زده کړه

په دره ادم خیل کې نوي لايبريري ښیي چې نوی نسل څنګه د ټوپک په پرتله د کتابونو سره مينه لري

د جاويد خان لخوا

د دره ادم خېل دوه اوسیدونکي د جولای په ۶ مه د پاکستان په يو ښار کې، چې د ټوپکو جوړولو اصلي مرکز دی، په دې وروستيو کې په جوړه شوي لايبريرۍ کې کتابونه ولولي . [جاوید خان]

د دره ادم خېل دوه اوسیدونکي د جولای په ۶ مه د پاکستان په يو ښار کې، چې د ټوپکو جوړولو اصلي مرکز دی، په دې وروستيو کې په جوړه شوي لايبريرۍ کې کتابونه ولولي . [جاوید خان]

پیښور -- پیښور ته نږدې په دره ادم خیل کې یو وړه لايبريري هڅه کوي چې د تاوتريخوالي نه په ډډه کولو کې د اوسیدونکو سره مرسته وکړي.

دا لايبريري، چې په هغه ښار کې موقعیت لري چې د ټوپکو د لوی بازار لپاره مشهور دی، د دره ادم خېل بازار په مرکز کې په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې پرانستل شوه. هلته کې، دوکانونه د وړو تمانچو نه تر ای کې-۴۷ ټوپکو پورې هر ډول وسلې لري.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دويم مرکزي دفتر هم مخکې په دغه سیمه کې موقعيت لرلو، چې له دغه ځای نه به یې په پېښور او نورو ښارونو سخت بریدونه پیلول.

دا نوي لايبريري د ځایي ماشومانو پارک ته نږدې موقعيت لري، نو له دې کبله زيات کارونکي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ترلاسه کولی شي.

راج محمد، چې دغه لايبريري يې جوړه کړې ده، په یوې مرکه کې وویل، "ټوپک نه، بلکې کتابونه زما په خپل ښار کې د لايبريرۍ د جوړولو لومړی مقصد دی."

محمد، چې د ۳۰ کالو نه کم عمر لري، د یوې پرايويټ يونيورسټۍ نه په اردو ادب کې ايم فیل ډګري ترلاسه کړه او په ځايي کالج کې يو ښوونکی دی.

هغه به مخکې د دې لايبريرۍ د ټولو اخراجاتو پخپله انتظام کولو او پوره کولې به يې چې بیا وروسته ځایي مشرانو او چارواکو نوې وداني جوړه کړه او لايبريري یې هغه ته وسپارله. کارکوونکو د شمسي بجلۍ سیسټم د لايبريرۍ په چت باندې نصب کړو چې د څراغونو او پکو لپاره بجلي برابره کړي.

محمد وویل، "ما دا لايبريري جوړه کړه چې د خپلې سیمې انځور ښه کړم او نړۍ ته د حقيقت په اړه معلومات ورکړم چې زمونږ خلک د کتابونو لوستلو سره مينه لري او زیات تعليم ترلاسه کوي."

هغه زیاته کړه چې ګڼ شمير کارونکي هره ورځ لايبريرۍ ته ورځي.

ښځینه لوستونکي

ګڼ شمیر سکولونه، په ځانګړي ډول د جينکو لپاره، په تیرو کلونو کې د وسله والو لخوا تباه شوي چې غوښتل يې چې په زرګونو ماشومان سکولونو ته د تلو نه او د زده کړې د ترلاسه کولو نه منع کړي.

نن ورځ، پاکستانیان نه یوازې بیرته سکولونو او کالج ته ځي بلکې د نورو کتابونو لوستلو لپاره ليوالتيا هم لري.

په دره ادم خیل کې دا لايبريري په مختلفو موضوعاتو باندې تقريباََ ۲۵۰۰ کتابونه لري، چې په دې کې د اردو، پښتو او انګلیسي ادبیاتو نه تر زراعت، مذهب، سیاست او ځوانانو د مسلو اړوند کتابونه شامل دي. غړي د لايبريرۍ نه د کتابونو د لوستلو لپاره ډير کم فيس ورکوي، او ډيرې هغه ښځې په نويو غړو کې شاملي دي چې وسله والو سکول ته د تګ نه منع کړي وې.

محمد وویل، "د دې لايبريرۍ په ۲۵۰ ټولو غړو کې تقريباََ ۳۰ ښځي دي، چې خورا هڅونکې خبره ده." لکه څنګه چې ښځې ځینې وخت د ځایي کلتور او دودونو له امله لايبريرۍ ته نه شي راتللی، نو د هغه لور، شفا راج، هغوی ته په کور یا کالج کې کتابونه ورکوي."

شفا، چې د ۱۱ کالو ده، وویل، "زه د زده کونکو نه لیسټ ترلاسه کوم" او هغوی ته "بله ورځ اړین کتابونه" چمتو کوم. هغه په يوې ځایي اداره کې د شپږم جماعت زده کونکي ده.

ځینې غړي د لايبريرۍ په ټولنیزو رسنیو پاڼو باندې هم کتابونه غوره کوي، کوم چې دوی بله ورځ په خپل کور کې ترلاسه کوي.

د سیمې اوسیدونکي، او همدارنګه د نږدې ښارونو خلک د دې نوښت ستاینه کوي، په ځانګړي توګه دا چې دا ښار یو وخت یوازې د ترهګریزو بریدونو او د ټوپک بازار لپاره مشهور وو.

راحت عامر آفريدي، چې د دره آدم خيلو پخوانې اوسيدونکی دی او په پيښور کې اوسيږي، وويل، "د دره ادم خیل په څیر سیمه کې لايبريري د ښار او شاوخوا کلیو لپاره يو نعمت دی."

که څه هم د دره ادم خیل اوسیدونکي د کلونو راهيسې د اورپکۍ او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي، خو هیڅ څوک هغوی د کتاب سره د مینې لرلو څخه نه شي منع کولی.

افریدي وویل، "د ځایي ځوان لخوا دا ګام څرګندوي چې څنګه نوی نسل د کتابونو سره مينه لري او د ټوپک سره نه -- حتی په داسې ښار کې چې هر ډول وسلې په کې جوړيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دره ادم خېل لايبرارۍ په اړه د راپور وړاندې کولو لپاره مننه. راج محمد آفریدي (د لايبرارۍ بنسټ ایښودونکی)

ځواب

دا يو غوره خبر دی

ځواب