امنیت

امریکایي جنرال خبرداری ورکړ چې طالبان باید خپل یرغلیز عملیات ودروي یا دې هوایي بریدونو ته تیار شي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ائتلافي ځواکونه]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ائتلافي ځواکونه]

کابل -- په افغانستان کې د متحده ایالاتو جګپوړي قوماندان د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۸مه/ دا خبره رد نه کړه چې که طالبان په هېواد کې د نویو سیمو د لاندې کولو لپاره خپل کمپاین ته دوام ورکړي د هغوی پر ضد به هوایي بریدونه ترسره شي.

د غوایي له نیمایي راهیسې چې د متحده ایالاتو پوځ د خپلو عسکرو وتل پيل کړل، د هېواد په ناهوارو اطرافي سیمو کې جنګ زیات شوی دی.‌

په افغانستان د متحده ایالاتو پوځي قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو پوځ له دې سره سره چې وتلو ته دوام ورکوي، لاکن اوس هم دا جنګي ځواک لري چې د یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړي.

هغه وویل، «زه اوس هم دا صلاحیت لرم چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دفاع وکړم او بې له شکه چې د خپلو ځانونو دفاع هم کوو.»

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر (ښی) د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۶مه د افغانستان د وخت د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (منځ) سره د کابل په لوېدیځ کې د افغان ملي اردو یوه د تلاشۍ پوسته ګوري. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر (ښی) د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۶مه د افغانستان د وخت د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (منځ) سره د کابل په لوېدیځ کې د افغان ملي اردو یوه د تلاشۍ پوسته ګوري. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

مېلر وویل، «زه غواړم ووینم چې نور هوایي بریدونه ونشي، خو د دې لپاره چې نور هوایي بریدونه ونشي، تاسو ټول تاوتریخوالی ودروئ،» او زیاته یې کړه چې طالبانو ته یې ویلي چې یرغلیز عملیات ودروي.

په هغه ویډیو کې چې ای اېف پي له ازادۍ راډېو څخه ترلاسه کړی دی، دغه جنرال طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د زور له لارې د هېواد د کنټرول د ترلاسه کولو هڅه دې نه کوي.

امریکاغږ د مېلر دا وینا را نقل کړې چې ویلي دي، «د زور له لارې قدرت ترلاسه کول د هیچا، او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو، په ګټه نه دي.»

مېلر وویل، «هغه څه چې د افغانانو په ګټه تمامېږي هغه د سیاسي حل په لور څرخېږي. که تاسو تاوتریخوالی کم نه کړئ، سیاسي حل نور او لا نور سختېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان باید په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي او د دښمنیو لپاره د سیاسي حل لاره راوباسي.

مېلر زیاته کړه، «زموږ د وتو په تړاو د پرمختګ سره سم افغان امنیتي ځواکونه په مناسب ډول ځای پرځای کیږي.»

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه وزارت یو ۴۰۰۰ کسیز «چټک منتظره ځواک» رامنځته کړی چې د اردو د متقاعدو جنرالانو له خوا یې لارښوونه کېږي او د منظمو امنیتي ځواکونو تر څنګ به د طالبانو پر ضد جنګیږي.

د افغان امنیتي سکتور ویاند جنرال اجمل عمر شینوري وویل، د دغه ځواک منسوبین ټول افغان وګړي دي چې د طالبانو پر ضد د خپل هېواد د دفاع لپاره راوتلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500