بشري حقونه

پاکستاني شرکتونه د ایراني حقونو د فعالانو پر ضد د بدنامولو په آنلاین کمپاین کې کارول شوي

د زرک خان له خوا

ښځې د فبرورۍ په ۲۷مه د تهران په پرواز پارک کې په یو بنچ باندې ناستې دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

ښځې د فبرورۍ په ۲۷مه د تهران په پرواز پارک کې په یو بنچ باندې ناستې دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

اسلام آباد -- یو کس چې خورا زياتې پيسې لري او د ایراني میرمنو د خاموشولو لپاره لیوالتیا لري د پاکستان د ټولنیزو رسنیو بازارموندنې شرکتونو ته پیسې ورکوي ترڅو په اسلامي جمهوریت کې د ښځو د حقونو د​ فعالينو پروړاندې د بدنامولو کمپاین پېل کړي، چې د دوی آنلاین شتون په نښه کوي او د دوی د بیان آزادۍ مخه نیسي.

قوریم، چې د ډیجیټل فارنزیک غیر انتفاعي موسسه ده، د جون په ۱۶مه راپور ورکړو، د ځورونې په یو همغږيز کمپاین کې چې د اپرېل په نیمایي کې پېل شو، لږ تر لږه ۲۵ انسټاګرام اکاونټونه، چې په ایران کې د جنسي تاو تریخوالي کیسې شریکوي، د ګڼ شمېر باټس (bots) لخوا په نښه شول او په اکاونټونو کې يې په جعلي توګه په پراخه کچه ګډون وکړو.

انسټاګرام یوازینی لوی ​نړېوال ټولنیز میډیا پلېټ فارم دی​ چې په ایران کې د مجازی خصوصي شبکې (VPN) پرته کارول کېدی شي، پداسې حال کې چې نور مشهور نړېوال ټولنیز میډیا پلېټ فارمونه - د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب په ګډون -- د ایراني رژيم لخوا بلاک شوي دي.

قوریم راپور ورکړو چې د څلورو هفتو په جریان کې، شاوخوا یو ملیونه جعلي پیرودونکي د مشهور ایراني ښځینه فعالانو د انسټاګرام اکاونټونو ته مخه وکړه چې د #MeToo غورځنګ سره تړاو لري.

قوریم راپور ورکړو چې د نږدې ۵۰۰۰۰ اکاونټونو له سکرین کولو وروسته، دا څرګنده شوه چې د هند-پاکستاني انسټاګرام فالوور پیکج ته امر ورکړل شو چې د ایران #MeToo اړوند اکاونټونو ته مخه وکړي. [قوریم - د رسنیو بنسټ]

قوریم راپور ورکړو چې د نږدې ۵۰۰۰۰ اکاونټونو له سکرین کولو وروسته، دا څرګنده شوه چې د هند-پاکستاني انسټاګرام فالوور پیکج ته امر ورکړل شو چې د ایران #MeToo اړوند اکاونټونو ته مخه وکړي. [قوریم - د رسنیو بنسټ]

د دغه اکاوټنو سمبالول ګران شول او د اکاونټونو مدیران دې ته اړ شول چې خپل پروفایلونه "پرايويټ" موډ ته بدل کړي ترڅو نور باټس (bots) د ګډون کولو څخه منع کړي.

قوریم، پرته له دې چې نوم یې اخیستې وی چې د دې بريد تر شاه څوک دي، وویل، برید په ښکاره ډول هدفي و -- او بریدګر په زرګونو ډالر ولګول چې ګڼ شمير باټس (bots) ته لارښوونه وکړي چې دا اکاونټونه تعقیب کړي.

دغه راپور وموندل چې د ګورو او دعا مواصلاتو ته وده ورکول، د ټولنیزو رسنیو بازارموندنې (SMM) دوه شرکتونه چې په پنجاب صوبه کې فعالیت کوي، د انسټاګرام پیروانو يو پيکج وپلورلو چې د ایراني ښځینه فعالینو پروړاندې کمپاین کې وکارول شو.

په راپور کې ویل شوي چې په پیکجونو کې هغه اکاونټونه شامل دي چې په بیچونو کې وپلورل شول چې د اکاونټ په بایوز کې د سویلي آسیا، هندي یا پاکستاني کارن نومونو سټاک عکسونه او انګليسي قولونه کاروي.

دغه پیکج "۱۰۰۰۰ پیروان په 50$، یا تر 1 ملیونه جعلي پیروان په 1,500$ پلوري" او د هر ډول جعلي پیروانو، د محصول بیاکتنې، او "لایکس" پیرودلو لپاره د ډشبورډ وړاندیز کوي. په راپور کې ویل شوي چې تادیات د پی پال یا کرپټو کرنسۍ له لارې منل کیږي.

مجرم ممکن د پیسو خوندي کولو لپاره پاکستاني باټس غوره کړي وي.

قوریم راپور ورکړو، "د زرګونو جعلي پاکستاني اکاونټونو اخیستل د ایراني ښکارہ شناختونو سره د اکاونټونو اخیستلو په پرتله خورا ارزان دي." "د SMM لپاره د پاکستان بازار په ساده ډول خورا لوی دی چې ډېر بېرته پلورونکي د پیرودونکو لپاره سیالي کوي او غواړي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو ته د وده ورکولو لپاره پیسې ورکړي."

که څه هم، د دغه جعلي اکاونټونو "د ډیجیټل برید د یوې بڼې په توګه کارول چې د ایراني ښځو غورځنګ خاموشه کړي، [لکه څنګه چې ويل شوي] شاید د دې جعلي خدماتو بېرته پلورونکو ته معلوم ندي."

د ښځو پر ضد کمپاین

د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو او فعالانو وويل، د ښځو د حقونو د فعالانو پر ضد د بدنامولو کمپاین په ایران کې د مدني ټولنې او د حقونو د فعالانو پر وړاندې د روان کړکېچ یوه برخه ده چې د ګڼ شمېر ټولنیزو مسلو د خاموشه کولو لپاره کمپاین کوي.

په دې میاشت کې، ایراني چارواکو د هغو ښځو په وړاندې یوه سخته نوې مبارزه پېل کړه چې د هېواد د "حجاب او پاک دامنۍ" قانون څخه سرغړونه کوي، کوم چې د نهو کالو څخه پورته میرمنې او جينکۍ دې ته اړ کوي چې په عامه ځایونو کې خپل سرونه پټ کړي.

د ایران د شرعي قانون له مخې، چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته نافذ شو، ښځې مکلفې دي چې خپل ویښتان پټ کړي او کهولاو مناسبې جامې واغوندي. سرغړونکي د عامه سرغړونې، جریمې یا ګرفتارۍ سره مخ کيږي.

ګڼ شمېر ایرانۍ ښځې د دغه قانون تعقيب نه کوي.

سږکال، تهران اعلان وکړو چې د جولای ۱۲مه به د "ملي حجاب او پاکدامنۍ د ورځې" په توګه ولمانځل شي، ترڅو د ښځو او د هغوی د بدنونو په اړه د هېواد د سختو قوانینو اهمیت په ګوته کړي.

که څه هم، په هغه ورځ، ایرانۍ میرمنو، چې د جامو له محدودیت څخه ستړي شوي دي، په انسټاګرام کې د "#No2Hijab" کمپاین کې برخه واخیسته او د خپلو ویښتو د ښکاره کولو ویډیوګانې یې پوسټ کړې، او داسې پوسټونه یې ولیکل چې د رژیم د کړنو مخالفت کوي.

شاه، چې په پاکستان کې میشته د حقونو فعاله ده چې د خپلواکو حقونو ډلو او د ايران د خپلواکۍ لپاره د متحد ګروپ سره تړاو لري، وويل، په ایران کې دننه، د حقونو فعالین، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ښځو د حقونو سره تړاو لري، د تهران د ظلمونو او د حقونو د سرغړونو په ګوته کولو لپاره په پراخه کچه انسټاګرام کاروي.

شاه، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې یوازې خپل وروستی نوم استعمال کړو، وويل، د ایران ​​د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC)​​ د حقونو فعالان په نښه کړي او د پیسو ورکولو کمپاین له لارې یې دوی ته د جنسي تاوتریخوالي او مرګ ګواښونه کړي دي.

د جون په ۲۹مه، د حقونو څو ډلو، لکه آرټيکل ۱۹، ايکسس ناو، د ایران لپاره متحد او د فرنټ لاین مدافعینو، د ایران د ښځو د حقونو د مدافعينو د پراخې شبکې او د ایران د #MeToo غورځنګ فعالینو په وړاندې د "دوامداره، تادیه شوي کمپاین" څخه د "همغږيزو بریدونو" په وړاندې ګډه اعلامیه خپره کړه.

یاد بیان د انسټاګرام او فېسبوک اصلي شرکت میټا څخه هم وغوښتل چې سمدلاسه د جعلي پیروانو پلټنه وکړي او لرې يې کړي او د بشري حقونو مدافعینو، فعالینو او عامو خلکو لپاره د بیان آزادۍ د خوندي کولو لپاره ډېر څه وکړي.

عشرت علي، چې په لاهور کې د ښځو د حقونو فعاله ده، د ایران د ښځو د حقونو د فعالانو پر ضد د آنلاین بدنامولو په کمپاین کې د پاکستاني ټولنیزو رسنیو شرکتونو د ښکېلتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغې د پاکستان د ښځو د حقونو پر ډلو غږ وکړو چې د خپل هېواد پر چارواکو فشار راوړي چې د ټولنیزو رسنیو د شرکتونو پر ضد اقدام وکړي.

علي وویل، "د پاکستان د ښځو د حقونو فعالانو د تهران د سخت رژیم په وړاندې په مبارزه کې د ایراني حقونو فعالانو سره د پیوستون څرګندونه وکړه."

ایرانۍ ښځې 'د دویمې درجې' اتباع دي

ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د راپور له مخې، چې د کورني تاوتریخوالي حواله يې ورکړه، په ایران کې له ښځو او جینکو سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند کیږي، له ۱۰ څخه تر ۱۴ کلنو جينکو په زرګونو کېسونه شتون لري چې مشرانو نارینوو ته واده کيږي او په قانون او عمل کې په دوامداره توګه له تبعیض سره مخ دي.

د جينکو لپاره د واده قانوني عمر ۱۳ کاله دی، او حتی کم عمره جينکۍ د ایران د شرعي قانون له مخې په قضايي او د پلار په رضایت سره واده کېدی شي.

"د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو وضعیت" په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شو، "د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمنځ، د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ د جينکو ۳۱۰۰۰ ودونه ثبت شول، چې د تېر کال په پرتله ۱۰.۵ فيصده زیاتوالی ښایي."

په ایران کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان په اسلامي جمهوریت کې له ښځو او جينکو سره د چلند په اړه د "سمدستي اصلاحاتو" غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د یو بیان له مخې، هغه د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې وویل، "د ایران په قانون او عمل کې ښکاره تبعیض شتون لري چې باید بدل شي."

"د واده، طلاق، کار او کلتور په شمول د خپل ژوند په څو برخو کې، ایرانۍ میرمنې یا منع شوي یا د خپلو میړونو یا د پلرونو اجازې ته اړتیا لري، چې دوی له خپلواکۍ او انساني وقار څخه محروموي."

هغه وویل، "دا مفکورې په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او باید اوس يې اصلاح وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500