زده کړه

د جرګه پاکستان د خیمو سکولونه په قبایلي ضلعو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

ماشومان د اکتوبر په ۱۵ مه په تیراه وادي کې د وړیا کتابونو ترلاسه کولو وروسته خوشحالي کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

ماشومان د اکتوبر په ۱۵ مه په تیراه وادي کې د وړیا کتابونو ترلاسه کولو وروسته خوشحالي کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

پېښور -- د خېبر ضلعې په تیراه وادي کې د جينکو لپاره تعلیم، چې یو وخت یو ناممکنه کار وو، اوس د وسله والو له ماتې سره په اوج کې دی.

قومي غړي اوس ليوال دي چې خپلو لوڼو ته تعلیم ورکړي ځکه چې رضاکاران د وړیا زده کړې نوښتونه پيلوي. جرګه پاکستان، په پېښور کې یوه رضاکارانه ډله ده، په ځانګړي توګه په سیمه کې د تعلیم د راژوندي کولو لپاره د هڅې د برخې په توګه د خیمو وړیا سکولونه جوړوي.

د ګودي خیل کلي څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانو -- چې نیمه برخه يې جينکۍ دي -- د اکتوبر په ۱۵ مه د جرګه پاکستان په ټولګیو کې برخه واخیسته. وړیا کتابونه، یونیفورمونه او د لوستلو توکي ورکړل شوې.

دغه خیریه موسسې د جنورۍ په مياشت کې د سویلي وزیرستان ضلعې په لرې پرتې شاګا شاکوټي کلي کې ورته سکول جوړ کړو، چې د ۲۰۰ نه زیات زده کونکي په کې داخل شول. د شمالي وزیرستان ضلعې په دوسالي کلې کې د جينکو په یو سکول کار روان دی.

د اکتوبر په ۱۵ مه په تیراه وادي کې د جرګه پاکستان د سکولونو زده کونکو ته وړیا کتابونه او یونیفورمونه ورکړل کيږي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

د اکتوبر په ۱۵ مه په تیراه وادي کې د جرګه پاکستان د سکولونو زده کونکو ته وړیا کتابونه او یونیفورمونه ورکړل کيږي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

ماشومان د اکتوبر په ۱۵ مه د جرګه پاکستان په ګودي خیل سکول کې په کلاس کې ګډون کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

ماشومان د اکتوبر په ۱۵ مه د جرګه پاکستان په ګودي خیل سکول کې په کلاس کې ګډون کوي. [د ظاهر شاه شیرازي نه په مننه]

د جرګه پاکستان چيرمين عابد افریدي د نومبر په ۱۹ مه وویل، "موږ غواړو چې زمونږ ماشومان بیرته سکولونو ته لاړ شي، او دا زموږ د رضاکارانو یوه کوچنۍ هڅه ده چې په شاګا شاکوټي کې د لومړي سکول د کاميابۍ نه وروسته په ګودي خيلو کې دویم سکول جوړ کړي.

هغه وويل، "دا دواړه سکولونه د دې قبایلي ضلعو په لرې پرتو سیمو کې جوړ شوي چیرته چې دولتي سکولونه تر اوسه پورې فعال نه دي یا چیرې چې داسې سکولونه شتون نه لري." "دا يوه هڅه ده چې د هغه سکولونو د فعال کولو لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ وکړي کوم چې د ترهګرو لخوا بند شوي یا ويجاړ شوي ول."

په تيراه وادي کې په ۳۸ دولتي سکولونو کې، یوازې پنځه فعال دي، چې په زرګونو ماشومان سکولونو ته د لاسرسۍ نه محرومه ساتي.

هغه زیاته کړه، "که څه هم دا اوس مهال یو عارضي انتظام دی، جرګه پاکستان هم وړیا کتابونه او یونیفورمونه چمتو کوي او دوه ښوونکي يې په سکولونو کې په دندو ګمارلي چې کلاسونه اخلي."

افریدي، چې د سکولونو په اړه يې د خپلې مفکورې د تمویل لپاره خپل جايداد خرڅ کړی وو، وويل، جرګه پاکستان اوس د انسان خوښوونکو نه پيسې او نورې مرستې ترلاسه کوي.

د پاکستان بیت المال، چې یوه خپلواکه دولتي خیریه موسسه ده، موافقه کړې چې په کرم ضلعه کې به د دوو سکولونو تمویل او ملاتړ وکړي: یو د مرکزي کرم په مارګان کلې کې، او یو د بره کرم په تیري منګل کې، کوم چې د جګړې او ناکراریو له امله سخت زیانمن شوې وو.

افریدي وویل، "جرګه پاکستان په ټولو اوو قبایلي ضلعو کې رضاکاران لري، او د دې یوازینۍ هیله دا ده چې د سکولو نه وتلي ماشومان بیرته ټولګیو ته راولي." "دا خوشبینه ده."

د جرګه پاکستان يو غړي خليل افريدي وويل، "دوی [رضاکاران] په هغو سیمو تمرکز کوي چیرې چې دولتي سکولونه فعال نه دي او یا ورته لاسرسی نه کیږي. موږهغه ټولو قبایلي ضلعو ته ځو چیرته چې ماشومانو سکولونه له لاسه ورکړي او خپل تعلیم يې جاري ونه ساتو."

هغه وویل، "هدف خورا واضح دی -- موږ نه غواړو چې زموږ ځوانان یو ځل بیا د افراطي عناصرو په لاس ورشي."

والدین او ښوونکي خوشحاله دي

په تیراه کې د ملک دين خېل قبیلې غړي محمد امین وویل، "موږ د جرګه پاکستان د دې اقدام مننه کوو ځکه چې زموږ ماشومانو به سکولونو ته د رسېدو لپاره ډیر میلونه مزل کولو، خو اوس دوی په خپل کلي کې تعليمي مرکز لري." "موږ غواړو چې خپلو ماشومانو، جينکو او هلکانو دواړو -- ته تعلیم ورکړو ."

د یو بل ماشوم پلار بلال افريدي وويل، "د ګودي خیلو په سکول کې دا ماشومان مخکې هیڅکله سکول ته نه وو تللي یا ځینو د ناکرارۍ او اورپکۍ له کبله دا پریښودی وو، په داسې حال کې چې ځینو د زياتې فاصلې له امله دا پریښودو ځکه چې دا تقريباََ نا ممکنه وه چې په ژمي کې سکول ته د رسيدو لپاره ۵-۶ کلوميتره پيدل سفر وکړي.

د تيراه قومي مشر نثار ملک دين خېل وویل، دا سکولونه به څلورو کليو -- ګودي خیل، جوګ خیل، سانډاګې او پیواري ته ګټه ورسوي.

هغه وويل، "اوس به د دې کلیو د ۵۰۰ نه زيات ماشومان سکولونو ته ځي."

هغه زياته کړه، د دې قبيلو ډېرې کورنۍ بېوزلې دي او نه شي کولی چې خپل ماشومان سکولونو ته واستوي او د هغوی لپاره کتابونه او يونيفورمونه واخلي، نو جرګه پاکستان دې ماشومانو ته د تعليم په ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.

عمران خان افريدي، چې په ګودي خیل سکول کې يو مشر ښوونکی دی وویل، "زه واقعي حیران او خوشحاله یم ځکه چې پنځه کاله مخکې هیچا حتی سکولونو ته د جينکو لیږلو په اړه فکر هم نه کولو، ځکه چې دا په ټولنیزه توګه یو منع شوی کار وو او يو جرم ګڼل کيدو."

افریدي وویل، "خو اوس، زه ډیر والدین وينم چې له خپلو لوڼو او لمسیانو سره دلته د داخلېدو لپاره راځي."

هغه وویل، "زه په ټولګيو کې په ۲۱۹ کې ۹۰ جينکۍ لرم، چې په دغه وادۍ کې د سولې د بيا بحاليدو نه وروسته يو لوی بدلون دی."

هغه وویل، "د افراطیت، اورپکۍ او ټولنیزو پابندیو نه علاوه، په دې لرې پرتو قبایلي ضلعو کې بې وزلۍ یوه مهمه وجه ده چې والدین خپل ماشومان سکولونو ته نه لیږي."

افریدي وویل، "موږ ښه غبرګون ترلاسه کړو، او داسې ښکاري چې موږ به خپل د خیمو دوه سکولونه پنځه ته پراخه کړو ځکه چې په شاوخوا سيمو کې د ۴۰۰ نه زيات زده کونکي د داخلې لپاره د انتظار په لیست کې دي."

انظر ګل افریدي، چې خپله پنځه کلنه لور یې په دغه سکول کې داخله کړې ده، وویل، هغه غواړي چې هغه سکول ته لاړه شي، ځکه چې راتلونکی نسل نه شي کولی چې د خپلو پلرونو په څیر ټوپکونه ولري.

"زه غواړم چې زما لمسيان ډاکټران، انجینران او ښوونکي جوړ شي.موږ نه شو کولی چې خپلې لوڼې نور په تیاره کې وساتو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500