بشري حقونه

ښځې د تاریخي پاڅون پرمهال د ایرانی رژیم د وېرې سره مخ کوي

د المشارق لخوا

ایرانۍ میرمنې د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسې په دوامداره توګه د اجباري حجابونو خلاف احتجاج کوي. [ټولینزې رسنۍ]

ایرانۍ میرمنې د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسې په دوامداره توګه د اجباري حجابونو خلاف احتجاج کوي. [ټولینزې رسنۍ]

د ۲۲ کلنې ماهسا امیني په عارضي قبر باندې په يوې نښه باندې لیکل شوي: "ته مړه شوې نه یې. ستا نوم به یو سمبول جوړ شي."

د هغې مینه وال پوهیدل چې د هغې مرګ به بې ګټې نه وي، او دا ثابته شوې چې دا بې ګټې نه ده. د هغې مرګ د ۲۰۰۹ کال د زرغون غورځنګ راهیسې په ایران کې ترټولو لوی احتجاجونه رامینځته کړي دي -- چې د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې بې ساري دي.

ډېر شنونکي​ په ایران کې اوسنی پاڅون،​ د سپتمبر په ۱۶مه د کوردستان د صغیز اوسیدونکي امیني له مرګ وروسته، د ښځو د غورځنګ په توګه تشریح کوي.

په داسې حال کې چې ایرانیان هره ورځ د یو لړ جدي مسلو سره مخ دي چې روانو احتجاجونو ته لمن وهي، د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې د یوې ځوانې میرمنې مرګ د هغه څه په اړه چې دوی یې په "نامناسبه توګه [سر] پټول" ګڼي، د پاڅون مهم ټکی پاتې شوی دی.

ایرانۍ میرمنې د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسې په پراخه کچه د حجابونو خلاف احتجاج کوي. [ټولینزې رسنۍ]

ایرانۍ میرمنې د سپتمبر له ۱۶مې نېټې راهیسې په پراخه کچه د حجابونو خلاف احتجاج کوي. [ټولینزې رسنۍ]

شل کلنه هادیس نجفي د سپتمبر په ۲۵مه د مظاهرو پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شوه. [ټولینزې رسنۍ]

شل کلنه هادیس نجفي د سپتمبر په ۲۵مه د مظاهرو پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شوه. [ټولینزې رسنۍ]

په ټول هېواد کې د سرغړونې په یو علامتي عمل کې، ښځې خپل حجابونه سوځوي، چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې د رژیم له خوا پلي شوی و.

په یو بل سمبولیک اقدام کې چې د خپلو بدنونو او شخصي آزادیو د کنټرول ادعا وکړي، ګڼ شمیر میرمنو هم خپل ویښتان پرې کړي دي ځکه چې خلک یې خوښوي.

د هغو هیوادونو ليسټ چې په ایران کې د بشري حقونو سرغړونې غندي د مظاهرو په ترڅ کې ورځ تر بلې پراخیږي.

په اوسلو کې مېشته د ایران د بشري حقونو ډلې (آی اېچ آر) په وینا، د امیني د مرګ وروسته د ۱۱ شپو په ناکراریو کې د ایران په عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.

زړور، باهمته، ځيرکه

په ټول هېواد کې روان احتجاجونه په ایران کې بې ساري دي، ځکه چې د ښځو شخصي ازادي د دوی په ریښه کې ده، او په دوامداره توګه د دوی د احتجاجونو يوه مرکزي نقطه ده.

په نوي پاڅون سره، اسلامي جمهوریت وموندل چې د هغې له اساسي اصولو څخه يو تر برید لاندې راغلی دی. د ښځو لپاره اجباري سر پټول د ښځو د خاموشه کولو او د دوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه د چلند کولو اصلي تاکتیک دی.

د ښځو د ځورولو او د هغوی د ټولنیز شتون د محدودولو تر ټولو ښکاره وسیله په جبري توګه د هغوی پټول او د هغوی لپاره د "جامو ضابطه" پلي کول دي.

اوس، د ښځو د سرغړونې اعمال لکه خپل ویښتان ښکاره کول یا پرې کول او د حجابونو سوځول، د هغه وسلې په ویجاړولو سره چې د دوی د خاموشه کولو او محدودولو لپاره کارول کیږي، دغه رژیم ته سزا ورکوي.

د ایران ځوان نسل چې حتی د اسلامي انقلاب په وخت کې هم نه دي زیږیدلي، د خپلو میندو په پرتله زړور، باهمته او ځيرکه ثابت شوي دي.

دوی د رژیم د جامو له ضابطې څخه سرغړونه کړې ده، چې د خورا سخت دریځ صدر ابراهیم رییسي تر مشرۍ لاندې خورا سخته ده -- چې په تېرو څو میاشتو کې زياته شوې ده.

د هغو ښځو ویډیوګانې چې جګړه کوي په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي کله چې دوی ته امر وشو چې خپل سکارف مخې ته راښکته کړي یا چیغې وهي او مقاومت کوي، پداسې حال کې چې ښځینه اخلاقي پولیس يې د "خبرو کولو" له کبله د پولیسو ګاډو ته په زور اچوي.

د اوسنیو احتجاجونو په ترڅ کې، د ایران د يونيورسټو ډېرو زده کونکو او پروفیسورانو د احتجاج کولو اعلان وکړو او د آنلاین ټولګیو په ګډون په ټولګیو کې يې برخه نده اخېستې.

د رژیم د ویرې په ښکاره نښه کې، د پیغام رسولو اXپ واټس اېپ او انسټاګرام -- چې دواړه په ایران کې خورا مشهور دي -- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا لخوا د صادر شوي حکم وروسته بند شوي دي.

په موبايل تلیفونونو کې انټرنیټ چمتو کونکو شرکتونو ته امر شوی چې خپل خدمات ودروي. د مجازی خصوصي شبکو (VPNs) پرته، په کمپیوټر کې انټرنیټ ته لاسرسی په ایران کې په عملي توګه ناممکنه ده.

ډېر ایراني سوداګرو شکایت کړی چې د دولت په امر د انټرنیټ بندول خورا د زيان وړ دی، خو تهران غوره کړې چې د مخکې نه خراب اقتصاد ته د لا زیان رسولو په قیمت د انټرنیټ بندېدو ته دوام ورکړي.

ایراني ځوانان، په ځانګړې توګه ځوانې ښځې، مقاومت او احتجاج کوي.

'ښځه، ژوند، ازادي'

په ایران کې پخوانۍ مظاهرې، حتی په ۲۰۱۹ کال کې د مظاهرو وروستۍ لړۍ هم، د اقتصادي یا سیاسي مسلو پر سر پېل شوې وې. ​​د ۲۰۱۹ کال پاڅون د تېلو د بیې د ناڅاپه، سخت زیاتوالي له امله رامنځته شو.

د ۲۰۰۹ زرغون غورځنګ په هغه څه پای ته ورسیدو چې د ایران خلکو په پراخه کچه د "غلا شويو ټاکنو" په توګه تشریح کړو: د ټاکنو جنجالي پایلې پخواني صدر محمود احمدي نژاد ته د دوهمې دورې واک ورکړو.

ځوانان او ښځې د ایران په زرغون غورځنګ کې ډېر فعالې وې. خو تر تېرې یوې هفتې پورې په تېرو څلورو عشرو کې د ښځو او د هغوی د حقونو په اړه هېڅکله داسې احتجاجونه ندي شوي، چې نارینه پکې په فعاله توګه د ښځو په ملاتړ برخه اخلي.

د اداکارانو، موسیقارانو او په ځانګړې توګه د فوټبال لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر عامو شخصیتونو په ټولنیزو رسنیو کې د امیني وژل او د ایراني میرمنو ځورول غندلي دي.

د فوټبال لوبغاړي علي کریمي د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) له خبرداریو سربېره د مظاهرو په ملاتړ کې د رژیم د ظلمونو په وړاندې خپلو بيانونو ته دوام ورکړی دی.

د کریمي د ټولنیزو رسنیو د پاڼو له مخې، سپاه پاسدارانو هم د هغه د نیولو او ملکیتونو د ضبطولو ګواښ کړی و.

د راپور له مخې د سپتمبر په ۲۷مه، د تهران په لواسان کې د هغه ماڼۍ د بسیج ځواکونو لخوا ضبط شوه، خو هغوی لږ وروسته د خبر په اړه د خلکو د قهر په رڼا کې هغه ته بېرته ورکړه.

په ایران کې څو مشهورو اداکارانو په ویډیوګانو یا عکسونو کې، چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ کړي دي، خپل حجابونه لرې کړي دي.

دا رجحان دوام لري سره لدې چې د ایران د لارښود وزیر هغوی د دې عمل کولو څخه د منع کولو ګواښ کړی دی، ځکه چې هغه وویل چې "دوی اړتیا لري چې بل ځای کار پيدا کړي".

بیا هم د ښځو د حقونو څخه په سرغړونې باندې د ټينګار کولو سره، په ایران کې د روانو احتجاجونو بې ساري اصلي شعار "ښځه، ژوند، آزادي" پاتې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500