امنیت

د طالبانو تاوتریخوالي په افغانستان کې ګډوډي او غمیزه زیاته کړې ده

د عمر راپور

د طالبانو له خوا زیاتېدونکي تاوتریخوالي‌ د افغانستان په لوېدیځ زون کې په زرګونو کورنۍ مجبورې کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي. ځایي چارواکو وویل، د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې د هرات ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ مجبورې کړې چې خپل ځایونه پرېږدي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د طالبانو له خوا زیاتېدونکي تاوتریخوالي د افغانستان په لوېدیځ زون کې په زرګونو کورنۍ مجبورې کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس مبین قادري د چنګاښ په ۱ وویل، د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې د طالبانو بریدونو د هرات په ډېرو ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰ کورنۍ مجبورې کړې چې خپل کورونه پرېږدي.

قادري وویل، ۲۰۰۰ نورۍ کورنۍ له نږدې ولسوالیو څخه هرات ښار ته راتښتېدلې چې ډېرې یې د شینډنډ، پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو اوسېدونکي دي.

هغه وویل، «هغوی له خپلو کورونو څخه راوتلي، او د سختو نښتو او د طالبانو د جنګ د جریان له امله یې هر څه په ځای پرېښي دي.»

هغه ماشومان چې کورنۍ یې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوي دي د غبرګولي په ۲۵مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په شیدایي سیمه کې په یوه پنډغالي کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه ماشومان چې کورنۍ یې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوي دي د غبرګولي په ۲۵مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په شیدایي سیمه کې په یوه پنډغالي کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

یو زوړ سړی د غبرګولي په ۲۵مه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو سره نږدې لیدل کیږي.‌ د طالبانو جګړې هغه مجبور کړی چې په قادس ولسوالۍ کې خپل کور پرېږدي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

یو زوړ سړی د غبرګولي په ۲۵مه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو سره نږدې لیدل کیږي.‌ د طالبانو جګړې هغه مجبور کړی چې په قادس ولسوالۍ کې خپل کور پرېږدي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

قادري وویل، حکومت او د بشري مرستو ادارو داخلي بې ځایه شویو خلکو ته د عاجلو مرستو کڅوړې چې خوراکي توکي او لومړنۍ مرستې په کې شامل دي رسولي او د مرستو رسولو ته به دوام ورکړي.

د غور د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس عبدالرؤف غفوري د غبرګولي په ۳۱مه وویل، په ورته وخت کې په غور ولایت کې د طالبانو په جنګ کې زیاتوالی هم د دې سبب شوی ترڅو خلک وتښتي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې یې له ۵۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي دي.

هغه وویل، د بې ځایه شویو ۵۰۰ کورنیو له جملې څخه تر اوسه پورې ۳۰۰ کورنیو نغدې پیسې او خوراکي مرستې ترلاسه کړي دي.‌

غفوري وویل، «زموږ هدف دا دی چې پاتې کورنیو ته هم مرستې ور ووېشو،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو جاري جنګ کورنۍ مجبوروي چې هره ورځ خپل کورونه پرېږدي.

د بادغیس ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د ریاست یوه چارواکي محمد ګل مهربان د غبرګولي په ۳۰مه وویل، په ورته ډول، په بادغیس کې له قادس، مقر او آب کمري ولسوالیو څخه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ۸۲۱ پورې کورنیو خپل ځایونه پرېښي او په قلعه نو ښار کې په موقتي سرپناوو کې ځای پرځای شوي دي.‌

هغه وویل، «موږ د نویو را رسېدلو داخلي بې ځایه شویو خلکو سروې پیل کړې ده.»

ظلم او شکنجه

د بې ځایه شویو کورنیو غړي وایي طالبانو د هغوی کوچني زامن د مرګ په ګواښونو سره مجبور کړي چې له هغوی سره په جنګ کې ملګري شي.‌

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید وویل، چې هغه د طالبانو د ظلم او شکنجې په نتیجه کې مجبور شو ترڅو په قلعه نو ښار کې سرپناه واخلي.‌

هغه وویل، «طالبانو زموږ ماشومان وهل او له موږ نه یې په زور سره پیسې اخیستلې،» او زیاته یې کړه چې هغه مجبور شو ترڅو خپل هر څه په ځای پرېږدي او راوځي.‌

د تازه ګل په نامه د قادس ولسوالۍ یوې ۶۰ کلنې اوسېدونکيې وویل، طالبانو د هغې ځوان زوی چې نه یې غوښتل له هغوی سره ملګری شي، په ډزو وواژه.

هغې وویل، «طالبانو زموږ کور وسوځاوه، او موږ مجبور شوو ترڅو هر څه تر شا پرېږدو او راوتښتو.»

د آب کمري ولسوالۍ اوسېدونکي امرالدین چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، طالبانو د هغه د کورنۍ غړي ووژل او ان تر دې چې پاتې کسانو ته یې اجازه ورنه کړي ترڅو مړي په صحیح توګه خښ کړی.‌

هغه وویل، «څوک نه پوهېږي چې زموږ د عزیزانو د مړيو پاتې شوني به کومو ځناورو یا وحشي مرغانو خوړلي وي.»

امرالدین وویل، «نور بس دی. موږ د جنګ په ټولو لوریو باندې غږ کوو چې سوله وکړي او د نورو ملکي خلکو د حتمي بې ځایه کېدنې مخه ونیسي.»

د شینډنډ یوه اوسېدونکي حسین وویل چې طالبانو په هرات کې د هغوی په ولسوالۍ کې لویه لاره ویجاړه کړه او ځایي خلک یې د کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل.‌

هغه وویل، «روان سخت جنګ ملکي خلک مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي او په هرات ښار یا خوندي کلیو کې پناه واخلي. موږ لیدل چې هره ثانیه د هاوان ګولۍ په ځمکه رالوېدلې.»

کورونه نیول او یرغمل کول

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، طالبان د امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو ترسره کولو یا د متقابلو بریدونو د مخنیوي لپاره د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه حتی له طالبانو سره د جنګ کولو پر وخت دې ته له نږدې پام کوي چې د ملکي خلکو په کورونو باندې د غیر عمدي بریدونو مخه ونیسي.

شمس وویل طالبان د جنګ په هېڅ قانون یا اصل باندې عمل نه کوي او له ملکي خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه، کله چې طالبان کورونو ته ننوځي، هغوی بې وزلې کورنۍ مجبوروي چې هغوی ته خواړه ورکړي.

د غور د ولایتي شورا یوې غړې انیسې غیور وویل، افغانان د طالبانو له خوا له زیاتېدونکې شکنجې او ظلم څخه ستړي شوي دي.‌

غیور وویل، طالبان د ملکي خلکو له کورونو څخه د اډو په توګه کار اخیستنې ته دوام ورکوي او د کورنیو غړي یرغمل نیسي څو د امنیتي ځواکونو د متقابلو بریدونو مخه ونیسي، چې په نتیجه کې کورونو ته جنګ په جریان کې غټ زیانونه ور اوړي.

هغې وویل، «طالبانو له اسلامي او انساني ارزښتونو څخه پښه اړولې،او د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره یې د ډېرو بې ګناه افغانانو ژوند قرباني کړی دی.»

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه فعال حمیدالله نایب وویل، طالبانو هېڅکله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو ژوند ته پام نه دی کړی.‌

نایب وویل، هغوی د هغو کورنیو غړي وژلي او کورونه یې ور سوځولي چې د هغوی د غوښتنو له منلو څخه یې انکار کړی دی.

هغه وویل، طالبان یوه ترهګره ډله ده چې انساني ارزښتونو یا د بشري حقونو اساساتو ته ژمنتیا نه لري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500