زده کړه

اورکزۍ او کرم کې د اورپکۍ له خوا په ځپل شويو د ۱۰۰ نه په زياتو سکولونو کې د بیارغونې کار پیل شو

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د اورکزۍ ضلعې په مير ميلا شيخان کې د جينکو لپاره د حکومت پرايمري سکول، چې په می ۲۰۱۹ کال کې په مير میلا شیخان کې ښودل شوی، به د دې پروژې لاندې بيرته جوړ شي. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

د اورکزۍ ضلعې په مير ميلا شيخان کې د جينکو لپاره د حکومت پرايمري سکول، چې په می ۲۰۱۹ کال کې په مير میلا شیخان کې ښودل شوی، به د دې پروژې لاندې بيرته جوړ شي. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

پېښور -- پاکستان يوه جامع هڅه پيل کړې چې په پخوانيو قبایلي سیمو کې د جينکو تعليم ته وده ورکړي او د وسله والو لخوا ويجاړ شوي سکولونه بيرته جوړ کړي.

په کرم او اورکزۍ ضلعو کې د ۱۰۰ نه زیات ويجاړ شوي سکولونه چمتو دي چې د خېبر پښتونخواه (کی پي) د تعلیمي ادارې، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ګډو هڅو د یوې برخې په توګه بيرته جوړ شي، په داسې حال کې چې د کاناډا حکومت به پيسې برابر کړي.

د خېبرپښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم ادارې سينير ستر پلاننګ افسر حشمت علي د می په ۲۰ مه وویل، په دې پروژه باندې کار پیل شوی او چارواکي سکولونو ته د زیان رسیدو کچه ارزوي.

هغه زیاته کړه چې د بیا رغونې کار لپاره ټهيکه دار ټاکل شوی، خو ټهيکه ورته لا نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې، یونیسف او پاکستاني استازي وروسته له هغې د فبرورۍ په ۲۰ مه د تصوير لپاره ولاړ دي کله چې دوی په کرم او اورکزۍ ضلعو کې د ۱۰۰ نه د زیاتو سکولونو د بیارغونې په اړه د تفاهم یادداشت لاسلیک کړو. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې، یونیسف او پاکستاني استازي وروسته له هغې د فبرورۍ په ۲۰ مه د تصوير لپاره ولاړ دي کله چې دوی په کرم او اورکزۍ ضلعو کې د ۱۰۰ نه د زیاتو سکولونو د بیارغونې په اړه د تفاهم یادداشت لاسلیک کړو. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

د اورکزۍ ضلعې په وام پانړه کې د جينکو پرايمري سکول د بيرته جوړیدو لپاره چمتو دی. دا په می ۲۰۱۹ کال کې ښودل شوی دی. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

د اورکزۍ ضلعې په وام پانړه کې د جينکو پرايمري سکول د بيرته جوړیدو لپاره چمتو دی. دا په می ۲۰۱۹ کال کې ښودل شوی دی. [د خېبر پښتونخواه تعليمي اداره]

مرسته کونکي به د سکولونو لپاره فرنیچر او نور سامان چمتو کړي.

هغه زیاته کړه، تمه کيږي چې دا پروژې به په خپل وخت کې پای ته ورسیږي، که څه هم چارواکو د کورونا ويروس د ناروغۍ له کبله په مهالويش کې يو څه کوچني بدلونونه وکړل.

د خېبرپښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم ادارې او يو اېن ډي پي د فبرورۍ په ۲۰ مه په دغه ضلعو کې د کیفیت زده کړې ته د جينکو د لاس رسۍ ښه کولو لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړو.

يو اېن ډي پي په يو بيان کې وویل چې دغه درې کلنه هڅه به د تعليمي ادارې، ټولنې او زده کونکو سره مرسته وکړي او په ځوانو جينکو باندې له تمرکز سره د شاوخوا ۱۴،۰۰۰ زده کونکو لپاره به تعليم ته لاسرسی ښه کړي.

يو اېن ډي پي زیاته کړه، د ويجاړ شويو سکولونو د بيارغولو سربيره، له ۳۰۰ څخه ډېر ښوونکي به د "زده کونکي او جندر ته ځواب ورکونکي تدریسي عمل" په اړه وروزل شي. دا پروګرام به تقريباََ د ۱۵۵ والدېنو او ښوونکو ټولنې او د مور ډلې هم جوړې کړي او هغوی ته به روزنه ورکړي چې تعليم ته د جينکو لاسرسی ښه کړي او څارنه يې وکړي.

د کرم او اورکزۍ ضلعو په ۱۵۵ سکولونو کې د لویانو زده کونکو لپاره د روغتیا او صفايۍ په اړه د پوهاوي غونډې تر پلان لاندې دي.

د يو اېن ډي پي د بیان له مخې، د يو اېن ډي پي پاکستان ځايي استازي اګناسیو ارټازا په پېښور کې د ياداشت لاسليک کولو په مراسمو کې وویل، "تعلیم د غربت لړۍ ماتولو لپاره لومړی ګام دی." "د ضم شويو ضلعو راتلونکی د رسمي او غیر رسمي زده کړې له لارې د دې د ځوان [نسل] ظرفیت کارولو پورې اړه لري."

تعليم ښه کول

د خېبرپښتونخواه د ښوونې او روزنې ریاست په وینا، په خېبرپښتونخواه کې د ۶۰۷،۵۰۰ نه زياتې جينکۍ په نويو ضم شویو ضلعو کې د کیفیت زده کړې ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۱۷ کال د تعليمي سرشمېرنې له مخې، یوازې٪۳۷ جينکۍ په پرايمرۍ کچه او٪۵ جينکۍ په ثانوي کچه سکولونو ته ځي.

د يو اېن ډي پي د معلوماتو له مخې، په عین وخت کې، په اورکزۍ ضلعه کې، تقريباََ ۷۰ سکولونه تباه شوي او ۲۷۲ نور ويجاړ شوي. په کرم ضلعه کې ۸۴ سکولونه تباه شوي او ۱۳۰ ويجاړ شوي دي.

د خېبرپښتونخواه د تعليم وزیر اکبر ایوب خان وویل، د زیربنایي پراختیا سربیره، په راتلونکو دوو کلونو کې به ۶۵،۰۰۰ ښوونکي وګمارل شي، چې په دې کې به د ۳۵،۰۰۰ نويو ښونکو استخدام د می په پای کې د میشتو ضلعو او ضم شويو ضلعو لپاره پای ته ورسيږي.

خان وویل، د بیارغونې او بیرته جوړولو مرحله خورا چټکه شوي ځکه چې سکولونه د کورونا ويروس ناروغۍ په جریان کې بند شوي دي.

د کرم د سیمې یو خبریال هدایت پاسادار وویل، په مرکزي او بره کرم کې سکولونه د اورپکۍ له امله سخت ځپل شوي وو او په زرګونو ماشومان، په ځانګړي توګه جینکۍ، سکولونه ته نه شو تلې.

هغه وويل، که څه هم، د سکول بیارغونې پلان به د زده کړې زیانمن شوی سیسټم په بحالولو کې مرسته وکړي.

د جينکو تعليم ته د لاسرسي ښه کولو او د څارنې لپاره د والدېنو او ښوونکو ټولنې او د مور ډلې جوړول به سکولونو ته د جينکو په بيرته راوستلو کې زياته مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، "د بیارغونې سربیره، دا سکولونه به سم روزل شويو ښوونکو ته اړتیا ولري، ځکه چې دودیز تدریس به د نوي ټیکنالوژۍ سره ښه کولو ته اړتیا ولري که چیرې موږ واقعی غواړو چې په ضم شويو ضلعو کې د تعليم معیارونه ښه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500