړاندې د مقاومت له امله د زندان د ساتونکو لخوا ووژل شو، خو لاش یې وځړول شو ترڅو چارواکي د مرګ لامل د اعدام په توګه څرګند کړي او په دې توګه د قانوني پایلو مخه ونیسي. [د ایران د بشري حقونو ډله]

د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه بلوچيان نعمت الله براهوي او امان الله علیزي په دار وځړول شول. براهوي د اعدام په وړاندې د مقاومت له امله د زندان د ساتونکو لخوا ووژل شو، خو لاش یې وځړول شو ترڅو چارواکي د مرګ لامل د اعدام په توګه څرګند کړي او په دې توګه د قانوني پایلو مخه ونیسي. [د ایران د بشري حقونو ډله]

د بشري حقونو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۷مه) وویل، ایراني چارواکو یو سړی په دار وځړاوو چې د مخدره موادو په جرم محکوم شوی و، که څه هم هغه د خپل پلان شوي اعدام څخه مخکې د زندان افسرانو سره په شخړه کې وژل شوی و.

د ایران د بشري حقونو ډلې (آی ايچ آر) له مخې، دغه زنداني چې د نعمت الله براهوي په نوم ياديږي د یکشنبې په ورځ ​د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان صوبه کې​ د زاهدان په مرکزي زندان کې له یو بل سړي سره چې د مخدره موادو په جرم محکوم شوی و د اعدام په تمه و.

دواړه کسان ​​د بلوچ اقلیت ډلې​​ غړي ول.

د ايران د حقونو ډلې د سیمه ایزو سرچینو په حواله وويل چې براهوي د پلان شوي اعدام څخه مخکې د افسرانو سره په شخړه کې وژل شوی و او چارواکو هغه بيا هم اعدام کړو ترڅو د زندان ساتونکو لپاره د قانوني پایلو مخه ونیسي.

د ۱۹۹ د اکتوبر په دې زوړ عکس کې، ایراني او بهرني بندیان چې د ایران په سویل ختیځ کې د زاهدان په مرکزي زندان کې د مخدره توکو د قاچاق په جرم د بند موده تیروي، په تهران کې د میشتو بهرنیو ژورنالیستانو او سفیرانو سره د لیدنې لپاره راټول شوي دي. [ژان میشل کاډیوټ/ای اېف پي]

د ۱۹۹ د اکتوبر په دې زوړ عکس کې، ایراني او بهرني بندیان چې د ایران په سویل ختیځ کې د زاهدان په مرکزي زندان کې د مخدره توکو د قاچاق په جرم د بند موده تیروي، په تهران کې د میشتو بهرنیو ژورنالیستانو او سفیرانو سره د لیدنې لپاره راټول شوي دي. [ژان میشل کاډیوټ/ای اېف پي]

د هال واش خبري ويب پاڼې، چې په سیستان او بلوچستان کې پیښې څاري او هغه کسان چې د ایران په سني اقلیت اغیزه کوي، هم راپور ورکړو چې براهوي د ټاکل شوي اعدام څخه مخکې ووژل شو.

دغه ويب پاڼې وويل چې مجرم د یکشنبې په سهار له خوبه راویښ شو او ورته وویل شول چې هغه به اعدام شي.

هال واش وویل، لکه څرنګه چې هغه ناخبره و، هغه مزاحمت وکړو او بیا هغه ووژل شو کله چې هغه د زندان افسرانو لخوا په غاړه کې "په تېره څیز" سره ووهل شو.

براهوي درې لوڼې لرلې، خو کورنۍ ته یې د کلونو لپاره په زندان کې له هغه سره د لیدو اجازه نه وره ورکړل شوې.

ایراني چارواکو د دې پيښې تایید ندی کړی او په کورنیو رسنیو کې د اعدام په اړه راپور نه دی ورکړل شوی​​لکه څنګه چې په دغه هېواد کې د ډېرو اعدامونو په اړه خبر نه ورکړل کيږي​​.

د ايران د حقونو ډلې له مخې، بل بندي چې د امان الله علیزي په نوم ياديږي، دوه کاله وړاندې په زاهدان کې نیول شوی و او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

د حقونو ډلې وویل چې هغه په پټه توګه اعدام شو، پرته له دې چې د هغه کورنۍ یا وکیل ته يې خبر ورکړی وې.

خورا زيات اعدامونه

د بخښنې نړېوال سازمان په وینا، تېر کال په ایران کې ثبت شوي اعدامونه -- لږ تر لږه ۳۱۴ -- د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله لوړ وو.

دا ډول معلومات د چین لپاره شتون نلري، البته، چېرې چې د حقونو څارونکي په دې باور لري چې کلني اعدامونه زرګونو ته رسیږي.

د ايران د حقونه ډله وايي، سږکال په ایران کې تر اوسه ۴۶۲ کسان اعدام شوي دي، پداسې حال کې چې د اپرېل په میاشت کې دوو نادولتي موسسو راپور ورکړو چې په ایران کې د اعدامونو کچه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۵ فيصده لوړه شوې ده، ​چې د عدليې د پخواني مشر ابراهیم رئیسي له ټاکل کېدو وروسته چټکه شوې ده​.

د بلوچيانو استازي چې په سیستان او بلوچستان کې ژوند کوي وايي، د ټولنې ګڼ شمېر کسان اعدامېږي او له ټولیز تبعیض سره هم مخ دي.

د بخښنې نړېوال سازمان او په ایران کې د بشري حقونو لپاره د عبدالرحمان برومند مرکز د جولای په ۲۷مه په یو بیان کې وویل چې ایران په پراخه کچه اعدامونه په "وحشتناکه سرعت" سره ترسره کوي چې د ژوند په حق باندې یو "ناوړه برید" دی.

دواړو ډلو وویل چې د جنورۍ او جون تر پایه پورې د ۲۵۱ کسانو اعدامونه تایید شوي، که څه هم اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.

دغه نړېوال سازمان د اپرېل په مياشت کې په ایران تور ولګوو چې په قصدي ډول بندیانو ته د ژوند ژغورونکي طبي پاملرنې چمتو کولو څخه انکار کوي او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۰ راهیسې یې هغه ۹۶ قضیې تایید کړي دي چې د علاج د نشتوالي له کبله پکې کسان مړه شوي دي.

دا راپور د بندیانو د ډېرو کيسونو څخه وروسته خپور شو چې په توقیف کې مړه شوي ول، چې د فعالینو په وینا دا د ایران لخوا د دوی د ناروغیو په سمه توګه په علاج کولو کې ناکامي وه.

د مرګونو لویه برخه د ایران په شمال لویدیځ کې په زندانونو کې، چې د کردانو او آذري اقلیتونو ډېر بندیان په کې دي، او د ایران په سویل ختیځ کې رامنځته شوه چېرې چې ډېر بندیان د بلوچ اقلیت سره تړاو لري.

د ايران د حقونو ډلې په وینا، سیستان او بلوچستان په وروستیو وختونو کې یوه مهمه موضوع پاتې شوې ده، چې د سپتمبر له ۳۰مې نېټې راهیسې په دې صوبه کې د امنیتي ځواکونو لخوا له ۱۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500