بشري حقونه

د رژیم لخوا جنسي تبعيض د ایراني میرمنو لپاره د لږو پاتو حقونو څخه سرغړونه کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

ایرانۍ میرمنې د می په ۱۳ مه په تهران کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د سهار مونځ ادا کوي. [عطا کنير /ای اېف پي]

ایرانۍ میرمنې د می په ۱۳ مه په تهران کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د سهار مونځ ادا کوي. [عطا کنير /ای اېف پي]

د تهران په مرکزي ښار کې د بلبورډ د یو مشهور عکس څخه د ښځو لرې کول د ښځو په وړاندې د ایراني رژیم د جندر پر اساس د نظرونو وروستۍ یادونه ده.

دغه بلبورډ، د ولي عصر په کوڅه کې چې په تهران کې تر ټولو اوږده کوڅه ده لګول شوی، او په مرکزي ښار کې یو له لويو بلبورډونو څخه دی، چې د اکتوبر له نیمایي راهیسې د ایران لخوا د تولید شويو وسایلو لپاره يو اشتهار لري.

په عکس کې ۱۰ سړي ښودل شوي چې په ښکاره جشن کې د مختلفو بریښنایي وسایلو تر څنګ ولاړ دي. دا اشتهار وروسته له هغې خپور شو کله چې د سویلي کوریا په وسايلو بندیز ولګول شو چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیلو د تادیې د شخړې له امله رامینځته شوی و. دا بندیز د ایران مشر علي خامنه ای صادر کړی و.

ډېرو ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د میرمنو په لرې کولو باندې نیوکه کړې. دوی وويل، ميرمنې په ایران کې د تولید پروسې برخه هم ده او په فيکټريو کې کار کوي، که څه هم د نارینه وو په پرتله لږ شمېر لري.

د ولي عصر په کوڅه کې یو بلبورډ پوسټر چې هيڅ يوه ښځه پکې نده ښودل شوی په هغو ایرانیانو کې غوسه راپورته کړه کوم چې د دوی په مشرانو د بد چلند تور لګوي. [افتاب نيوز]

د ولي عصر په کوڅه کې یو بلبورډ پوسټر چې هيڅ يوه ښځه پکې نده ښودل شوی په هغو ایرانیانو کې غوسه راپورته کړه کوم چې د دوی په مشرانو د بد چلند تور لګوي. [افتاب نيوز]

په ۲۰۱۸ کال کې د تهران د مرکزي ښار په ولي عصر کوڅه کې په یو بلبورډ باندې ښودل شوی پوسټر د ښځو یو نادر عامه انځور ښیي -- خو په کورني رول کې. [ISNA.ir]

په ۲۰۱۸ کال کې د تهران د مرکزي ښار په ولي عصر کوڅه کې په یو بلبورډ باندې ښودل شوی پوسټر د ښځو یو نادر عامه انځور ښیي -- خو په کورني رول کې. [ISNA.ir]

په تهران کې د ولي عصر کوڅې په اوږدو کې په بلبورډ کې یو پوسټر، چې دلته په ۲۰۱۸ کال کې لیدل شوی، ' یووالی' ښیي -- خو ښځې پکې نشته. [روشنګري]

په تهران کې د ولي عصر کوڅې په اوږدو کې په بلبورډ کې یو پوسټر، چې دلته په ۲۰۱۸ کال کې لیدل شوی، ' یووالی' ښیي -- خو ښځې پکې نشته. [روشنګري]

د ایران د احصایې مرکز د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې، یوازې ۱۲ سلنه ایرانۍ ښځې له کوره بهر رول لري. [فايل]

د ایران د احصایې مرکز د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې، یوازې ۱۲ سلنه ایرانۍ ښځې له کوره بهر رول لري. [فايل]

د تهران ډېر بلبورډونه د اوج کلتوري او رسنیو سازمان ته سپارل شوي چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره تړاو لري.

دا لومړی ځل نه دی چې اوج په ښکاره ډول په خپلو عکسونو کې میرمنې لرې کړي دي.

ښځې هم په ۲۰۱۸ کال کې په ورته بلبورډ کې په څرګند ډول موجودې نه وې کله چې دا په دغه کال کې په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د ایراني فوټبال لوبغاړو د هڅولو لپاره د کمپاین برخه وه.

په دغه کمپاین کې، چې "موږ يو ځای اتلان یو" په نامه ياديږي، د ټولو ايراني توکمونو څخه ګڼ شمېر عام، لیواله نارینه ښودل شوي ول -- خو هیڅ يوه ښځه پکې موجود نه وه.

د خلکو غبرګون او ځینو کورنیو رسنیو د اوج ډايريکټران دې ته اړ کړل چې وروسته په عکس کې میرمنې شاملې کړي.

کله چې ښځې په عامه انځورونو کې راښکاره کیږي، اوج دوی یوازې د کورني مخلوق په توګه ښيي -- په کور کې میندې چې د خپلو ماشومانو په اړه فکر کوي -- لکه څنګه چې دی په ورته بلبورډ کې یې په ۲۰۱۸ کال کې هم داسې کار کړی و.

د جندر پر اساس نظرونه

دا ډول بد چلند په لوړ پوړو ایراني چارواکو کې خورا شتون لري، کوم چې په چټکۍ سره د ایران د نفوس د ورو ودې لپاره ښځې تورنوي حتی که دوی د هغوی شتون له منځه وړي.

د اکتوبر په نیمایي کې، ارنا د ایران د سپورت او ځوانانو د وزارت د یو چارواکي محمد مهدي توندګویان له قوله وویل چې د هغو ښځو د کم شمېر په اړه شکایت کوي کوم چې واده ته چمتو دي.

توندګویان وویل، د هرو ۱۲۲ نارینه وو لپاره چې واده کولو ته چمتو او لیواله دي، یوازې ۱۰۰ میرمنې په ورته حالت کې دي. هغه زياته کړه چې دا شمېر "د نفوس د کمښت په لور یو رجحان څرګندوي".

د نومبر په لومړیو کې، د ایران حکومت اعلان وکړو چې په ۲۰۲۰ کال کې، د نویو زيږيدلو ماشومانو شمېر ۰.۵٪ کم شوی، چې "د اندېښې وړ حقیقت" دی.

د رژیم لپاره، ښځې یوازې داسې ښکاري -- چې د نفوس د ودې لپاره د تسهیل کونکي په توګه کار کوي.

په ټولنه کې د ښځو فعاله ونډه په ټولیزه توګه د ایران له انقلاب وروسته په ۱۹۷۹ کال کې د رژیم لخوا د نافذ شویو محدودیتونو په پایله کې کمه شوې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د احصایې د مرکز له خوا د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، یوازې ۱۲ سلنه ښځې له کوره بهر رول لري.

په ایران کې ښځې خورا کم په رسمي دولتي پوستونو کار کوي. د ساتونکو شورا، د مصلحت شورا او د کارپوهانو د شورا غړي ټول نارینه دي، او د ولسمشرۍ لپاره هیڅ يوه ښځینه نومانده هیڅکله نده تصویب شوې -- سره له دې چې د ایران په سیاست کې د ښځو د ونډې پر ضد هیڅ قانون شتون نلري.

د ګډون نشتوالی د رژیم د فعالو هڅو په پايله کې رامينځته شوی چې ښځې په کور کې پاتې کیدو ته هڅوي، په ځانګړې توګه د پخواني صدر محمود احمدي نژاد (۲۰۰۵-۲۰۱۳) په دوو دورو کې.

د ۲۰۰۶ کال د حکومتي وظیفې د هغه کلونو شمېر کمول چې میرمنې ورته د ريټايرمنټ لپاره اړتیا لري، د بیلګې په توګه، د یوې هڅې په توګه تشریح شوې ترڅو میرمنې وهڅوي چې دولتي کاري ځواک پریږدي.

نارینه باید د ريټايرمنټ لپاره د وړ کیدو څخه مخې ۳۰ کاله کار وکړي، پداسې حال کې چې میرمنې چې پخوا د نارینه وو په څیر حالت کې وې، د احمدي نژاد د دورې راهیسې د ريټايرمنټ لپاره د وړتیا څخه مخکې یوازې ۲۵ کاله وظیفې کولو ته اړتیا لري.

پداسې حال کې چې رژیم دا پریکړې د ښځو لپاره د مثبتو لاسته راوړنو او ځانګړو ګټو په توګه وړاندې کوي، ډېر کسان فکر کوي چې دا د ښځو په کور کې د ساتلو او په ټولنه کې د فعال ګډون څخه د لرې کولو لپاره جوړې شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو د صدر ابراهیم رییسي د انتظاميې لخوا د یوې بلې وروستۍ پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه، کوم چې میرمنو ته امر کوي چې حتی د کورونا ویروس ناروغۍ وروسته هم د کور څخه کار ته دوام ورکړي که چېرې دوی اړین کارکونکي نه وي.

د ټویټر یو کارونکي ولیکل، "ښايي دوی به ښځو ته هم اجازه ورنکړي چې له کوره ووځي."

یو بل کارونکي وویل، "نو دوی یقیناً دا غواړي چې میرمنو ته ووایي چې په کور کې پاتې شي."

د ښځو حقوق

په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان لخوا د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ایران کې د ښځو د حقونو وضعیت افسوس ناک دی.

د رحمان د راپور لوی تمرکز د ښځو او جينکو د بشري حقونو وضعیت و، چې هغه يې تر ډیره حده ناوړه او د منلو وړ نه ګڼي.

هغه په یو بیان کې وویل، "په ایران کې نن ورځ د ښځو او جينکو د حقونو په اړه تر ټولو اندېښمنه موضوع د ماشومانو د ودونو مسله ده.

"حکومت او په هیواد کې نور مشران باید اوس د واده عمر لوړ کړي او په هیواد کې د دې دود د کمولو لپاره نورې پالیسۍ او پروګرامونه معرفي کړي."

د رحمان په راپور کې د کورني تاوتریخوالي په اړه هم جدي اندیښنې ښودل شوي دي. ځینې مثبت ګامونه یاد شوي، لکه د تیزاب د بریدونو په وړاندې قانون، خو رحمان د ایران په حکومت فشار راوړولو چې لا زيات کار وکړي.

هغه وويل، "د تاوتريخوالي په وړاندې موجوده خونديتوبونه د ښځو او ماشومانو د هراړخيز ساتنې لپاره کافي نه دي."

رحمان وویل، "په داسې حال کې چې ځینې مثبت ګامونه -- لکه په تعلیم او د تابعیت په حقونو کې -- پیژندل شوي، خو د جنسیت پر بنسټ تبعیض په قانون، عمل او ټولنیزو چلندونو کې شتون لري، کوم چې ښځې او جينکۍ په ټولنه کې له ګډون کولو او ونډې اخيستلو څخه منع کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500