ټولنه

په باجوړ کې الهدا یتیم خانه ټولو ته پناه او تعلیم ورکوي

د غلام دستګير لخوا

زده کونکي د اکتوبر په ۲۲ مه د یتیمانو لپاره د الهدا مرکز په سکول کې په کلاس کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

زده کونکي د اکتوبر په ۲۲ مه د یتیمانو لپاره د الهدا مرکز په سکول کې په کلاس کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

خار، باجوړ -- په باجوړ ضلعه کې يوه یتیم خانه کار کوي چې یتیمانو ته تعلیم ورکړي او د وسله والو په لاس ورتلو نه يې منع کړي.

علي سردار، چې د یتیمانو لپاره د الهدا مرکز بنسټ ایښودونکی دی، د دوو کالو وو چې پلار یې په ۱۹۷۷ کال کې په ترافیکي پیښه کې مړ شو.

د هغه مور بيرته واده ونه کړو، ځکه چې هغې ویره لرله چې دا به په سردار او د هغې په دوو لوريانو باندې منفي اغیزه ولري.

سردار وویل، "زموږ کورنۍ هیڅ مالي ستونزه نه لرله ځکه چې زما تره او نیکه له زموږ سره د مرستې لپاره موجود ول." هغه زیاته کړه، کله چې هغه ماشوم وو، نو هغه پلان لرلو چې د یتیمانو لپاره څه وکړي.

زده کونکي د اکتوبر په ۲۲ مه د باجوړ په خار کې د یتیمانو لپاره په الهدا مرکز کې د تکواندو مشق کوي. [غلام دستګیر]

زده کونکي د اکتوبر په ۲۲ مه د باجوړ په خار کې د یتیمانو لپاره په الهدا مرکز کې د تکواندو مشق کوي. [غلام دستګیر]

په دغه مرکز کې یو ښوونکی د اکتوبر په ۲۲ مه د زده کونکو کتابچې ګوري. [غلام دستګیر]

په دغه مرکز کې یو ښوونکی د اکتوبر په ۲۲ مه د زده کونکو کتابچې ګوري. [غلام دستګیر]

په ۲۰۰۶ کال کې، يو ځايي ایف ایم راډیو سټيشن، صدای باجوړ (د باجوړ غږ) د یتیمانو لپاره د جامو کمپاين اعلان وکړو چې هغوی ته توان ورکړي چې د نورو ماشومانو تر څنګ لوی اختر ولمانځي.

سردار يو تجويز وړاندې کړو چې دغه راډیو سټیشن په منظم ډول خپل خیريه کارونه ترسره کوي، او په ۲۰۰۶ کال کې یې په ګډه د باجوړ ضلعې په انتظامي مرکز خار کې یوه یتیم خانه جوړه کړه.

دغه یتیم خانه، چې ۱۰ زده کونکي يې لرل، په اګست ۲۰۰۸ کال کې د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په دوران کې مجبوره شوه او خپل کار يې بند کړو.

خو، یو کال وروسته، سردار دغه یتیم خانه بیرته پرانیستله، دې ته يې د یتیمانو لپاره د الهدا مرکز بل نوم ورکړو او د یو غیر انتفاعي سازمان په توګه يې د سماجي فلاح او بهبود ادارې سره رجسټر کړه.

په ۲۰۱۰ کال کې، هغه د یتیم خانې د یوې برخې په توګه الهدا پبلک سکول جوړ کړو، چې اوس ۱۴ کمرې او ۱۰۲ یتیمان لري.

دا مرکز د مختلفو طبقو يتيمانو ته د وسله والو، امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ماشومانو په ګډون د استوګنې ځای ورکوي.

یو هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې د وسله والو ماشومان د خپلو پلرونو په نقش قدم باندې لاړ نه شي او دا چي دوی فرصت ولري چې د ټولنې سوله ایز غړي جوړ شي.

سردار وویل، د یتیم خانې او د سکول د چلولو لپاره د ضروري فنډونو لویه برخه د ځایی تمویلوونکو نه ترلاسه کيږي.

هغه وويل، "زموږ یتیم خانه دا مهال د ۴ مليونه روپو (۲۶،۰۰۰ امريکايي ډالره) کسر سره مخ ده.

د سردار په وينا، دې مرکز مخکې د ايجنسۍ د پراختيا فنډ لاندې د پوليټکل ايجنټ نه ۵۰،۰۰۰-۲۰۰،۰۰۰ روپۍ (۳۲۰-۱،۲۸۰ امريکايي ډالره) ترلاسه کړې وې، خو په مۍ ۲۰۱۸ کال کې د سرحدي جرمونو مقرراتو لغوه کولودفتر او فنډ هم ختم کړو.

هغه وويل، "مخکې به موږ یو پاکوونکی او يو نايي لرلو. "خو اوس موږ دوی نشو برداشت کولی او ماشومان پخپله د پاکولو اړوند کار کوي او دوی د ویښتو سمولو مهارت هم زده کړی او خپلو نورو زده کونکو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي."

د پوځ سکټور کمانډر بريګيډير نعیم اکبر د ۱۰ درسي خونو، دریو غسل خانو، د ټولې ودانۍ د رنګ کولو او بجلۍ تار غځولو لپاره پیسې ورکړې. هغه په ۴ جولای ۲۰۱۹ باندې د نوي ساختماني او ترمیم کار پرانیسته وکړه.

د ټولنې ګټور غړي

دا یتیم خانه تر اتم کلاس پورې ټولګي لري. زده کونکي په سهار کې کلاسونو ته ځي، په ماسپښین کې د قران کریم تلاوت کوي او په تکواندو کې برخه اخلي.

محمد حنزله، چې په مرکز کې د اتم ټولګي زده کوونکی دی، په جنوري ۲۰۰۶ کال کې د باجوړ په ډمه ډوله کې په یوې مدرسه کې په وسله والو باندې په یو هوایي برید کې خپل پلار له لاسه ورکړی وو.

د هغه پلار، چې یو وسله وال هم وو، يو ملا وو او په ورته مدرسه کې یې د قران کریم درسونه ورکول. د خپل پلار په څیر د وسله وال جوړيدو پر ځای، محمد حنزله وايي چې هغه غواړي ډاکټر جوړ شي.

حنزله خان، چې د نهم ټولګي زده کونکی دی، په لوی سم سيمه کې د مارټر په يو بريد کې خپل پلار له لاسه ورکړی وو. هغه اوس د خار په یو سرکاري سکول کې زده کړې کوي.

سردار وویل، "زموږ په مرکز کې د زده کونکو په څیر، موږ هغه [حنزله خان] ته د زده کړې د لګښتونو نه علاوه، استوګنه، جامې او درې وخته خوراک ورکوو."

سردار وویل، "که چیرې موږ په دې کې بريالي شو چې د دغه ماشومانو په ښه توګه پاملرنه وکړو او هغوی په ښه تعليم سره سنبال کړو، نو دوی به ترهګر نه بلکې د ټولنې ګټور غړي جوړ شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غوره سکول

ځواب

دا ریښتینی کار دی ډير ښه سردار جي، الله تعالی دې تاسو ته د جنت اجر درکړي زه په تاسو فخر کوم

ځواب