زده کړه

د پنجاب حکومت چمتو دی چې هغه کسانو ته پيسې ورکړي کومو ته چې سکالرشپونه ورکړل شوي دي

د حنيف الله لخوا

۱۹ کلن رفیع الله، چې د باجوړ ګورنمنټ ډګري کالج زده کونکی دی او د پيپ سکالرشپ یې ترلاسه کړو، د جولای په ۲۸مه په خپل لېپ ټاپ کار کوي. [حنیف الله]

۱۹ کلن رفیع الله، چې د باجوړ ګورنمنټ ډګري کالج زده کونکی دی او د پيپ سکالرشپ یې ترلاسه کړو، د جولای په ۲۸مه په خپل لېپ ټاپ کار کوي. [حنیف الله]

خار، باجوړ ضلعه -- د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ (پيپ) چمتو دی چې په دې هفته کې د کالجونو هغه قبایلي زده کونکو ته پيسې ورکړي کومو چې سکالرشپونه ترلاسه کړي دي.

د پنجاب حکومت په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ پيل کړو چې د هغه زده کونکو سره مرسته وکړي کوم چې د ترهګرۍ له خوا ځپل شوي او یا معذوره شوي، بيوزله شوي او يا یتیمانان شوي دي. دا سکالرشپ د اقليتي زده کونکو لپاره هم شتون لري.

چارواکو وویل، د ټاکلو کمیټۍ خپلې وروستۍ پریکړې د جولای په پیل کې وکړې، خو د کورونا ویروس وبا د فنډونو ويشل وځنډول.

د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ ۶۵ سکالرشپونه ورکړل، چې په دې کې ۳۰ د دولسم جماعت د زده کونکو، ۲۰ د څوارلسم جماعت د زده کونکو او ۱۵ د شپاړسم جماعت د زده کونکو لپاره ول.

د باجوړ د منېجمنټ سایسنز د ګورنمنټ کالج پرنسپل پروفیسر بخت منير (ښي لور ته) په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د مراسمو په ترڅ کې یو زده کونکي ته سکالرشپ ورکوي. [حنیف الله]

د باجوړ د منېجمنټ سایسنز د ګورنمنټ کالج پرنسپل پروفیسر بخت منير (ښي لور ته) په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د مراسمو په ترڅ کې یو زده کونکي ته سکالرشپ ورکوي. [حنیف الله]

د مسعود خان له مخې، چې په خېبر پښتونخواه کې د پيپ ځانګړی کس دی، دا سکالرشپونه هغو زده کونکو ته ورکړل شول چې په میټرک (لسم جماعت)، اېف ايس سي (دولسم جماعت) یا د څوارلسم جماعت په امتحانونو کې يې ۶۰٪ نمبرې ترلاسه کړي وې، او د هغوی د میاشتې کورنۍ ګټه له ۲۳،۰۰۰ روپیو (۱۳۸ امريکايي ډالره) نه کمه وه.

د سکالرشپ پيسې په کال کې له ۷،۰۰۰ روپیو (۴۲ آمريکايي ډالره) نه تر ۱۵،۰۰۰ روپيو (۹۰ آمريکايي ډالره) پورې دي، چې د زده کونکو د ضرورتونو پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ په پیښو کې د وژل شوي کسانو ماشومان د محدود ګټې له شرطونو څخه معاف دي.

د قبايلي زده کونکو لپاره مرسته

۱۹ کلن رفيع الله، چې په باجوړ کې د ګورنمنټ ډګري کالج زده کونکی دی، وويل چې "د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ سکالرشپونه به نه یوازې زما د زده کړې لپاره لاره هواره کړي، بلکې دا به په ما کې زړورتیا هم رامينځته کړي، چې په لیوالتیا او شوق سره زده کړه وکړم."

هغه وويل، "د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ سکالرشپونه زما په څیر د بېوزلو زده کونکو لپاره يوه لویه مالي مرسته ده."

رفیع وویل، "زه خوشحاله یم چې زما د داخلې فیسونه به بيرته راکړل شي ځکه چې زه له یوې غریبې کورنۍ څخه یم."

هغه زياته کړه، "زه د داسې موقعې په لټه کې وم، او دا سکالرشپونه به هغه ټول مالي خنډونه له مینځه یوسي چې زه ورسره د تعلیم په ترلاسه کولو کې مخ يم."

موسی خان، چې د باجوړ په خار کې د ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج زده کونکی دی، وويل، "دا زما او زما د کورنۍ لپاره ښه خبر دی چې زه د پنجاب د تعليمي مرستې فنډ لپاره انتخاب شوی یم، او دا زما د کورنۍ لپاره زما د زده کړې د لګښتونو يوه مرسته ده."

هغه وويل، د ضم شويو ضلعو زده کونکي د خپل تعليم د بشپړولو لپاره داسې ملاتړ ته اړتيا لري. هغه په نورو سازمانونو ټينګار وکړو چې د هغه قبايلي زده کوونکو سره مرسته وکړي کومو چې په تيرو وختونو کې د اورپکۍ او د ترهګرۍ له کبله تعليم ترلاسه نه کړو.

هغه زياته کړه، "دا به زده کونکي وهڅوي چې خپل اهداف ترلاسه کړي."

په اسلام آباد کې د قبایلي ځوانانو د فورم چيرمين ریحان زیب وویل، "دا سکالرشپ به د قبایلي ضلعو تکړه زده کونکي وهڅوي، په ځانګړي توګه هغه کسان چې والدېنو يې په تيرو وختونو کي د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د دې هیواد لپاره قربانۍ ورکړي دي."

هغه وویل، د قبایلي ضلعو زده کونکي ترټولو زيات مالي ضروروتونه لري او بيوزلي زده کونکي لا ډیر پاملرنې ته اړتیا لري ځکه چې اورپکۍ د قبایلي ضلعو تعلیمي سیسټم ډير زيات ځپلی دی.

ریحان وویل، "د دې سکارلرشپونو لپاره ټاکل شوی طريقه کار به د قبایلي ضلعو د اصلي زده کونکو سره مرسته وکړي، ځکه چې په تیرو وختونو کې د نورو ضلعو زده کونکو په قبایلي ضلعو کې د جعلي ډومیسايل د لرلو پراساس مختلف ډول سکالرشپونه ترلاسه کړل." هغه زياته کړه چې د اقليتي زده کونکو سره مرسته کول د مرستې فنډ يو بل مثبت ګام دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نوي زده کوونکي به د دې سکالر شپ لپاره درخواست په څه طریقه ورکوي

ځواب

دا هر کال د دسمبر په میاشت کې د ورځپاڼو د اشتهارونو له لارې اعلانیږي.

ځواب