زده کړه

پاکستان د ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته د افغان زده کونکو لپاره د سکالرشپونو فنډونه خلاص کړل

د عالم زيب خان لخوا

په پېښور کې د منېجمنټ ساینسز انسټیټیوټ زده کونکي د مارچ په ۱۰مه د کرکټ لوبې له ګټلو وروسته د بریا نښې جوړوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

په پېښور کې د منېجمنټ ساینسز انسټیټیوټ زده کونکي د مارچ په ۱۰مه د کرکټ لوبې له ګټلو وروسته د بریا نښې جوړوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

اسلام آباد -- د پاکستان حکومت د علامه محمد اقبال سکالرشپ لاندې د هغه افغان زده کونکو لپاره فنډونه خلاص کړي دي کوم چې د هیواد په يونيورسټو کې زده کړې کوي.

د دې سکالرشپونو لپاره فنډونه د یو نیم کال راهيسې وځنډول شول ځکه چې د لوړو زده کړو کمیسیون (اېچ اي سي) لپاره فنډونه موجود نه ول، کوم چې د دې پروګرام څارنه کوي.

په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د جولای په ۹مه په ټویټر وویل، "حکومت د اېچ اي سي لپاره ۱.۵۵۱ ميليارده روپۍ [۹.۳ ميليونه امريکايي ډالره] خلاصې کړي چې د هغه افغان زده کونکو لګښتونه پوره کړي کوم چې د پاکستان سکالرشپ پروګرام لاندې زده کړې کوي."

هغه وويل، "د افغان ځوانانو لپاره دغه مهم پروګرام د تيرو څو مياشتو راهيسې د فنډونو د نشتوالي له امله سرچينو ته اړتيا لرله."

افغان زده کونکي د تير نومبر په مياشت کې په پېښور کې د منېجمنټ ساینسز په انسټیټیوټ کې په يو کلاس کې برخه اخلي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

افغان زده کونکي د تير نومبر په مياشت کې په پېښور کې د منېجمنټ ساینسز په انسټیټیوټ کې په يو کلاس کې برخه اخلي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

دغه فنډونه د افغان زده کونکو دویمې ډلې ته وروسته له هغې ورکړل شول کله چې د پاکستان حکومت په اپرېل ۲۰۱۸ کال کې دغه پروګرام پيل کړو.د علامه محمد اقبال سکالرشپ هغه ځوانانو ته ګټې ورکوي کوم چې په مختلفو برخو کې، د طب، انجینرۍ، کرنې، مدیریت او کمپیوټر ساینس په ګډون، زده کړې کوي.

د لوړو زده کړو کمیسیون له مخې، د دې پروګرام هدف "دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکول او د دواړو هیوادونو د خلکو تر مینځ اړيکي پياوړي کول" دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت خانې لومړی سکريټري احمد شاکر قرار وویل، "موږ د فنډونو د خلاصون مننه کوو، چې د یو نیم کال راهیسې بندې وې."

هغه د جولای په ۱۳مه وویل، "موږ د اېچ اي سي نه ډاډ ترلاسه کړی چې فنډونه به ډیر ژر يونيورسټو ته واستول شي چې زده کونکي یې په وخت سره ترلاسه کړي."

قرار وویل، "زموږ سفارت خانه هم د اېچ اي سي او بهرنیو چارو د دفتر سره همکاري کوي چې داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې پاکستان ته د افغان زده کونکو په ښه توګه بيرته راتلل اسان کړي."

دوستانه اړیکې هڅول

ډیر افغان زده کونکي چې په پاکستان کې يې زده کړې کولی اوس د کورونا ویروس ناروغۍ له امله بیرته خپل هیواد ته تللې دي. بيا هم، دوی وايي چې دوی د فنډونو د وروستي خلاصون څخه خوشحاله دي.

په پېښور کې د منېجمنټ ساینسز انسټیټیوټ يو افغان زده کونکي اخرالله، چې سکالرشپ ورته ورکړل شوی دی، وویل، "په اسلام آباد کې د زده کونکو لپاره د خوراک او هستوګنې ستونزې مخکې وې، خو اوس حل شوي دي."

آخر الله، چې اوس په افغانستان کې دی، د دې پروګرام ستاینه وکړه، خو ویې ویل چې ځینې زده کونکي اوس هم له اداري ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، "حکومت د هر سمسټر په پای کې موږ ته ۴۵،۰۰۰ روپۍ (۲۶۸ آمريکايي ډالره) راکوي، چې د بينک اکاونټونو ته په ليږدولو کې ډیره انرژي او وخت نیسي ځکه چې موږ خپل اکاونټونه نه لرو."

هغه وویل هغه هيله لري چې د پاکستان د حکومت وروستي ګامونه به د افغان زده کونکو سره مرسته وکړي او د دواړو خلکو ترمینځ به دوستانه اړیکې وهڅوي.

یو بل افغان زده کونکي احسان الله افغان وویل چې هغه د تمویل د پریکړې نه خوشحاله دی. هغه د ارزونې ټسټ د نتيجو انتظار کوي کوم چې هغه په تیره میاشت کې په کابل کې د سکالرشپ لپاره د درخواست د برخې په توګه ورکړی و.

د ازموینې پایلې د ورته فنډونو د نشتوالي له کبله ځنډول شوي وې.

هغه وویل، "زه په هغه ۱۵،۰۰۰ زده کونکو کې یم چې د ارزونې ټسټ يې ورکړی و کوم چې د ۲۰۱۹ کال د ۲۵ نه تر ۲۷ دسمبر پورې په [افغانستان کې] په پنځو مختلفو ځایونو کې ترسره شوی و."

هغه وويل، "اوس، موږ هيله لرو چې د پاکستان حکومت به د پاکستان په يونيورسټو کې د داخلې لپاره دوهم پړاو ګړندی کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام! زه د جي اېم سي پېښور څخه سمینه ناصري یم! زه د ۲۰۱۹ بېچ د طب زده کونکي یم او ما خپل سکالرشپ فنډ نه دی ترلاسه کړی، زه به څنګه پوهه شمه چې زما فنډ د اېچ اي سي لخوا صادر شوی او که نه؟

ځواب

دا د افغان او پاکستان دواړو ترمينځ د اړیکو لپاره خورا مهم دی. دا به د زده کونکو، ای اېم پي او د دواړو هیوادونو د خلکو سره مرسته وکړي. ښه مقاله.

ځواب

د دواړو هیوادونو د خلکو ترمينځ د اړیکو لپاره ښه هڅې. د انګريزۍ په لیکلو مو خوشحاله شوم

ځواب

ډیره ښه لیکل شوې مقاله ده. دا ریښتیا ده چې د حکومت کړنلاره ډیره ورو ده چې د زده کونکو تعلیم، د هیواد ودې او د خلکو تر مینځ اړیکو ته زيان رسوي. دا خورا ښه ده چې حکومت په پای کې فنډونه خلاص کړل.

ځواب

ډیره ښه لیکل شوې مقاله ده. دا ریښتیا ده چې د حکومت کړنلاره ډیره ورو ده چې د زده کونکو تعلیم، د هیواد ودې او د خلکو تر مینځ اړیکو ته زيان رسوي. زه پخپله په چین کې د خېبرپښتونخواه حکومت د سکالرشپ لاندې زده کړه کوم، موږ تقريباََ د پنځو میاشتو لپاره د ورته مسلې سره مخ وو. زه د افغان وروڼو حالت محسوسولی شم. دا خورا ښه ده چې حکومت په پای کې فنډونه خلاص کړل.

ځواب

ډېر غوره کار هغه کس کړی چې د خلکو ترمينځ داړيکو په هکله ليکل کوي... دا د وخت اړتیا ده چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ مینه خپره کړو.

ځواب