پېښور -- د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساينسي او کلتوري سازمان (یونېسکو) یو نوښت په پاکستان کې د دیني مدرسې او حکومتي سکولونه يو ځای کوي چې زغم، سولې او منلو ته وده ورکړي.
د یونېسکو پروژې افسرې سعدیه بنګش د جنورۍ په ۱۰ مه په یوې مرکه کې وویل، "د خواخوږۍ زده کړه" پروګرام موخه دا ده چې د مدرسو او دولتي سکولونو زده کونکي راټول کړي چې د اړيکو خلا ختم کړي او د تعلیم له لارې د زيات پرمختللي هیواد لپاره لاره جوړه کړي.
هغې وویل، "د ځوانانو تر منځ د سولې او هم آهنګۍ د ودې لپاره، یونېسکو اسلام آباد د جاپان لخوا تمویل شوې پروژه پلې کوي چې تعلیم ته وده ورکړي ... چې د ارزښت پر بنسټ تعليمي نظام باندې ټینګار کوي."
بنګش زیاته کړه چې یونېسکو پاکستان د زده کونکو او ښوونکو تر منځ د سولې، هم آهنګۍ او مثبت چلند په اړه پوهه رامنځته کوي چې دوی د زياتې هم آهنګۍ او زغم ټولنې ته وده ورکړي.
د دې نوښت د یوې برخې په توګه، مدرسه دارالعلوم جامعه عثمانيه پېښور د دسمبر په ۱۰ مه د یونېسکو په همکارۍ په خپله ودانۍ کې د هنر او کلتور جشن کوربه توب وکړو.
په دغه پيښه کښی د جامعه عثمانیه، د ګورنمنټ هایي سکول کافور ډهيرۍ او د ګورنمنټ هایي سکول سفید سنګ زده کونکو ګډون وکړو.
دوی یوځای د کرکټ لوبه وکړه، د چپلي کبابونو، تیکه کړاهۍ، کابلي پلاو او نورو دودیز خوراکونو او د ډرامو کتلو او د شعر لوستلو نه يې خوند واخيستو.
ډیر زده کونکي خوشحاله وو ځکه چې په تیرو وختونو کې دیني مدرسو د دې ډول فعالیتونو هرکلی نه دی کړی.
په جامعه عثمانيه ګلشن عمر کيمپس کې د لومړي کال زده کونکي محمد ادريس بختيار وويل، "زموږ لپاره، په ټولنه کې د ستونزو د حل يوازنۍ لاره سوله ده."
هغه وویل، "موږ د یونېسکو د دريو میاشتو کورس لولو، او موږ پوه شوي يو چې که یو زده کونکی هم د خپل اوسیدو په سیمه کې د سولې او مینې په راوستلو کې برخه واخلي نو هغه به خپل هدف ترلاسه کړي."
محمد وويل، "موږ د متقابل عمل له لارې زده کړه کړې ده چې بين المذهب هم آهنګي، زغم او مينه په ټولنه کې د سولې راوستو لپاره یوازینۍ لار ده، او موږ په هغې روان یو."هغه زیاته کړه چې "موږ دا زده کړه کړې ده چې څنګه د مینې او یووالي له لارې نور وهڅوو او افراطیت او ضد پريږدو."
"د کافور ډهيرۍ ټیم سره د کرکټ لوبه کول زموږ لپاره یوه ځانګړې تجربه وه ... موږ باید ورته نورې پیښې ولرو. د پېښور جامعه عثمانیه زده کونکي سيام الله وويل، دې له موږ سره ډیره مرسته کړې چې د یو بل په اړه پوهه ترلاسه کړو او مدرسې او سکولونه یوځای کړو."
هغه زیاته کړه، "په دغه جشن کې ډرامو او شعرونو زما اعتماد زيات کړی دی." "زما هغه وخت خوښ شو کوم چې ما هلته کې تير کړو." دا د مدرسې له ژوند سره توپیر لري. "
سيام الله وویل، "موږ باید د مدرسو او سکولونو تر منځ ډیرې سپورتي او کلتوري غونډې ولرو چې د یو سوله ییز پاکستان لپاره د زغم او افراطيت رجحانونه رد کړو."
د سولې استازي
د تعليم په اړه د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی سلاکار ضیا الله بنګش وویل، د یونېسکو نوښت به زده کونکي او ښوونکي د دې وړ کړي چې د سولې لپاره د بدلون استازي جوړ شي.
"عالمان او ښوونکي په تعلیمي ادارو او مدرسو کې د زده کونکو په شخصیت جوړولو کې مهم رول لوبوي چې په ټولنه کې د افراطیت، فرقه پالنې او ترهګرۍ له منځه وړلو له لارې تل پاتې سوله او کرارۍ ترلاسه کړي ځکه چې سوله د پرمختګ او پرمختيا یوازینۍ لار ده."
د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان وویل، دا ډول هنري او کلتوري جشنونه د مدرسو لپاره بې ساري دي او دا به د ذهنونو د بدلون لپاره يوه ستره طريقه ثابته شي او زده کونکي به وهڅوي چې تاوتریخوالی او افراطي رجحانونه پريږدي.
هغه وويل، حکومت، مدرسې او د تعليم رياست د یونېسکو په پلیټ فارم کې يو ځای شوي، او د خېبرپښتونخواه حکومت د سولې او هم آهنګۍ د رامنځته کولو لپاره د اداراتي اصلاحاتو په ګډون ټولې هڅې کوي.
د جامعه عثمانیه مفتي غلام وویل، کلتوري جشن او د کرکټ لوبه د رسمي زده کړې د نظام زده کونکو سره د مدرسې زده کونکو د يو ځای کيدو غوره مثالونه دي.
هغه زياته کړه، هغه همداشان په ځوانانو کې سوله ايزه هم آهنګي او سوله ایز ګډ ژوند هم په ګوته کوي.
هغه وویل دا نوښت به په راتلونکي ورځو کې په پاکستان کې د بین المذاهب هم آهنګۍ، زغم او سولې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې "د سوله ییزې او همغږې ټولنې لپاره به زمونږه هڅې کمې نه شي."
جناب، دا ښه دی.
ځوابتبصرې 1