زده کړه

ملګري ملتونه او خېبرپښتونخواه په ګډه د اورکزو په کرم کې د جينکو تعليم ته وده وروکوي

د محمد شکيل لخوا

په پېښور کې د ملګرو ملتونو او پاکستان چارواکي د فبرورۍ په ۲۰ مه د تفاهم یادداشت لاسلیک کولو په مراسمو کې برخه اخلي، چې موخه يې په اورکزۍ او کرم ضلعو کې د جينکو تعلیم ته وده ورکول دي. [يو اېن ډي پي]

په پېښور کې د ملګرو ملتونو او پاکستان چارواکي د فبرورۍ په ۲۰ مه د تفاهم یادداشت لاسلیک کولو په مراسمو کې برخه اخلي، چې موخه يې په اورکزۍ او کرم ضلعو کې د جينکو تعلیم ته وده ورکول دي. [يو اېن ډي پي]

پېښور -- د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) او د خېبر پښتونخواه (کی پي) چارواکو په دې وروستیو کې د تفاهم یادداشت لاسلیک کړو چې په کرم او اورکزو کې د جينکو تعلیم ته وده ورکړي. دې اقدام د ښوونکو او والدینو نه ستاینه ترلاسه کړې ده.

د فبرورۍ په ۲۰ مه د يو اېن ډي پي د بیان سره سم، دا پروجيکټ به، چې د نړیوالو چارو کاناډا لخوا تمویل شوی دی، د يو اين ډي پي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو فنډ (یونیسیف) او د خېبر پښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم څانګې لخوا په ګډه پلي شي.

يو اېن ډي پي وویل چې دغه درې کلنه هڅه به د تعليم ادارې، ټولنې او زده کونکو سره مرسته وکړي او په ځوانو جينکو باندې له تمرکز سره به شاوخوا د ۱۴،۰۰۰ زده کونکو لپاره تعليم ته لاسرسی ښه کړي.

په دغه پروجيکټ کې د ۱۰۰ ويجاړ شويو سکولونو بیارغول او د سکولونو تجهیزات او فرنیچر چمتو کول شامل دي.

يو اېن ډي پي زیاته کړه چې له ۳۰۰ څخه ډیر ښوونکي به د "زده کونکي او جندر ته ځواب ورکونکي تدریسي عمل" په اړه وروزل شي. دا پروګرام به تقريباََ ۱۵۵ د والدینو او ښوونکو ټولنې او د مور ډلې جوړې کړي او هغوی ته به روزنه ورکړي چې تعليم ته د جينکو لاسرسی ښه کړي او څارنه يې وکړي.

د کرم او اورکزۍ ضلعو په ۱۵۵ سکولونو کې د لویانو زده کونکو لپاره د روغتیا او صفايۍ په اړه د پوهاوي غونډې تر پلان لاندې دي.

د يو اېن ډي پي د بیان له مخې، د يو اېن ډي پي پاکستان ځايي استازي اګناسیو ارټازا په پېښور کې د ياداشت لاسليک کولو په مراسمو کې وویل، "تعلیم د غربت لړۍ ماتولو لپاره لومړی ګام دی." "د ضم شويو ضلعو راتلونکی د رسمي او غیر رسمي زده کړې له لارې د دې د ځوان [نسل] ظرفیت کارولو پورې اړه لري."

ښه امنيت

سيد زاهد حسين قاضي، چې د کرم درې د ښونکو ټولنې مشر دی، وویل، "موږ په قبایلي ضلعو کې د تعلیم د ودې لپاره د چارواکو لخوا د ترسره شويو ټولو هڅو او نوښتونو ستاينه کوو چیرې چې تعلیم ته د جينکو لاسرسی ډيره د ستونزو او خنډونو سره مخ وه."

هغه وویل، "ناکراره امنیتي وضعیت او مخ په زياتيدونکي افراطیت ډیر والدین په دې مجبوره کړل چې د کرم په جنګ ځپلي سیمو کې د سکول جينکۍ په خپلو کورونو کې دننه وساتي."

قاضي وویل، "په هغه وخت کې، د وسله والو ښکاره ګواښ چې په مرکزي کرم کې یې ګڼ شمیر تعلیمي ادارې ویجاړې کړې وې په والدینو او زده کونکو کې د بې امنیتۍ او ویرې دايمي احساسات رامنځته کړل."

هغه زياته کړه، "د اورپکۍ له منځه وړلو او د خېبرپښتونخواه د تعلیم څانګې په همکارۍ د بهرنیو مرسته کونکو راتلو وروسته، ښه امنیتي وضعیت ... یو ښه فال دی چې د کرم او اورکزۍ په قبایلي ضلعو کې تعلیم ته د وده ورکولو لپاره، په ځانګړي توګه د جينکو لپاره، ضروري وو."

قاضي وويل، "غير يقيني وضعيت او ویرې والدین د افراطیت په دوران کې خپل ماشومان سکولونو ته د لیږلو نه منع کړل. اوس، والدین په ۲۰۱۸ کال کې د پخوانۍ فاټا د ضم کيدو وروسته د نوي پرمختګ په اړه هيله مند دي او د خپلو ماشومانو لپاره، په ځانګړي توګه د جينکو لپاره، د ښه راتلونکي هيله لري."

په کرم ضلعه کې د پاړه چنار اوسيدونکي او د دوو ماشومانو پلار عظمت علیزۍ وویل، "په کرم ايجنسۍ کې وضعیت له ۲۰۰۷ وروسته خراب شو، په داسې حال کې چې د اورپکۍ په دوران کې د تعلیم پروړاندې پروپيګنډې، په ځانګړي ډول د جينکو په وړاندې، والدين تر سخت فشار لاندې راوستل او په دغه سیمو کې يې د جينکو تعلیم متاثره کړو."

هغه وويل، "هغه سکولونه د اورپکۍ په دور کې ويجاړ شول کوم چې د ډګر په ګډون د بره کرم په سیمو کې، چې د علي شيرزۍ او موسی زۍ قومونه پکې اوسيږي، او بوغکۍ، پيوړ، شالوزان او خيواس کليو کې موجود ول.

هغه يادونه وکړه، په مرکزي کرم کې هغه سکولونو په دغه موده کې لوی زيانونه ترلاسه کړل کومو چې د جينکو د سواد لوړه کچه لرله.

علیزۍ وویل، "په دې سیمو کې میشتو کورنیو د ناسمو حالاتو او د اورپکۍ وروسته د سکولونو د خراب شوي انفراسټرکچر له امله د خپلو ماشومانو تعلیم په ځای ودرولو."

هغه وويل، "د تعلیم د ودې لپاره په پراخه کچه لګښت به د دې امکاناتو مخه ونیسي چې ځوانان د افراطیت د ځواکونو لخوا ګمراه شي او استحصال يې وشي."

ویرې ته مات ورکول

حاجي فيروز خان، چې د مشتي بازار په ګورنمنټ های سکول کې يو ښوونکی دی او د اورکزۍ د ښونکو ټولنې صدر دی، وويل، "د بره اورکزۍ مختلف سکولونه، د مموزۍ او ملا خیلو په سیمو کې د سکولونو په ګډون، د اورپکۍ په دوران کې ویجاړ شول، چې بې نظمی يې رامنځته کړه او تعلیمي فعالیتونه يې ګډ وډ کړل."

هغه وويل، "د والدینو په زړونو کې ویره رامنځته شوه، او ماشومانو د قانون او نظم وضعیت او تعلیم سره د افراطیانو د نفرت له کبله سکولونو ته تلل بند کړل."

خان وویل، "د سولې بحالي او د فاټا او خېبرپښتونخواه له ضم کيدو وروسته په قبایلي سیمو کې د عامه هوساینې پروژو پیل د قبایلي ماشومانو لپاره د امید رڼا او ... غوره راتلونکي يوه نښه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500