امنیت

افغان او پاکستاني اجیران په سوریه کې د آی آر جي سي ملېشې پریږدي

د فاریس العمران لخوا

د فاطمیون ډويژن عناصر، چې د آی آر جي سي ملېشه ده او په افغان اجیرانو باندې مشتمله ده، په ختیځ سوریه کې د مارچ په ۳مه په يو خپور شوي انلاین عکس کې ښودل شوي دي. [د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله]

د فاطمیون ډويژن عناصر، چې د آی آر جي سي ملېشه ده او په افغان اجیرانو باندې مشتمله ده، په ختیځ سوریه کې د مارچ په ۳مه په يو خپور شوي انلاین عکس کې ښودل شوي دي. [د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله]

افغان او پاکستاني اجیران په ګڼ تعداد کې په سوریه کې هغه مليشي پريږدي کومې چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو (آی ار جي سي) له خوا تنظیم او تمویل شوې دي، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر يې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي.

آی آر جي سي په سوریه کې له ۴۰ څخه زیاتو ملیشو رهبري کوي -- چې په ټولیز ډول په دې کې تقريباََ ۱۵۰۰۰۰ جنګیالي شامل دي. د افغان او پاکستاني وګړو سربیره، دې له عراق، لبنان او بحرین څخه هم اجیران استخدام کړي دي.

د الحسکه صوبې د سیاسي کمېټۍ غړي هشام المصطفی وویل، په دې وروستیو هفتو کې د دغه ملیشو نه ډير زيات بهرني جنګیالي، په ځانګړي توګه افغانان او پاکستانیان، وتلې دي.

هغه وویل، د اجیرانو ګڼ شمیر -- چې غالباََ په سلګونو کې دی -- ملیشې او سوریه پریښي دي، او بیرته خپلو هیوادونو ته راغلې دي.

د آی آر جي سي د لبنان حزب الله ملاتړ کونکي د ۲۰۲۰ کال د مارچ په لومړۍ نيټه د بیروت په مضافاتو کې د جنازې په مراسمو کې په سوریه کې د ډلې د وژل شويو غړیو تابوتونه وړي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د آی آر جي سي د لبنان حزب الله ملاتړ کونکي د ۲۰۲۰ کال د مارچ په لومړۍ نيټه د بیروت په مضافاتو کې د جنازې په مراسمو کې په سوریه کې د ډلې د وژل شويو غړیو تابوتونه وړي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه وویل، دوی د پریښودو ډیر دليلونه لري، خو په دې کې ترټولو مهم د آی آر جي سي لخوا په مالي ملاتړ کې کمی دی.

المصطفی وایي، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ میاشتنۍ تنخواګانې تقريباََ ۱۵۰۰ ډالره وې، خو له هغه وروسته د ایران د اقتصادي بحران -- چې د څه حده پورې د بنديزونو نتيجه ده -- او د هغې د ملي اسعارو د ارزښت د کميدو له امله په دې کې درې چنده کمی راغلی دی.

هغه وویل، د دې معاشونو په ورکولو کې ځنډ "په جنګیالو کې ناکراري او خفګان" رامينځته کړی دی.

'لويه خطا'

د آی آر جي سي د ملېشو غړي د هغه بې پروايۍ په اړه شکایت کوي چې دوی ورسره مخ دي، په داسې حال کې چې د ځایي رسنیو راپورونو په ګوته کوي چې په لسګونو کسان په کې د کووېډ-۱۹ په ناروغۍ اخته شوي دي او ځینې پکې د اړینې طبي پاملرنې د نه ترلاسه کولو له امله مړه شوي.

المصطفی وویل، د سوریې په ختیځ کې د ملیشو په پياوړي مرکزونو باندې په مکرر ډول هوایي بریدونه د بهرنيو جنګياليو د وتلو یو بل لامل دی.

هغه وویل، "دوی د دې بریدونو له امله مايوسه شوي او په غوسه دي، ځکه چې اوس پکې ډیر دا احساس کوي چې دوی خوندي نه دي او د آی آر جي سي کمانډران هغوی له مرګ سره مخامخ کوي."

په ایراني ملیشو کې ډیر بهرني جنګیالي د دوو اصلي ډلو عناصر دي: فاطمیون ډويژن او زینبیون بريګېډ .

فاطمیون ډويژن، چې په ۲۰۱۴ کال کې د آی آر جي سي لخوا جوړ شوی و، د ځینې اټکلونو له مخې له ۸۰۰۰ څخه ډیر افغان جنګیالي لري، په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې زینبیون بریګيډ چې په ۲۰۱۲ کال کې په سوریه کې جوړه شوې وه، د ۲۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمينځ جنګيالي لري، چې زياتره په کې د پاکستان څخه دي.

د العربي الجدید له خوا د اپرېل په نیمایي کې د يو راپور له مخې، په دیر ایزور ښار کې د دې دوو ملیشو تقريباََ ۲۰۰ غړو خپل قراردادونه بشپړ کړل او په ساده ډول وروسته له هغه کور ته لاړل کله چې د آی آر جي سي کمانډرانو د دوی د معاش د زياتولو نه انکار وکړو.

د ایران وایر په اړه د اپرېل په ۴مه په يو راپور کې، د فاطمیون ډويژن یو افغان جنګیالی چې پدې وروستیو کې له سوریې څخه راغلی، څرګنده کړه چې څنګه آی آر جي سي هغه ګمارلی او روزلی و.

هغه وویل چې بیا آی آر جي سي هغه او نور بې ګناه افغاننان د سوریې په جګړه کې بوخت کړل، او هغه په دغه جګړه کې خپل ګډون د خپل ژوند "ترټولو لویه خطا" وبلله.

هغه او د هغه ملګري د "زیارتونو د دفاع" لپاره نه جنګیدل لکه څنګه چې ایراني کمانډرانو ادعا کړې ده، بلکې د ایران د ګټو لپاره جنګيدل.

د ملیشو تر منځ شخړې

د بادیات حمص د سیاسي کمیشن مشر شیخ محمد عزام السخني وویل، "د ایران رژیم په زرهاو بهرني اجیران استخدام کړل او هغوی ته یې ډيرې پيسې ورکړې چې په سیمه کې د هغې د نفوذ او توسعه غوښتونکي پروژې ساتنه وکړي."

خو نن دا نشي کولی چې ټولو هغو کسانو ته پیسې ورکړي کوم چې د پیسو لپاره د دې په ملیشو کې شامل شوي ول او یا د جعلي مذهبي شعارونو لخوا ګمراه شوي ول.

په سوریه کې د خپلې ملیشې د کمیدو په احساس سره، آی آر جي سي په دې وروستیو کې د بې وزلو سوریانو د ګمارلو هڅه کړې ده، چې ډير پکې د لږو پيسو لپاره کار کولو ته لیواله دي.

السخني وویل، لاهم، لومړنۍ نښې ښیي چې دا ملیشې جلا کیږي.

هغه وويل، "د دې وسله والو ډلو تر منځ اړيکې ورځ په ورځ خرابېږي، ځکه چې د دوی کمانډران له يو بل سره جنګيږي."

هغه وویل دغه ملیشو یو بل د تروریستي وژنو په واسطه عموماً د عوایدو د سرچينو په سر يو بل په نښه کړي دي، په ځانګړي توګه د سوریې په ختیځ صحرا (بدیه)، السخنه، پلمیرا او موهین کې.

ډیر بهرني کمانډران او اجیران د آی آر جي سي د کمانډرانو او د هغوی د مشهورو متحدینو لکه د لبنان حزب الله او عراقي کاتايب حزب الله، چې ښايې ډیر مناسب چلند ترلاسه کوي، د امتيازي چلند سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500