اقتصاد

د ایران کمزوری اقتصاد د اسلامي جمهوریت راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

د اردشیر کوردستاني لخوا

د کمزوري اقتصاد اغیزه ښکاره ده، په داسې حال کې چې د اوسط ایرانیانو د پیرود ځواک په چټکۍ سره په کميدو دی. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د کمزوري اقتصاد اغیزه ښکاره ده، په داسې حال کې چې د اوسط ایرانیانو د پیرود ځواک په چټکۍ سره په کميدو دی. [عطا کینیر/ای اېف پي]

په ایران کې ټول اصلي اقتصادي شاخصونه ښیي چې اسلامي جمهوریت په خراب وضعیت کې دی، په داسې حال کې چې د انفلاسیون کچه په لوړيدو ده، د اسعارو زیرمې په کميدو دي، او د هیواد له مشرتابه سره مخ په زیاتیدونکي نارضایتي شتون لري.

د بغاوت ویره، چې د خلکو د لوی اقتصادي فشار له کبله رامينځته شوی، هغه څه دي چې د کورنیو چارو وزارت یوه کمیټي جوړه کړې ده چې "د هیواد د امنیت څارنه" وکړي.

د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه)، د کورنیو چارو نايب وزير حسین زولفاغاري وویل چې د هیواد اقتصادي مبارزو "امنیت چمتو کول خورا ستونزمن کړی دی".

هغه وویل، دغه کمیټي موخه لري چې "هغه مسلې په چټکۍ سره وپلټي چې د خلکو لپاره ستونزې رامینځته کوي" او "د ناوړه پایلو مخه ونیسي".

ایراني احتجاج کونکي د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په تهران کې د یو احتجاج پرمهال د اور شاوخوا راټول شوي دي. [ای اېف پي]

ایراني احتجاج کونکي د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په تهران کې د یو احتجاج پرمهال د اور شاوخوا راټول شوي دي. [ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ایراني اتباع په کور کې له ستونزو سره مخ دي، د دې هیواد مشران په نیابتي ملیشو، لکه د کتايب حزب الله چې په اپرېل ۲۰۲۰ کال کې دلته په عراق کې لیدل شو دی، خورا ډیرې پيسې خرچ کوي. [ارنا]

په داسې حال کې چې ایراني اتباع په کور کې له ستونزو سره مخ دي، د دې هیواد مشران په نیابتي ملیشو، لکه د کتايب حزب الله چې په اپرېل ۲۰۲۰ کال کې دلته په عراق کې لیدل شو دی، خورا ډیرې پيسې خرچ کوي. [ارنا]

په ایران کې اوسط انفلاسیون د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ په ټولیز ډول له ۱۱۰٪ څخه زیات لوړ شوی، چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې اوسط ډول انفلاسیون له ۳۰٪ څخه زیات شوی دی.

د اسعارو ارزښت کميدل

د ۲۰۱۷ کال راهیسې، د هیواد د اسعارو ارزښت د متحده ایالاتو ډالر په پرتله نږدې ۸۱٪ راټیټ شوی دی.

په ۲۰۱۷ کال کې، د تبادلې نرخ د ۳۷۰۰۰ ايراني ريالونو په پرتله ۱ ډالر و. خو د جون ۲۰۲ کال پورې، دا د څو بدلونونو سره د ۲۰۰۰۰۰ ايراني ريالونو په پرتله ۱ ډالر و.

رویټرز راپور ورکړو، په عین وخت کې، د کورنا ويرس ناروغۍ د خپريدو او د متحده ایالاتو د بندیزونو اغیزې سره د تیلو لپاره په نړیواله کچه د ټيټې غوښتنې له کبله د ایران د ورځني تیلو صادرات په مارچ ۲۰۲۰ کال کې د ورځې د ۲۸۷۰۰۰ بيرلو په پرتله په اپرېل ۲۰۲۰ کال کې ۷۰۰۰۰ بيرلو ته راټیټ شول.

په راپور کې راغلي، د ایراني تیلو صادرات د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمایي کې ۲.۵ ملينونه بیرلو ته په ورځ کې رسېدلي وو.

سربیره پردې، ایران په هغه کال کې په خپل ملي پراختیایي فنډ کې ۱۲۰ میلیارده ډالره لرل. خو یوازې په تېرو دوو کلونو کې، د صدر حسن روحاني حکومت د عايداتو د خسارې پوره کولو لپاره د ملي پراختيايي فنډ څخه لږ تر لږه ۳۳ ځله پيسې ويستلې دي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په مياشت کې، د مثال په توګه، د روحاني انتظاميې د حکومتي کارمندانو د تنخواګانو لپاره د ۴۲۰ ملیونه ډالرو برابر پيسې ويستلې وې.

او په ۲۰۱۸ کال کې، ستر مشر علي خامنه اي له اېن ډي اېف څخه د ۴ ملیارده ډالرو ایستلو اجازه ورکړه، چې نیمه برخه یې د پوځي لګښت لپاره ټاکل شوې ده.

تر سپتمبر پورې، اېن ډي اېف يوې خطرناکې ټیټې کچې ته راښکته شوی دی، او اټکلونه ښيي چې پاتې رقم د ۲۰ يا ۲۵ ملیاردو ډالرو ترمنځ دی.

د پیرود د ځواک کموالی

د کمزوري اقتصاد اغیزه په بل ځای کې دومره ښکاره نه ده لکه څومره چې د اوسط ایرانیانو د پیرود کولو په ځواک باندې ده، کوم چې په چټکۍ سره په کميدو دی.

فاتح نبووت، چې د کابينې يو ريټايرډ جوړونکی دی او د مرکزي ښار تهران نه ۵۰ کیلومتره لرې د کرج په ښار کې اوسيږي، وویل، "نرخونه ورځ تر بلې لوړیږي، خو زموږ د پیرود ځواک ډيره کمه وده کوي."

هغه وویل، د یو اپارتمان د کرایه کولو څخه تر ورځنیو توکو لکه د پيو او چرګانو پیرودلو پورې، هرڅه د زغملو وړ نه دي.

د رسمي نرخونو په اړه راپورونه د نبووت ارزونه تاییدوي. د مارچ د ۱۷ مې نيټې پورې، د يو کلوګرامه سرې غوښې په اخيستلو باندې د ۱.۳ میلیونه ايراني ريالونو لګښت راځي، او ۱ کلو ګرامه پنیر، چې د ایراني خوراک یوه برخه ده، تقريباً د ۴۰۰۰۰۰ ايراني ريالونو لګښت لري.

په دې حالاتو کې، په ایران کې اوسط تنخوا په میاشت کې د ۴۰ او ۵۰ مليونو ترمنځ ده.

په ورته ډول، د نومبر په مياشت کې په ایران کې د ۳۲ مهمو خوراکي توکو تجزيې وښودل چې په اوسط ډول د خوړو نرخونه په یو کال کې له ۶۰٪ ډیر لوړ شوي دي.

د پراکسیانو لوړ لګښت

په ایران کې د اقتصادي ستونزو سره، د دې مشرانو غوره کړې ده چې دغه مخ په کمیدو پیسې په هغه روايتي وسلو ولګوي -- چې په دې کې راکټونه او مارټرونه شامل دي -- چې دوی يې په سیمه کې د نیابتي ملیشو سره شریکوي.

د ۲۰۱۹ کال په راپور کې، د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې اټکل وکړو چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ کلونو ترمینځ ایران د سوریې رژیم، حزب الله، عراقي ملیشو، د یمن حوثیانو (انصارالله) او نورو پراکسیانو سره د ۱۶ ملیارده ډالرو نه زياته مرسته کړې وه.

په راپور کې راغلي، ایران خپلو متحدینو او پراکسيانو ته د مخابراتو تجهیزات، کوچنۍ وسلې، د توپخانې سیسټمونه او د جګړې د ډګر راکټونه او لانچرونه ورکوي.

د مجلس د ملي امنیت کمیټې یو مخکښ غړي اټکل وکړو چې د ۲۰۲۰ کال په پیل کې، اسلامي جمهوریت یوازې د سوریې سره د مرستې لپاره ۲۰ ملیارده ډالره د دې د جګړې له پیل راهیسې خرچ کړې ول.

د ایران رژیم هم په خپل کورني توغندیز پروګرام بې شمیره ملیونونه خرچ کړي دي.

سیمه ایز جارحيت

د ایران د سمندري استخباراتو یو پخواني کارپوه، چې اوس په متحده ایالاتو کې اوسیږي، د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د ایران مشرانو په "سیمه کې جګړه او د امریکې ضد نظريه د خپلې واکمنۍ د مشروع کولو لپاره جوړ کړې دي."

دوی بايد په سیمه کې د سولې د راوستلو او پر ایران د فشارونو د کمولو لپاره له ۲۰۱۵ کال له اټومي موافقې وروسته له متحده ایالاتو سره همکاري کړی وای، "خو دوی دغه اقدام غوره نه کړو ځکه چې دوی دا د انقلاب د شتون لامل ګڼي".

په امریکا کې میشت يو ایراني ژورنالیست شاهین محمدي ورته نظر څرګند کړو، او ویې ویل چې هغه په دې باور دی چې د متحده ایالاتو دوامداره فشار د ایران خلکو ته د زیان رسولو پر ځای د ایران د مشرانو ارادې ته زیان رسولی شي.

هغه وویل، د ایران مشران ډیرو معلوماتو ته لاسرسی لري. هغه يادونه وکړه چې احتمال لري دوی پوهيږي چې وضعیت د ډیرو ایرانیانو لپاره د زغملو وړ نه دی.

هغه وويل، "دا به د اسلامي جمهوریت د مشرانو لپاره يوه منطقي خبره وي چې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته حاضر شي، که چيرې دا غواړي خپل رژیم تر فشار لاندې د رالویدو څخه منع کړي."

خو د داسې خبرو اترو د بریالیتوب لپاره، ایران بايد چمتوالی وښيي چې په هر ډول خبرو اترو کې د سیمه ییزې مداخلې خپله نظريه شامله کړي.

هغه وویل، "سخت سفارتي، سیاسي او پوځي جلا والی، چې د هدفي بندیزونو له کبله رامينځته شوی "به يا د خامنه اي یا د اسلامي انقلاب ساتونکو قول په څير د ځواک یو بل لوی مرکز لامل شي، چې له هغوی سره موافقه وکړي یا د رژیم له تحلیل سره مخ شي".

مخ په زياتيدو درزونه

په تیرو میاشتو کې د ایران په حکومت کې ويش لیدل شوی، ځکه چې د آی آر جي سي په اړه فشار مخ په زياتيدو دی، کوم چې په هیواد کې ډير زيات نفوذ لري.

ځینې کتونکي وايي چې دغه درزونه د ایران په کوڅو کې زیاتیدونکی قهر په ګوته کوي.

د اقتصاد او د ژوند د حالاتو په اړه د خلکو قهر د اشتعال ټکې ته رسيدلی، او کتونکو خبرداری ورکړی چې د خلکو د احتجاجونو راتلونکی پړاو به په نومبر ۲۰۱۹ کال کې د تیلو د بیو د لوړوالي په اړه د احتجاجونو په پرتله خورا ډیر تاوتریخجن وي.

د آی آر جي سي په مشرۍ امنیتي ځواکونو په څو ښارونو کې په احتجاج کونکو باندې په ډزو سره احتجاج ته خپل غبرګون وښودو، او په سلګونو کسان يې ونيول او شکنجه کړل. ځینې اټکلونه وړاندیز کوي چې په دغه احتجاجونو کې تقريباََ ۱۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي ول.

د ۲۰۱۹ کال احتجاجونه د ۱۹۷۹ کال د اسلامی انقلاب وروسته په ایران کې ډیر کم لیدل شوي دي، او د ۲۰۰۹ کال راهیسې د متنازعه ټاکنو پرضد د احتجاجونو نه ډير لوی ول.

له ایران څخه په وروستیو میاشتو کې د انټرنیټ د ورو سپيډ او وخت په وخت د معطل کيدو په اړه راپورونه وړانديز کوي چې دغه رژیم هڅه کوي چې د مدني ناکرارۍ یو نوی پړاو کنټرول کړي.

د ناکرارۍ په وروستۍ نښه کې، ایراني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په مياشت کې د پاکستان پولې ته څېرمه په هغو وګړو ډزې پيل کړي کومو چې تیل وړل، او له امله يې تاوتریخوالی رامينځته کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500