زده کړه

د حکومتي سکالرشپونو موخه د کمذورو او حساسو ځوانانو سره مرسته کول او د افراطیت مخه نيول دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

وزیر اعظم عمران خان د نومبر په میاشت کې په اسلام آباد کې د زده کونکو لپاره د نوي سکالرشپ پروګرام په افتتاحي مراسمو کې برخه اخلي. [عمران خان/ فېسبوک]

وزیر اعظم عمران خان د نومبر په میاشت کې په اسلام آباد کې د زده کونکو لپاره د نوي سکالرشپ پروګرام په افتتاحي مراسمو کې برخه اخلي. [عمران خان/ فېسبوک]

پېښور -- د پاکستان حکومت د سکالرشپونو پروګرام پیل کړی چې موخه یې د کالج د غریب زده کونکو سره مرسته کول دي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي او د هغه افراطیانو نه يې لرې وساتي چې غواړي چې دغه کمذوري ځوانان استخدام کړي.

وزیر اعظم عمران خان د نومبر په ۴ مه د ضرورتمندو ځوانانو لپاره د احساس انډرګريجویټ سکالرشپونو پروګرام اعلان وکړو. دغه زده کونکي، چې سکالرشپونه يې ترلاسه کړل، به هر کال زيات نه زيات ۵۰،۰۰۰ روپۍ (۷۰۵ ډالره) او د څلورو کالو مودې په دوران کې ټولټال ۲۰۰،۰۰۰ (۲،۸۲۰ ډالره) ترلاسه کړي.

جیو تلویزیون راپور ورکړو چې دا پروګرام، چې تر دې دمه ترټولو لوی انډرګريجويټ پروګرام په توګه ګڼل شوی، چې په پاکستان کې پيل شوی دی، به په لومړي کال کې مستحق زده کوونکو ته لږ تر لږه ۵۰،۰۰۰ سکالرشپونه او د څلورو کالو په موده کې ۲۰۰،۰۰۰ سکالرشپونه ورکړي.

سما تلویزیون راپور ورکړو چې ډاکټر ثانيه نشتر، چې د ټولنیز خونديتوب او بې وزلۍ کمولو لپاره د وزیر اعظم ځانګړي معاون ده، په دې مراسمو کې وویل چې سکالرشپونه به د کرنې، هنرونو او بشردوستۍ، سوداګرۍ تعلیم، انجینرۍ، طبي زده کړې، فزیکي علومو او ټولنیزو علومو په ګډون پروګرامونو کې ورکړل شي.

هغې زیاته کړه چې په احساس سکالرشپ، د ښوونې فیسونو سربیره، کې به وظيفه هم شامله وي چې د زده کوونکو سره د اوسيدو لګښتونو په پوره کولو کې هم مرسته وکړي.

نشتر وویل، د سکالرشپونو ۵۰٪ به ښځینه زده کونکو ته ورکړل شي، پداسې حال کې چې د سکالرشپونو ۲٪ به د معذورانو زده کونکو لپاره خوندې شي.

افراطيانو ته ماتې ورکول

په پېښور کې میشت يو ماهر تعليم محمد سلیم وویل چې دغه نوښت په هیواد کې د لوړو زده کړو د ودې په لور يو لوی ګام دی او د ځوانانو سره د افراطیت نه په ډډه کولو کې مرسته کوي.

هغه وویل، "دا یو ثابت شوی حقیقت دی چې د وسله والو سره د ډیرو ځوانانو د يو ځای کيدو لامل دا دی چې دوی پيسې نه لرلې چې سکولونو او کالجونو ته لاړ شي او د تروریستانو لخوا د تخریبي کړنو لپاره کارول کیدل."

سلیم وویل، حکومتي پروژه به زده کونکو ته فرصت برابر کړي چې سکالرشپ ترلاسه کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، پرځای د دې چې د وسله والو لخوا وکارول شي.

هغه زیاته کړه، د ځوانانو په افراطیت کې اخته کيدل د هغه وسله والو ډلو اصلي اساس پاتې شوی دی چې "د خلکو د ویرولو اجنډا مخ پر وړاندې بوتلل غواړي."

سلیم وویل، "ډیر ځانمرګي برید کونکي هغه ځوانان وي چې سکول او کالج يې پریښي وي." "دوی د وسله والو ډلو لخوا روزل شوي او مغزه يې مینځل شوي وي. دا نوښت خورا هڅونکی دی ځکه چې دا زموږ د ځوانانو لپاره د ښه راتلونکې ژمنه کوي."

په پېښور کې میشت امنیتي شنونکي او ماهر تعليم خادم حسین وویل چې د سکالرشپ پلان د افراطيانو لخوا د کمذورو ځوانانو په افراطیت کې د اخته کولو هدف ماتولو کې کلیدي رول لوبولی شي.

هغه وویل، "وسله والې ډلې د تنکي هلکانو استخدام لپاره بدنام دي چې مغزه یې مینځل شوي وي او بیا ليږدول کيږي ... چې د ځانمرګي او بمي بریدونو له لارې په خلکو کې ویره خپره کړي." "دا به د حکومت هڅې پياوړي کړي چې ترهګري له منځه يوسي او په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

حسین زیاته کړه، ترهګرو ډلو تل هڅه کړې چې د ځوانو خلکو د بېوزلۍ، جاهليت او بې سوادۍ نه ګټه پورته کړي او دا ډول سکالرشپونه به د هغوی هڅې ناکامه کړي چې د سکول نه وتل شوي ځوانان په ګوته کړي او هغوی د خپلو تاوتریخوالي لپاره وګماري.

هغه وويل، "ځوانان به د ترهګرو سره یوځای نه شي که چيرې دوی زده کړې او دندې ولري. له همدې کبله، دا په دايمي بنياد د ترهګرۍ له منځه وړلو په لور یو ګام دی."

د تعلیم خوبونه

شميم اختر، چې د پېښور يونيورسټۍ د ښځو لپاره د جناح کالج د لومړي کال زده کونکي ده، وويل، هغه د دې نوښت ستاينه کوي او د دې سکالرشپ لپاره به درخواست ورکړي.

هغې وویل، "زما مور او پلار دومره بېوزله دي چې زما لګښتونه نه شې برادشت کولی." "زما تره زما د تعلیم لپاره پیسې راکوي، خو اوس زه احساس کوم چې زه به د خپل علمي ریکارډ له امله د وړتیا پر اساس سکالرشپ ترلاسه کړم."

اختر وویل، دا پروګرام به د هغې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو ارمان بشپړ کړي.

محمد رفيق، چې د پېښور په اسلامیه کالج يونيورسټۍ کې انډرګريجويټ طالب علم دی، هم وویل چې هغه د سکالرشپ پلان په اړه ډیر خوشحاله دی.

هغه وويل، "دا به ما ته او نور خلکو ته دا وړتیا ورکړي چې خپلې زده کړې په اسانۍ سره پای ته ورسوو." "تر دې دمه، زما پلار زما د کالج د لګښتونو لپاره د خپلوانو نه قرضې ترلاسه کړي وې. زموږ سیمه د تروریزم لخوا تر ټولو زياته ځپل شوې ده او ځوانان د تعلیم ترلاسه کولو لپاره سخت ملاتړ ته اړتیا لري."

رفیق، چې د شمالي وزیرستان ضلعې اوسیدونکی دی، وویل چې د سکالرشپ پيسې خورا زياتې دي او دا به ترلاسه کونکو ته توان ورکړي چې نه یوازې د ټيوشن فیس ورکړي، بلکې خپلې ورځني ضروريات هم پوره کړي.

احمد وليد، چې په پېښور يونيورسټۍ کې پروفيسر دی، یادونه وکړه چې دا پروګرام نه یوازې تکړه زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي، بلکې په جسماني توګه معذورانو ته هم سکالرشپونه ورکوي - چې دا یوه نښه ده چې حکومت د هیواد د پرمختګ لپاره په جامع پالیسیو باندې باور لري.

هغه موافقه وکړه چې دا نوښت به د ځوانانو سره مرسته وکړي چې د افراطیانو لخوا د احتمالي ګمارلو نه ځان خوندي وساتي، کوم چې کمذوري وګړي په نښه کوي.

ولید وویل، "د دې پروګرام موخه د ښځو او بېوزلو خلکو په قامي بهير کې شاملول دي او دا به یو قوي ملت رامنځته کړي چې ترهګر به ورته چيلنج ورنه کړي."

نمل کالج، چې په میانوالي کې د وزیر اعظم خان لخوا جوړه شوي پرايويټ يونيورسټي ده، د خپلو ۹۰٪ زده کونکو لپاره بشپړ او جزوي سکالرشپونه چمتو کوي، او ولید تمه لري چې عمران به د عامه سکتور په سکولونو او کالجونو کې هم ورته چلند غوره کړي.

هغه وويل، "موږ اړتیا لرو چې ځوانان په مهارتونو سمبال کړو چې دوی دندې ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت بدل کړي او ترهګرۍ ته ماتې ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500