مظاهرې

انقلابي ساتونکو په ایران کې د لاریون کوونکو پروړاندې د سختې مبارزې ژمنه وکړه

سلام ټايمز او ای اېف پي

ایراني لاریون کونکي د نومبر په ۱۶ مه په تهران کې د یوه لاريون پرمهال د اور په شاوخوا کې راټول شوي دي. [ای اېف پي]

ایراني لاریون کونکي د نومبر په ۱۶ مه په تهران کې د یوه لاريون پرمهال د اور په شاوخوا کې راټول شوي دي. [ای اېف پي]

تهران -- د دولتي رسنیو لخوا په یو خپور شوې ګواښونکي پیغام کې، د ایران ترټولو قوي نظامي څانګې، د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) وویل، دا به په ایران کې د مخ په زياتيدونکو لاریونونو په وړاندې "پریکنده اقدام" وکړي.

د پټرولو د نرخونو لوړولو په اړه ټکان ورکونکي پریکړې په ټول هیواد کې لاریونونه رامنځته کړل چې پکې چارواکو وویل چې د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۹ مه) د دریو امنیتی منسوبینو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، مخ په زياتيدونکي تاوتریخجن لاريونونه ۱۰۰ ښارونو ته رسيدلې دي.

د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي، د یکشنبې په ورځ د دولتي رسنیو لخوا په خپرو شویو بيانونو کې، لاریون کونکي د "جنايکارانو" په توګه وغندل او ويې ويل چې دوی قانون او نظم ګډوډوي.

ایراني لاريون کوونکي د نومبر په ۱۶ مه په اصفهان کې د پټرولو په بيو کې د زیاتوالي په وړاندې د لاریون پر مهال د سوځیدونکو ټایرونو په منځ کې راټول شوي دي. [ای اېف پي]

ایراني لاريون کوونکي د نومبر په ۱۶ مه په اصفهان کې د پټرولو په بيو کې د زیاتوالي په وړاندې د لاریون پر مهال د سوځیدونکو ټایرونو په منځ کې راټول شوي دي. [ای اېف پي]

په سړکونو باندې وضعیت روښانه نه دی ځکه چې حکومت انټرنیټ بند کړی دی او اوس مهال د دې دریمه ورځ ده.

رژیم د سه شنبې په ورځ وویل، انټرنیټ به یوازې هغه وخت خلاص شي کله چې چارواکي ډاډمن شي چې دا به په غلطه توګه نه کارول کیږي.

د حکومت ویاند علي ربیعي وویل، "انټرنیټ به په تدریجي ډول په یو شمیر هغه ولایتونو کې بیرته بحال شي چيرته چې مونږ ډاډ ولرو چې انټرنیټ به په ناوړه توګه نه کارول کیږي."

د انټرنيټ نشتوالي په ټولنیزو رسنیو کې د لاریونونو یا د تاوتریخوالي پورې اړوند فعالیتونو د ویډیوګانو د جریان مخه نیولې ده.

نیټ بلاکس، چې یوه ویب پاڼه ده چې د نړیوال انټرنیټ بندولو څارنه کوي، وویل، د سه شنبې په ورځ په ایران کې د انټرنیټ سهولت د معمول کچې په پرتله ۴٪ وو.

د ای اېف پي ژورنالیستانو په تهران کې د پټرولو دوه سټیشنونه ولیدل چې د اور له کبله ويجاړ شوې وو او د پوليس سټيشن په شمول زیربناو ته زیان رسیدلی وو.

خو خبریالان د ويډيو جوړولو نه منع کړی شول ځکه چې د بلواګرو ضد په سلګونو پولیسو د زغره والو موټرو او د اوبو توپونو سره د پلازمینې د چوکونو ساتنه کوله.

لاریونونه وروسته له هغې راپورته شول چې د پټرولو بيه به په میاشت کې په لومړي ځل اخیستل شوي ۶۰ لیترو لپاره ۵۰٪ او له هغې وروسته د اضافي تیلو لپاره ۲۰۰٪ لوړه شي.

د لاریون کونکو پروړاندې مرګونی ځواک

د ملګرو ملتونو د حقونو دفتر د سه شنبې په ورځ وویل چې دا د هغه راپورونو له کبله "انديښمن" شو چې "د لاریون کونکو پر ضد ژوندي مهمات کارول شوي وو" او "په ټول هیواد کې یې د پام وړ مرګ ژوبلې رامنځته کړي دي."

وياند روپرټ کالویل په جنيوا کې خبريالانو ته وويل، "ایراني رسنۍ او یو شمیر نورې سرچینې وړاندیز کوي چې لږ تر لږه په اتو بیلابیلو ولایتونو کې د لاریونونو په ترڅ کې په لسګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمير خلک ټپیان شوي دي، او له ۱۰۰۰ څخه زیات لاریون کونکي نیول شوي دي."

هغه وویل، "موږ له ایراني چارواکو او امنیتي ځواکونو څخه غواړو چې د سوله ایزو غونډو د تيتولو لپاره د ځواک له کارولو څخه ډډه وکړي."

کالویل پر لاریون کونکو هم غږ وکړ چې د فزیکي تاوتریخوالي یا د ملکیت له ورانولو پرته، په سوله ايزه توګه لاریون وکړي."

متحده ایالاتو ایران د "مرګوني ځواک" کارولو په خاطر غندلی او د لاریونونو په ځواب کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ټویټ وکړ، "متحده ایالات له تاسو سره دی".

دولتي تلویزیونونو په تبریز او شهرقدوس کې د "بلواګرۍ" پرضد د لاریونونو ويډيوګانې ښودلې دي.

د نقاب پوش ځوان کسانو ويډيوګانې چې له امنیتي ځواکونو سره په ټکر کې دي په دولتي تلویزیونونو باندې خپاره شوي، چې زمونږ په نظر څه اختلاف نه په ګوته کوي.

په یوه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۸ مه) خپره شوې وه، یو سړی په داسې حال کې ليدل کيدی شي چې ډزې کوي او داسې ښکاري چې د برید ټوپک لري ځکه چې نور کسان په ښکاره په اندیمیشک کې په امنیتي ځواکونو ډبرې ولي.

د اسنا او فارس خبري اژانسونو د تيرې دوشنبې په وروستيو کې راپور ورکړ چې برید کونکو د چاکوانو او چړو سره د تهران په لويديځ کې برید وکړ او درې امنیتي منسوبين يې ووژل.

له دریو څخه یو د مرتضی ابراهیمي په توګه وپیژندل شو، چې په آی آر جي سي کې قوماندان وو.

نور دوه تنه ۲۲ کلن ماجد شيخي او ۳۳ کلن مصطفى رضاعي ول. دواړو په باسيج ملېشو کې، چې يو رضاکارانه ځواک دی او د ادارې سره وفاداري لري، خدمت کولو.

دا له هغه وخت څخه وروسته تر ټولو ناوړه تاوتريخوالی دی کله چې د آی آر جي سي ځواکونو او د هغې پورې تړلې باسیج ملیشې په ټول هیواد کې د حکومت پر ضد د هغه لاریونونو مخه ونيوله چې د دسمبر ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې پیل شوي وو او د جنورۍ ۲۰۱۸ پورې يې دوام ولرلو. لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې وژل شوي ول.

د اقتصادي ستونزې ریښې

په داسې حال کې چې لاریونونه د پټرولو د بيې د زياتيدو له کبله رامنځته شول، د ناکرارۍ کچه ژورې ریښې لرونکي اقتصادي ستونزې څرګندوي -- چې په پور کې اخته د بانکدارۍ سکتور او په اقتصاد کې د اردو پورې اړوند سازمانونو پراخه او مبهم رول له کبله رامنځته شوي دي.

ډیر ایرانیان وايي چې دا رژیم په خپل هیواد کې د پانګونې پرځای په سيمه کې د نيابتي جګړو ملاتړ کولو له لارې د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډیروي.

د خلکو زياتر غصه د آی آر جي سي او د دولت پروړاندې ده چې د لګښتونو زياته برخه په بهر کې، په ځانګړې توګه په سوريه، عراق او يمن کې د آی آر جي سي د نيابتي جنګونو لپاره کارول کيږي.

اټکلونه توپیر لري، خو ځینې ارقام وړاندیز کوي چې شاوخوا ۴۰٪ ایرانیان -- د ۳۰ ملیونو څخه ډیر وګړي -- د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي حتی چې د دوی حکومت په قيمتي بهرني جنګونو کې خلک او پيسې کاروي.

په کور کې د ايرانيانو له ستونزو سره، په بهر کې د آی آر جي سي ملاتړي ملیشو لپاره د حکومت تمويل -- لکه د افغان فاطمیون لوا او د پاکستان زینبیون غونډ په څير -- خورا بدنام دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500