زده کړه

خېبرپښتونخواه تمه لري چې په ضم شويو ضلعو کې به د والدېنو او ښوونکو شوراګانې تعليم ته وده ورکړي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

ښوونکي د اکتوبر په ۴ مه په پېښور کې د والدېنو او ښونکو شوراګانو په اړه د روزونکي د روزلو لپاره په يو ورکشاپ کې برخه اخلي. [ظاهر شاه شیرازي]

ښوونکي د اکتوبر په ۴ مه په پېښور کې د والدېنو او ښونکو شوراګانو په اړه د روزونکي د روزلو لپاره په يو ورکشاپ کې برخه اخلي. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو ضلعو کې حکومتي سکولونه چمتو دي چې د والدېنو او ښوونکو شوراګانې (پي ټي سيز) ترلاسه کړي چې دا د هغې هڅې يوه برخه ده چې د سکول نه د وتلو کچه کمه کړي او د افراطیت مخه ونیسي.

دا شوراګانې د والدېنو او ښوونکو يوه ګډ اداره ده چې د دې لپاره جوړې شوې چې د زده کړې پروسې ته د وده ورکولو او د ماشومانو خوندیتوب د يقيني کولو لپاره کار وکړي.

دا ډول شوراګانې اکثر واک لري چې د سکول فنډونه استعمال کړي.

د مارچ په میاشت کې د یوې پریکړې پراساس، د ۱۰،۰۰۰ نه زيات د پي ټي سي غړي به روزنه ترلاسه کړي چې په اوو ضم شويو ضلعو او شپږو سرحدي سیمو (اېف آرز) کې، چې په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړو له امله ویجاړ شوي دي، د ۵۰۰۰ نه زيات سکولونه وچلوي او سمبال کړي.

د خېبرپښتونخواه د ابتدايي او ثانوي تعلیم وزیر شهرام ترکۍ د اکتوبر په ۷ مه په پېښور کې د والدېنو او ښونکو شوراګانو د ماسټر روزونکو سره خبرې کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

د خېبرپښتونخواه د ابتدايي او ثانوي تعلیم وزیر شهرام ترکۍ د اکتوبر په ۷ مه په پېښور کې د والدېنو او ښونکو شوراګانو د ماسټر روزونکو سره خبرې کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

د خېبرپښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم وزیر شهرام ترکۍ د اکتوبر په ۲۰ مه وویل، "موږ غواړو چې هر قبایلي ماشوم ته تعلیم ورکړو ځکه چې جنګ او ترهګرۍ دوی له هرڅه څخه بې برخې کړي دي."

هغه د وفاق تر انتظام لاندې قبایلي سیمو ته، چې په ۲۰۱۸ کال کي د خېبرپښتونخواه سره ضم شوي وې، په اشارې سره وویل، "په پخوانۍ فاټا کې د سکولونو کچه د پاتې صوبې کچې ته لوړه شوه، چې موخه يې د تعلیم او پرمختګ له لارې سوله راوستل دي."

هغه زیاته کړه چې په ضم شويو سیمو کې تعلیم "لوړ لومړیتوب" دی.

د پروګرام سلاکار حسیب خان په وینا، د ۹۱ ښوونکو لپاره د څلورو ورځو د روزونکو د روزنې ورکشاپ د اکتوبر په ۷ مه په پېښور کې د مدیریتي علومو انسټیټوټ (آی اېم ساینسز) کې پای ته ورسیدو.

ښوونکي به د خېبر پښتونخواه په ضم شويو سیمو کې د پي ټي سي نوي غړي وروزي.

هغه وويل، "دا روزنه به سکولونو ته دا وړتیا ورکړي چې څنګه د سکول د پرمختګ پلانونو په جوړولو سره خپلو ضرورتونو ته لومړیتوب ورکړي، فنډونه استعمال کړي او د پرمختیایي فعالیتونو څارنه وکړي."

دغه روزنه د آی اېم ساينسز د بشري سرچینو د پراختیا مرکز (اېچ آر ډي سي) لخوا د آلمان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جي آی زيډ) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت او اروپايي اتحادیې په مرسته پلي شوه.

د جي آی زيډ چارواکي فیاض علي خان وویل، د جي آی زيډ د فاټا پراختیایي پروګرام (اېف ډي اېف) د آی اېم ساینسز سره د مالي مرستې تړون لاسلیک کړی چې د نوښت د برخې په توګه د ضلعې په کچه په ضم شويو سيمو کې تخنیکي مرسته چمتو کړي او د ښونکو ظرفیت لوړ کړي.

د اورپکۍ مخه نيول

قمر نسيم، چې په پېښور کې د مدني ټولنې بليو وينز، چې د بشري حقونو او تعلیم په برخه کې کار کوي، چيرمين دی، وويل، د پي ټي سي نوښت به په قبایلي سیمو کې د سواد د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي، د سکولونو ویجاړې ودانۍ به بيرته بحال کړي او د پیسو په کارولو کې به شفافيت ته وده ورکړي.

هغه وویل، جنګ او جګړو په پخوانۍ فاټا کې د سکولونو ډیرې زیربناوې ویجاړې کړې.

نسیم وویل، په ضم شويو ضلعو کې، ۷۹٪ جينکۍ او ۶۹٪ هلکان په سکولونو کې نه دي داخل شوي. د داخلې د کچې زياتوالی به د افراطي عناصرو لخوا د ځوانانو په وسله والو ډلو کې د شامليدو نه په منع کولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، "یوازې تعلیم او پوهاوی ترهګرۍ ته ماتې ورکولی شي لکه څنګه چې وخت ثابته کړې ده، نو که موږ په سکولونو کې ډیر ماشومان ولرو، موږ به وکولی شو چې د ترهګرو لپاره د ګمارلو دليلونه ختم کړو."

د ډاکټر سيد حسين شهيد سهروردي له مخې، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو څانګې چيرمين دی، "که چیرې موږ په دې سکولونو کې غوره اسانتیاوې ولرو، نو موږ به د هغه ماشومانو د وتلو تناسب کنټرول کړو چې په کم عمرۍ کې سکولونه پریږدي."

هغه زیاته کړه چې د والدېنو او ښونکو شوراګانې به د ټولنې د لومړیتوبونو په ټاکلو کې مؤثره وي او د شفافيت په يقيني کولو کې به مرسته وکړي.

په سکونو کې د ماشومانو ساتل د بیوزلۍ سره د مبارزې لپاره اړين دي او که چيرې ټولنه غواړي چې د ضم شويو ضلعو نه ترهګري د تل لپاره ختم کړي، نو ډیر سکولونه او کالجونه ضروري دي.

د مهمند ضلعې یو روزونکي عالمزیب وویل، "موږ باید دوی ته اجازه ورنه کړو چې یوځل بیا د جنګ او افراطیت ښکار شي -- که چيرې موږ په ضم شويو سیمو کې دوامداره سوله غواړو، نو موږ باید د زده کړې نظام ته وده ورکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500