امنیت

افغان ځواکونه د طالبانو پروړاندې د لوی برید لپاره تياری کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د جولای په ۵ مه د افغان ملي پوځ یو سرتیری د کابل په جنوب کې ۷۰ کلوميټره لرې په بګرام کې د متحده آيالاتو په هوايي اډه کې دننه د هسپتال په دروازه کې چمتو ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د جولای په ۵ مه د افغان ملي پوځ یو سرتیری د کابل په جنوب کې ۷۰ کلوميټره لرې په بګرام کې د متحده آيالاتو په هوايي اډه کې دننه د هسپتال په دروازه کې چمتو ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۶ مه) ژمنه وکړه چې هغه ټولې ضلعې بيرته ترلاسه کړي کومې چې دوی په دې وروستیو ورځو کې په طالبانو بايللي دي، په داسې حال کې چې طالبان په ټول افغانستان کې بریدونو ته دوام ورکوي..

افغان چارواکو د افغانستان په شمال کې د طالبانو د برید د مخه نیولو لپاره په سلګونو کومانډو او د حکومت پلوه ډلې غړي ځای په ځای کړي دي، چې له دې وړاندې یې په سلګونو افغان سرتیري ګاونډي تاجکستان ته تښتیدلي ول.

جګړه په څو صوبو کې پراخه شوې ده، خو یاغیانو په ځانګړې توګه د هيواد په شمالي سيمو کې په کمپاین باندې تمرکز کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان ای اېف پي ته وویل، "موږ پلان لرو چې لوی عمليات پيل کړو چې په دښمن باندې بايلل شوي سیمې بیرته واخلو."

په تاجکستان کې د چورخدرون روزنې په ډګر کې د تاجکستان د ګړندي غبرګون ځواکونه په دې تصوير کې ښودل شوي دي. [نیګماتولو میرسیدوف]

په تاجکستان کې د چورخدرون روزنې په ډګر کې د تاجکستان د ګړندي غبرګون ځواکونه په دې تصوير کې ښودل شوي دي. [نیګماتولو میرسیدوف]

"زموږ ځواکونه د دې عملیاتو لپاره په عملي توګه تنظیم کيږي."

په تخار او بدخشان صوبو کې په سلګونو سرتیري او د حکومت پلوه ډلې غړي ځای په ځای شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې دوی اراده لري چې د طالبانو د عملیاتو په لړ کې د لویو ښارونو، سړکونو او سرحدي ښارونو په امنیت باندې تمرکز وکړي. د طالبانو دغه عمليات د می په پیل کې پيل شوي ول، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه د خپل وروستي وتلو څخه مخکې، چې د سپتمبر په ۱۱ مه پلان شوی دی، له فشار سره مخ دي.

د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه (ای اين ډي اېس اېف) د هیواد په ښارونو کې کنټرول ساتلو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې زياتره سيمې په کلیوالي سیمو کې له لاسه ورکړل شوي دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې لپاره د افغانستان یو لوړ پوړي شنونکي اندریو واټکنز وویل، "له لاسه ورکړل شوي زياتره ضلعې زيان مننونکي وې --- په داسې حال کې چې دوی لرې موقعیت لرلو او په بيرته رسد او د سرتيرو په ليږلو کې له ستونزو سره مخ وې او خورا لږ ستراتیژیک پوځي اهميت يې لرلو."

د سولې او سياسي جوړ جاړي لپاره په خبرو اترو کې د ګډون پرځای، داسې ښکاري چې طالبان د پوځي کنټرول لپاره د خپلو سرتيرو په ځای پر ځای کولو باندې تمرکز کوي.

د متحده ايالاتو صدر جو بايډن تيره جمعه هڅه وکړه چې په سپينه ماڼۍ کې انديښنې کمې کړي.

هغه وويل، د متحده آيالاتو پوځ "د پولې هاخوا په وړتيا" باندې تمرکز کوي چې د حکومت سره په عملياتو کې د حکومت او ځواکونو سره مرسته کولی شي که چيرې اړتيا وي.

د رسنيو راپورونه وايي چې پنټاګون به په کابل کې د محتده آيالاتو د سفارتي دفتر د ساتنې لپاره په افغانستان کې تقريباَ ۶۰۰ ځواکونه ساتي.

په کابل کې د متحده آيالاتو استازي راس ولسن په ياغيانو باندې تنقيد وکړو.

هغه د سه شنبې په ورځ ټويټ وکړو، "تاوتريخوالی او ترهګري سوله نشي رامينځته کولی."

مرکزي اسيا چمتو ده

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټۍ (جي کی اېن بي) د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې افغان سرتیري د شپې پر مهال له وسله والو طالبانو سره د نښتو وروسته دغه هیواد ته ننوتلي دي.

د تاجکستان د دولتي معلوماتو ادارې له خوا په خپره شوې بيان کې راغلي، "د ښه ګاونډیتوب د اصول په پام کې نیولو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې دریځ ته په پام سره، د افغان حکومتي ځواکونو پوځي پرسونلو ته اجازه ورکړل شوې چې تاجکستان ته داخل شي."

د صدر د د فتر په يو بيان کي ويل شوي، په ځواب کې، د تاجکستان صدر امام علي رحمان، "د تاجکستان او افغانستان تر منځ د پولې د لا قوي کولو لپاره د ۲۰۰۰۰ ريزرو سرتیرو د ځا پر ځای کولو امر وکړو."

د AKI پریس له مخې، رحمان د امنیتي شورا غړو او د دفاع او قانون پلي کونکو ادارو ډايريکټرانو ته لارښوونه وکړه چې د تاجکستان او افغانستان ترمینځ د پولې د خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د ازبکستان د صدر مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وویل، همدارنګه د دوشنبې په ورځ، رحمان د ازبکستان صدر شوکت میرزیویف سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د تاجکستان او افغانستان ترمينځ د اړیکو او سیمه ایزې همکارۍ په اړوندو مسایلو خبرې وکړې، په داسې حال کې چې دوی په افغانستان کې د روان تاوتریخوالې له کبله په سيمه باندې اغیزې ته ځانګړې پاملرنه وکړه.

'موږ به تسلیم نه شو'

افغان قوماندان جنرال میر اسدالله کوهستاني، چې اوس د بګرام هوایي اډی مسؤل دی -- د کوم ځای نه چې امریکایي الوتکو د ۲۰ کلونو لپاره د طالبانو په پټنځایونو بريدونه کړې ول -- وویل چې افغان ځواکونه چمتو دي چې د یاغیانو په وړاندې دفاع وکړي.

کوهستاني وویل چې هغه له مخکې نه داسې راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان د دې اډې په شاوخوا کې "په کلیوالو سیمو کې تګ راتګ" کوي.

په بګرام کې ځای پر ځای شوي کس رفیع الله وویل، "دښمن هوډمن دی او يقيناََ به دلته د برید کولو هڅه وکړي."

هغه په داسې حال کې وويل کله چې د هغه تر شا دوه افغان پوځي هیلي کوپټرې پاسيدلې، "خو موږ به دوی ته چانس ورنکړو."

رفیع الله ټینګار وکړ، "موږ دلته د خوب لپاره نه يو راغلي. دلته هرڅوک د بګرام د خوندي کولو لپاره چمتو دی. زموږ مورال لوړ دی."

یو بل سرتیري هم په کلکه وویل چې هغه له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

هغه وويل، "موږ به تسلیم نه شو، خو موږ وسلې او د خپلو مشرانو قوي ملاتړ ته اړتیا لرو."

د دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، په تیرو ۲۴ ګهنټو کې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې تر ۳۰۰ څخه ډیر طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په هلمند صوبه کې، چیرې چې یاغیان او حکومتي سرتیري په منظم ډول جګړه کوي، د شنبې په ورځ سهار د وخته د ترسره شوي برید پشمول په هوایي بريدونو کې ګڼ شمير کسان وژل شوي دي.

د هلمند د صوبايي شورا غړي عطاء الله افغان ای اېف پي ته وویل، "په دې وروستیو ورځو کې، د افغانستان هوایي ځواکونو د طالبانو د پټنځایونو پرضد خپل هوایي بریدونه ګړندي کړي او یاغیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

د سه شنبې په ورځ په یو بل بيان کې د دفاع وزارت وویل، په تیرو ۲۴ ګهنټو کې په لغمان، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، بلخ، جوزجان، هلمند، بدخشان، کندوز او کاپیسا صوبو کې ۲۶۱ طالب وسله وال ووژل شول او ۲۰۶ ژوبل شول.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان هوایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ميراج، چې د افغانستان په سویل ختیځ صوبو کې د ځانمرګي بریدونو د تنظیمولو مسؤل و، د پنځو احتمالي ځانمرګي بريدګرو سره ووژلو.

په دغه بيان کې راغلي، "معراج په سویلي صوبو کې د طالبانو د پوځي قوماندان صدر ابراهیم د تره زوی و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500