اقتصاد

ازبکستان غواړي چې د روسيې پر ځای د اورګاډي پټلۍ له لارې سمندري لارو ته لاسرسی ترلاسه کړي

د رستم تیمیروف لخوا

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۹مه د افغانستان د بلخ صوبې په حيرتان کې د افغانستان-ازبکستان د دوستۍ پل په مرکز کې د اورګاډي د کرښې يو کارکوونکی د رېل پټلۍ په اوږدو کې ګرځي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۹مه د افغانستان د بلخ صوبې په حيرتان کې د افغانستان-ازبکستان د دوستۍ پل په مرکز کې د اورګاډي د کرښې يو کارکوونکی د رېل پټلۍ په اوږدو کې ګرځي. [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

تاشکند -- د ازبکستان څخه پاکستان ته د ريل په پټلۍ باندې لومړني کارونه پېل شوي کوم چې تاشکند ته فرصت ورکوي چې د روسیې ترانسپورتي لارې ترک کړي ځکه چې ماسکو په دوامداره توګه په اوکراین باندې د خپل برید له امله د لویدیځ د بندیزونو سره مخ دی.

ازبک خبري اژانس ډونيو د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په حواله راپور ورکړو چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان کارکوونکو د جولای په ۱۸مه په افغانستان کې د ټرانس-افغان ريلوی د لارې د ټاکلو لپاره کار پېل کړو.

په تاشکند کې چارواکو د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په مياشت کې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د سړک نقشه لاسلیک کړه چې د مزارشریف او کابل، افغانستان او پاکستان پیښور ترمنځ به تیریږي.

د ازبکستان له خوا جوړه شوې د اورګاډي پټلۍ د مخکې نه د ازبکستان له ترميز څخه تر مزارشریف پورې غځيدلې ده.

یوه نقشه د افغانستان له مزارشریف او کابل څخه د پاکستان تر پیښور پورې وړاندیز شوی ټرانس-افغان ریلوې ښیي. توره ټکن ليکه وړاندیز شوې برخه ښيي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

یوه نقشه د افغانستان له مزارشریف او کابل څخه د پاکستان تر پیښور پورې وړاندیز شوی ټرانس-افغان ریلوې ښیي. توره ټکن ليکه وړاندیز شوې برخه ښيي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

د ازبکستان په ترميز کې د ترميز کارګو مرکز د اکتوبر په ۲۱مه ښودل شوی دی. له افغانستان او پاکستان څخه ټرکونه دلته راځي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

د ازبکستان په ترميز کې د ترميز کارګو مرکز د اکتوبر په ۲۱مه ښودل شوی دی. له افغانستان او پاکستان څخه ټرکونه دلته راځي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای]

په پېښور کې، د اورګاډي پټلۍ له بشپړیدو وروسته، کارکوونکي به مالونه کوز کړي او بیا به یې د کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو ته انتقال کړي.

ډیپلومات ورځپاڼې د جولای په ۲۶ مه راپور ورکړو، تمه کيږي چې د اورګاډي پټلۍ جوړول -- چې په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې د ازبکستان لخوا وړاندیز شوې وه -- به پنځه کاله وخت ونیسي او لګښت یې ۴.۸ ملیارده ډالره اټکل شوی دی.

د پلان له مخې، نږدې ۶۰۰ کیلومتره اوږده د اورګاډي پټلۍ به ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د هند سمندر ته نږدې کړي او له ازبکستان څخه د پاکستان بندرونو ته د مالونو رسولو لپاره اړین وخت به له ۳۰-۳۵ ورځو څخه ۱۰-۱۵ ورځو ته راټیټ کړي.

Gazeta.uz د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په مياشت کې راپور ورکړو، دا هم تمه کيږي چې د ترانسپورت لګښتونه به د ۳۰-۳۵ فيصده پورې راټیټ شي. دغه ويب پاڼې زیاته کړه، په خپلو څو لومړیو کلونو کې، د افغانستان ترانسپورت دهلیز کولی شي په کال کې تر لسو میلیونو ټنو پورې کارګو انتقال کړي.

په روسیې انحصار کمول

د تاشکند ټایمز په وینا، د ازبکستان صدر شوکت میرضیایوف د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت کې پارلمان ته وویل، ازبکستان د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بیلاروس له لارې شمال ته د اروپا د ټرانسپورټ په املاکو باندې تکيه کوي ترڅو تقريبا ۸۰ فيصده خپله بهرنۍ سوداګري ترسره کړي.

له اتو مهمو ترانسپورتي دهلیزونو څخه درې یې چې ازبکستان له نړېوالو بازارونو سره نښلوي له روسیې څخه تېرېږي.

خو اوس د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، ​​په دغه لارو کې د لویدیځو بندیزونو له امله خنډ رامنځه شوی دی​​.

د مارچ په میاشت کې اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې، میرضیایوف د دې پروژې د ځانګړي اهمیت یادونه وکړه.

هغه وويل، "د اورګاډي پټلۍ [ترميز-مزارشريف-کابل-پيښور لاره] زموږ ګډ راتلونکی دی." "کله چې د دې لارې جوړول بشپړ شي، موږ به تر ټولو لنډ، ارزان او خوندي دهلیز جوړ کړو چې پاکستان به له منځنۍ اسیا سره وصل کړي."

د Podrobno.uz په وینا، میرضیایوف وویل، "د اورګاډي پټلۍ به په بشپړه توګه زموږ د سیمو شکل بدل کړي."

د خپلواکۍ پیاوړتیا

تاشکند د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پېل راهیسې له روسیې سره په خپلو اقتصادي اړیکو کې نازک توازن ساتلی دی، خو د ثانوي بندیزونو ګواښ لاهم شتون لري.

په تاشکند کې د سیاسي علومو کارپوه فرخود میرزابایوف وویل، اوس، د پخوا په پرتله ډېر، ازبکستان اړتیا لري چې د نوي ټرانسپورتي لارو په لټه کې شي.

هغه وویل، په سیمه او نړۍ کې د جغرافيايي او سياسي وضعیت له امله د ټرانس- افغان ريلوی پلان خورا اړین دی.

هغه وويل، "له ټولو شته ستونزو او خنډونو سربېره، ازبکستان بايد د دې پروژې د پلي کولو لپاره له افغانستان او پاکستان سره همکاري وکړي."

"موږ باید د شکمنو کارپوهانو او سیاستدانانو د نظرونو او دلیلونو په اړه ويره ونلرو، ځکه چې د اورګاډي پټلۍ به زموږ خپلواکي پیاوړې کړي."

ځینې کتونکي وايي، چيلنجونه شتون لري.

د یو ازبک تاریخپوه روشن نظروف په وینا، ملتونه د باثباته ټولنیز-اقتصادي پرمختګ د یقیني کولو لپاره مختلفو ټرانسپورتي لارو ته اړتیا لري.

هغه وویل، ازبکستان اوس مهال یوازې د قزاقستان او روسیې له لارې زاړه او ثابت شوي شمالي دهلیزونه کاروي.

که څه هم، جنوب ته د افغانستان له لارې، ختیځ ته د قرغزستان او چین له لارې، او لویدیځ ته د کسپین سمندرګي او قفقاز له لارې په دې باندې کار لاهم روان دی.

نظروف وویل، له دغو بدیلونو څخه، "تر اوسه، تر ټولو حقیقي لاره ختیځه ده -- د قرغزستان او چین له لارې." هغه زياته کړه چې په افغانستان کې بې ثباتي د جنوبي لارې لپاره یو چيلنج دی.

د تاشکند ماکسیم متنزاروف، چې تاریخ دان دی او په شوروي-افغان جګړه کې تجربه لري، موافقه وکړه.

هغه وویل، د افغانستان بې ثباتي د اورګاډي پټلۍ پروژې ته "د نړېوالو مالي موسسو او د نړۍ د سترو قدرتونو د راجلبولو مسله پېچيده کوي".

هغه زیاته کړه، د افغانستان خاوره هم غريزه ده، نو له دې څخه تېرېدل به ډېرو پلونو، سرنګانو او نورو بای پاس سړکونو ته اړتیا ولري، چې د تعميراتي لګښتونو کچه به لوړه کړي.

سیمه ایزې اړیکې او اختیارونه

بیا هم، پروژه د سیمه ایزو مشرانو ملاتړ لري.

د قزاقستان صدر قاسم جومارت توکایوف د جولای په ۲۱مه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، قزاقستان چمتو دی چې د ټرانس- افغان ريلوی په جوړولو کې مرسته وکړي.

د Kapital.kz له مخې، هغه د قرغزستان په چولپون-اتا کې وویل، "موږ کولی شو د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د موادو له خنډ پرته رسد یقیني کړو او کولی شو اورګاډي چمتو کړو."

په عېن حال کې، پاکستان او ازبکستان د مخکې نه د یو سړک په واسطه چې د افغانستان له لارې تیریږي له يو بل سره وصل دي. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت له مخې، د جون په میاشت کې، ازبک ټرک ډرايورانو په لومړي ځل ياده لاره پاکستان ته د کارګو د رسولو لپاره استعمال کړه.

کراچۍ ته د ۲۷۶۰ کیلومتره اوږد سفر یوه هفته وخت واخيستو. دغه ټرکونو منجمد غوښه ولیږدوله.

د میرضیایوف د مطبوعاتي دفتر په وینا، په عېن حال کې، د ګرجستان وزیر اعظم ایراکلي ګاریباشویلي د جولای په ۱۹مه ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د ګرجستان د تور سمندرګي د پوتي او باتومي د بندرونو له لارې اروپا ته د ازبک تولیداتو د صادرولو د امکان وړاندیز وکړو.

د تاشکند سیاسي کار پوه میرزابایوف وویل، که څه هم د اوکراین د تور بحر پر بندرونو د روسیې سمندري بندیز اوس مهال د دغو بندرونو کارول ناممکن کړي، خو د ګرجستان له لارې ټرانزیټ هم د جغرافيايي او سياسي حقيقتونو تر اغیز لاندې دی.

د افغانستان یو خپلواک ازبک شنونکي اکرم عمروف وویل، "ازبکستان هڅه کوي چې په موجوده بدیلو لارو باندې ډېر ټینګار وکړي، چې پدې کې د جنوبي قفقاز لارې -- باکو – تبلیسي – کارس ريلوی شامل دي."

هغه وویل، "دا لار د ځمکې او سمندر له لارې اروپا ته د لاسرسي وړتيا ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500