اقتصاد

د پاکستان او ازبکستان تړونونه د همکارۍ نوی دور پیلوي

د ضياء الرحمان لخوا

یوه لارۍ د جولای په ۱۲مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله باندې د تورخم سرحدي لارې ته رارسيدلې ده. [ضیاء الرحمان]

یوه لارۍ د جولای په ۱۲مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله باندې د تورخم سرحدي لارې ته رارسيدلې ده. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- چارواکي وايي، د پاکستان او ازبکستان ترمینځ وروستي تړونونه، چې په دې کې هغه تړونونه شامل دي چې له مخې به يې د افغانستان له لارې د مالونو تبادله کيږي، د سیمه ییز ادغام او ثبات لپاره یو مهم ګام دی.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د جولای په ۱۵مه تاشکند ته د یو لوړ پوړي پلاوي مشري وکړه چې له ازبکستان سره په مختلفو برخو کې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره تړونونه لاسلیک کړي، چې په کې سوداګري او سرمايه کاري شامله ده.

خان د ازبکستان او پاکستان ترمينځ د نوي سوداګریز فورم د پرانیستې په مراسمو کې وویل، "پاکستان د مرکزي آسیا او په ځانګړي توګه له ازبکستان سره نږدې اړیکو او ژورې ښکيلتيا ته د پام وړ اهمیت ورکوي، چې دا په سیمه کې له لویو اقتصادونو څخه دي."

هغه وويل، د ازبکستان سره د پاکستان اړيکې ډير اهمیت لري، ځکه چې ښه سوداګري به د سیمې د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي.

کښتۍ د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۳۰مه د ایران په بندر عباس ښار کې ښودل شوي دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

کښتۍ د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۳۰مه د ایران په بندر عباس ښار کې ښودل شوي دي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د ازبکستان وزیر اعظم عبدالله اريپوف د دواړو هیوادونو تر منځ د قوي اړیکو په روښانه کولو سره وويل، د خان سفر به د همکارۍ او ګډو پروجيکټونو نوی پړاو پیل کړي.

د پاکستان حکومت د جولای په ۱۴مه په یو بیان کې وویل، د خان له رارسېدو څخه یوه ورځ وړاندې، دواړو لورو موافقه وکړه چې د کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، تعلیم او د معدني سکتورونو په برخه کې ګډې کاري ډلې جوړې کړي چې د بین المللي کمیسون غونډې څخه مخکې همکارۍ ته وده ورکړي.

د ازبکستان وزیر اعظم او د سرمايه کارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار امورزاکوف او د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ لپاره د خان سلاکار عبدالرزاق داوود د دې غونډې په ګډه مشري وکړه.

دوی موافقه وکړه چې د افغانستان له لارې دهلیز به، چې ازبکستان او پاکستان له يو بل سره يو ځای کوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې مهم رول ولوبوي.

دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې په صنعتي همکاریو کې خپله ملګرتیا ژوره کړي، چې په دې کې د کپړو په صنعت کې ګډ کارونه ترسره کول، د کرنې مشینونه جوړول، او د میوو او سبزیو محصولاتو پروسس کول او بسته کول شامل دي.

تاشکند ټایمز راپور ورکړو، دواړو لورو په ګډه د ۵۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت معاهدې لاسلیک کړې.

د همکارۍ لارې

په وچه کې راګیر ازبکستان او د مرکزي آسیا نور هیوادونه اکثر په دې مجبوره کيږي چې د نړیوال تجارت د ترسره کولو لپاره د ایران په بندرونو تکیه وکړي. پاکستان دوی هڅوي چې د دې پرځای د دوی سمندري بندرونه استعمال کړي.

د کراچۍ مجتبی حسین، چې په بهرني تجارت کې ښکيل دی، وويل چې ازبکستان خپل سامان د ایران د بندر عباس له لارې صادروي، چې په ځمکه په يوې اوږدې لارې باندې سفر ته اړتیا لري.

هغه وویل، "په پاکستان کې کراچۍ ته د افغانستان له لارې لاره د ایران بندر عباس ته د لارې په پرتله تقريباََ ۲۸۰۰ کیلومتره لنډه ده."

د ازبکستان او پاکستان تر منځ د ځمکې لارې په جوړولو باندې کار روان دی.

د ټرانسپورټ نړيوال سړکونو (ټي آیي آر) د کنوانسیون لاندې، دواړو هیوادونو د تیرکال په پیل کې په تجرباتي توګه د ټرکونو تبادله وکړه چې په افغانستان کې د مختلفو لارو ارزونه وکړي.

د اروپایي اتحادیې له مخې، "د ټي آیي آر طرزالعملونه دا وړتیا ورکوي چې سامان د کسټمز د کنټرول لاندې د محصولاتو او ماليې د ورکولو پرته نړیوالو پولو ته وليږدول شي، کوم چې به معمولاََ د وارداتو (یا صادراتو) له امله له ځنډ سره مخ کيدل."

د درملو څخه ډک یو ټرک د اپرېل په ۹مه له کراچۍ څخه ووتلو او د می په ۴مه تاشکند ته ورسیدو چې له افغانستان او ازبکستان څخه تیر شو.

همدغه رنګه د ازبکستان يو ټرک چې د څرمنې سامانونه يې لرل د مۍ په ۹مه د تاشکند څخه ووتلو او د مۍ په ۱۱مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پولې ته ورسیدو. د ټرک سامان د مۍ په ۱۳مه فیصل آباد ته ورسیدل.

يو اېس اېډ وویل، د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) د دې پروژې لپاره تخنیکي او مالي ملاتړ چمتو کړو. د دې نوښت موخه د سیمه ییز تجارت ادغام او اتصال ته وده ورکول دي.

د ایکسپریس ټریبیون له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ لپاره د خان سلاکار داوود د جولای په ۴مه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د ټي آیي آر کنوانسیون لاندې د توکو د لیږدولو پلان لرو ځکه چې له ازبکستان څخه لومړۍ لارۍ په ۴۸ ګهنټو کې پاکستان ته راورسیده."

هغه وویل، "[د پاکستان] حکومت ټرانسپورټرانو ته د قرضو په ورکولو غور کوي چې د هیواد ویجاړ شوي لوژستیکې شبکې ښه کړي."

په افغانستان کې د سولې هڅې

د خان ناسته وروسته له هغې ترسره شوه کله چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتلو په جريان کې په افغانستان کې د سولې د رواستلو لپاره سیمه ییزې هڅې وشوې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۶مه په يو بيان کې اعلان وکړو چې پاکستان، ازبکستان، افغانستان او متحده ایالاتو د جولای په منځ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات او د سیمه ییزې سوداګرۍ او سوداګريزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو نوی څلور اړخیزه سفارتي پلیټ فارم جوړ کړو.

په دغه بيان کې راغلې، "د پرمختللې بین المللي سوداګریزو لارو د خلاصولو لپاره د تاریخي موقعې په پیژندلو سره، دواړه خواوې اراده لري چې د سوداګرۍ د پراخولو، د ترانزیتي اړیکو د جوړولو او د سوداګريو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتيا لپاره همکاري وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۶مه وویل، خان او د افغانستان صدر اشرف غني د کنفرانس په څنډه کې په تاشکند کې ولیدل چې په کې دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې "د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پياوړي کړي".

په دغه بيان کې ويل شوي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې "د دوو اړخیزو مشورو له لارې د يو دوه اړخیزه میکانیزم د جوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي تر څو په امنیتي برخه کې د یو بل اندیښنې لرې کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500